'پاکستان له چین نه اته اوبتلونه پېري'

ټايمز آف انديا:

ټايمز آف انديا وايي پاکستان له چين نه اته اوبتلونه پېري چې د ٢٠٢٨ م کاله پورې به ورته وسپارل شي. دا تړون د پنځه ميليارد ډالرو په ارزښت شوى چې د کمونيست چين د صادراتو تر ټولو لوى تړون دى.

هندوستان ټايمز:

هندوستان ټايمز په دغه هېواد کې د پاکستان په تړاو د امريکا بهرنيو چارو وزير جان کېري څرگندونو ته کتنه کړې چې ويلي "پاکستان بايد په دغه هېواد کې د هغو ډلو په وړاندې چې په ترهگريزو کړنو کې ښکېلېږي سخت گامونه پورته کړي."

د انځور حقوق AFP

ورځپاڼې د ښاغلي کېري دا وينا را اخيستې چې دوى په دې برخه کې له پاکستان سره کار کوي.

ښاغلي کېري ويلي د پاکستان له لومړي وزير نواز شريف سره يې ډېرې کتنې لرلي او د پاکستان په لوېديځ کې يې د ترهگرو د پناه ځايونو او دا چې پاکستان څنگه د حقاني ډلې په وړاندې اغېزمن گامونه واخلي خبرې کړي دي.

ورځپاڼه وايي ښاغلي کېري پاکستان هم د ترهگرۍ قرباني وباله.

اکسپرېس ټريبيون:

پاکستان چاپې اکسپرېس ټريبيون بيا دې موضوع ته له بل اړخه کتنه کړې او په دې تړاو يې په خپل خپاره کړي مطلب کې ليکلي، ښاغلي کېري وويل پاکستان په دې وروستيو مياشتو کې د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې پرمختگ کړى، خو په همدې مهال کې يې پر پاکستان غږ کړى چې په پولو کې يې دننه د پټو شويو ترهگرو په وړاندې لا جدي گام واخلي.

ډان:

ډان ورځپاڼې چمن کې پر ډيورند کرښې د دوستۍ دروازې بيا پرانيستې ته کتنه کړې.

ورځپاڼې د پاکستان د سرحدي ځواکونو د وياند خان واسع په وينا ليکلي چې خبرې بريالۍ وې.

ورځپاڼه ليکي دواړې غاړې په دې سلا شوي چې د پوله ساتو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ کچه لوړه شي چې په راتلونکې کې د دغه راز ناوړې پېښې مخنيوى وشي.

ډيلي مېرر:

بريتانيا چاپې ډيلي ميرر ورځپاڼې يوې روغتيايي مسلې ته اشاره کړې او ليکلي دي چې شپې مهال د خوراک او ويده کېدو ترمنځ له دوه ساعته کم واټن ډېر زيان اړوونکى دى. ورځپاڼه وايي له خوراک وروسته بايد لږ تر لږه دوه ساعته انسان ويښ پاته شي که نه نو د زړه د حملې خطر ډېرېږي.

ورته مطالب