سکالرشېپ لپاره مقالې څنګه وليکو

د انځور حقوق Getty

افغانستان کې د څه د پاسه درې نيمو لسيزو جګړو د پوهنې او زده کړو سيستم ويجاړ کړی، خو د ۲۰۰۲ کال راهيسې چې کوم پرمختګ شوی، د پوهنې او زده کړې برخه يې يوه لويه لاسته راوړنه بلل شوې ده.

د نړيوال بانک د شمېرو له مخې په ۲۰۰۲ کال کې په افغانستان کې د زده کوونکو شمېر له يو ميليونه، وروستيو څو کلونو له لسو ميليونو اوښتی، چې نژدې څلوېښت سلنه یې نجونې دي.

د هر هېواد نسلونو لپاره چې څومره لومړۍ زده کړې مهمې بلل کېږي، هغومره لوړې زده کړې هم ارزښت لري. اوسمهال له نېکه مرغه د افغانستان لويو ښارونو لسګونو پوهنتونو کې لسګونه زره زده کوونکی په زده کړو بوخت دی.

يوه بله ښېګڼه چې له راتلونکو افغان نسلونو سره د خپل هېواد ابادولو کې مرسته کولی شي، د ګڼ شمېر هېوادونو له لوري افغان زده کوونکو ته د لوړو زده کړو لارو چارو برابرول دي.

دغو هېوادونو کې چې افغان زده کوونکو ته د پوهنې لار برابروي، د امريکا متحده ايالات، بريتانيا، جرمني، فرانسه، جاپان، ترکيه، هند، چين، پاکستان او داسې نور دي، چې دوی ته د لوړو زده کړو سکالرشپېونه ورکوي.

دا نه يوازې د افغانستان په نېکمرغۍ او وده کې رول لري چې د افغانستان او دې هېوادونو دوه اړخيز اړيکو په پياوړتيا کې هم اغېزناک ثابېتېدای شي.

د سکالرشپونو د ورکړې لپاره هر پروګرام زده کوونکو لپاره ځانګړي شرايط ايښي وي خو ځينې يې سره ورته او د هر سکالرشپ لپاره ضرور وي چې په هغې کې هم دوه مقالې (Personal Statement او (Study Research Objectives، سپارښت ليکونه (Recommendation Letters) او تعليمي اسنادو لرل دي.

دوه مقالې چې د غوښتنليک لپاره ډېرې ضروري دي بايد په غور او ښه ډول وليکل شي څو ځله يې بيا کتنه وشي، له تېر وتنو او ګرامري غلطيو خالي وي. که مقالې په هغه چا وکتل شي چې انګليسې يې مورنۍ ژبه وي نو دا خورا ښه خبره ده او په برياليتوب کې مرسته کولای شي.

يو له مهمو درسي پروګرامونو چې سکارلرشېپ وړاندې کوي فولبرايټ دی چې د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت له خوا تمويلېږي او څه د پاسه ېوې لسيزې راهيسې افغانانو ته د لوړو زده کړو لپاره لسګونه سکالرشپونه ورکوي.

د دواړو مقالو د ليکلو په اړه دا سپارښتنې گټورې ثابتېدى شي:

لومړۍ مقاله: شخصي موخې (Personal Statement) تر ډېره شخصي بڼه لري او د غوښتنليک وړاندې کوونکي د ځان او زده کړې د پلانونو په اړه وي.

دا ډول مقاله معمولاً د شخص ژوند او عادتونه، په ټولنه کې فعاليت، ښوونځي او پوهنتون کې د بريا يا مشرتابه مثال، لاسته راوړنې، ننګونې او لاسبری، رضاکارانه فعاليتونه او داسې نور رانغاړي.

دا مقاله روښانوي چې يو څوک ولې غواړي دې پروګرام ته غوښتنليک ورکړي. په کومه برخه کې چې غواړي زده کړې وکړې څه شي هڅولی او څه ډول يې ورسره مينه پيدا شوې، په دې برخه کې ښه دا ده چې ژوند کې ليدلې تجربه يا مثال وړاندې شي.

مانا دا چې دا مقاله بايد په شخص را و څرخي او په اصطلاح پېژندګلوي يې وي. ښه به وي چې دا مقاله وښيی چې دا کس له نورو څه توپير لري، د لوستونکي پام ځانته واړوي خو دا هم بايد له ياده ونه وځي چې په مقاله کې حقايقو ته ځای ورکړای شي.

دويمه مقاله: د درسي څېړنې موخې (Study Research Objectives) په دې برخه کې د غوښتنليک ورکوونکي په تعليمي ژوند او سفر لنډه رڼا، کاري /مسلکي تجربه، وړتيا او راتلونکي لپاره پلانونو باندې ليکنه کېږي.

روښانه کړل شي چې کومه برخه کې غواړي زده کړې وکړي، د دې برخې د لوستو اړتيا څه ده، ځان، خلکو او هېواد ته يې ګټه څه ده، په ټولنه کې ورسره څه ډول بدلونونه راتلی شي او پلانونه يې څه ډول عملي بڼه لرلی شي.

دا مقاله بايد هڅوونکې وي، مانا لوستونکی قانع کړي چې د غوښتنليک ورکوونکي پلانونه عملي بڼه لري، او په راتلونکې اغېزناک تمامېدی شي. که چېرې چا کوم مهمه جايزه يا ستاينليک اخيستې وي په لنډو يې يادولی شي.

ښه ده هره مقاله د ۶۰۰ او ۰۰ ۸ لغاتو تر منځ وي او داسې وليکل شي چې پر واقعيتونو ولاړې وي او که چېرې غوښتنليک ورکوونکی د مرکې پړاو ته بريالی شي په ښه توګه وکولای شي له خپلو مقالو دفاع وکړي.

ځکه په مرکه کې معمولاً د نورو پوښتنو تر څنګ د دواړو مقالو د منځپانګې په اړه هم پوښتنې کېږي چې غوښتنليک ورکوونکی بايد د قناعت وړ ځوابونه ورته ووايي.

بله مهمه خبره دا چې دواړه مقالې بايد د شخص خپل نظريات، تجربې، پلانونو او فکر ښودونکې وي، او په هېڅ ډول کوښښ ونشي چې له نورو سرچينو يا انټرنيټه کاپي شي.

ځکه سکالرشېپ ورکوونکي پروګرامونه دې ته ډېره پاملرنه کوي، او هغه غوښتنليکونه چې مقالې يا ځينې برخې يې کاپي شوې وي د ځانګړي سافټوير يا نرمکالي پر مټ له پېژندلو وروسته په لومړي سر کې ردوي.