د عاشورا ورځ او د بي بي حوا اوښکې

بي بي حوا
Image caption بي بي حوا د خپلو زامنو عكسونه ښکلول او ويل يې "زامن مې ډېر ښايسته وو، خو له يوې نړۍ ارمانونو سره له دې دنيا لاړل"

كابو څلور كاله وړاندې همدا د عاشورا شپې، ورځې وي، چې د کابل اوبالفضل زیارت ته څېرمه يوه ځانمرګي بريد كې د بي بي حوا دوه زلمي زامن، چې پیرکي یې پلورل ووژل شول.

بي بي حوا کابل ښار ته څېرمه د زمان خان کلا په يوه زاړه کرايي كور كې د بیوزلۍ شپې ورځې سبا كوي.

بي بي حوا د حويلۍ په انګړ كې د جامو په مينځلو بوخته ده، دا هغه جامې دي چې له خلكو يې راوړې چې د یو څو افغانیو په بدل كې يې ورته ووینځي، بي بي حوا د څلورو نجونو او پنځو زامنو مور ده.

لوڼې يې واده شوې دي، يوه لور يې چې سنګينه نومېږي، ښوونځي ته ځي او تر څنګ يې په آشيانه كې هم بوخته ده. هلته سنګينې ته د مياشتې ۲۵ امريكايي ډالره د ښوونځي د قلم او كتابچې لپاره وركول کېږي.

بي بي حوا خپل دوه زامن كابو څلور كاله وړاندې په يوه ځانمرګي بريد كې چې د عاشورا په ورځ د ابوالفضل زيارت خوا كې رامنځ ته شو له لاسه وركړل.

دغه زامن يې سنګر او عزت الله نومېدل.

سنګر ۱۸ کلن زلمکی و او عزت الله ۲۰ کلن، دغه دوه وړونو هلته يوه كراچۍ لرله چې پيركي او سمبوسې يې په کې پلورل او له دې لارې يې خپلې كورنۍ ته نفقه برابروله.

د دغو دوو زلميانو غم لا د بي بي حوا پر زړه تازه و چې مشر زوى يې نعمت الله چې د ملي اردو افسر و، په يوه ځانمرګي بريد كې چې په لوګر ولايت كې وشو له دې نړۍ سترګې پټې كړې او يو بل داغ يې د خپلې درديدلې مور، ځوانې مېرمنې او دوو ماشومانو په زړونو كې پرېښود.

Image caption بي بي حوا د حويلۍ په انګړ كې د خلکو هغه جامې وینځي چې په بدل کې ورته مزد ورکول کېږي

د نعمت الله مېرمن مېندواره وه، دې مېرمنې د خپل خاوند مرګ ونه شو زغملى او خپل ماشوم يې له لاسه وركړ.

بي بي حوا چې په سترګو كې يې اوښكې ډنډ شوې وې او د ژوند د دوام لپاره يې هیله له لاسه وركړې، وویل "مخكې له دې چې زامن او خاوند مې په ځانمرګو بریدونو كې ووژل شي، ډېر ښه ژوند مو لاره، زامن مې زلميان شوي وو او هغه وخت رارسيدلى و چې زه يې تر سيوري لاندې كښېنم خو د دې خاورې دښمنانو زما زامن راته ووژل او زه يې د تل لپاره د غم پر ټغر كښينولم"

بي بي حوا د زامنو په يادولو وځورېدله، ستونى يې ډك شو او له سترګو يې اوښكې تويې شوې، نا څاپه له خپل ځايه پاڅېده او د هغې المارۍ په لور پر حركت شوه چې د خونې په بره خوا كې وه.

د زامنو عكسونه يې راوړل او په خپل ټیكري یې چې څو ځايه پيوند شوى و، ګردونه يې ترې پاك كړل.

Image caption ورته مې وویل سنګر او عزت الله جانه نن مې زړه كې ډول ډول خبرې ګرځي كاشكې لاړ نه شئ

"سنګر د ژوند په اتلسم پسرلي كې ګام ايښى و او عزت الله مې ۲۰ كلن شوى وو، دواړو وروڼو يو ځاى كار كاوه، يوه يې سمبوسې او بل يې پيركي خرڅول، ښه مې په ياديږي، د هماغې ورځې په سهار مې زړه په کوګل كې نه و، دسترخوان مې وغوړاوه، سهارنۍ مې ورته جوړه كړې وه، زړه مې پر ځاى نه و، ورته مې مخه كړه:

''سنګر او عزت الله جانه نن مې زړه كې ډول ډول خبرې ګرځي كاشكې لاړ نه شئ، سنګر وار د مخه كړ او ويې ويل "نن د عاشورا ورځ ده ښه ګڼه ګوڼه به وي، ښه غريبي به وكړو"

بي بي حوا چې له دې کېسې ډېره ځورېدله وویل، د ورځې درې بجې وې چې ټيليفون راته وشو، راته یې وویل چې عزت الله او سنګر شهيدان شوي دي، د دې خبر له اوريدو وروسته مې ځمكه تر پښو لاندې وښويده، داسې شوم چې ګومان مې كاوه آسمان به راباندې پريوځي، په منډه مې ځان څلور سوه بستریز روغتون ته ورساوه، هلته په ويترين كې د مړو او ټپيانو نومونه ځوړند وو، زما د زامنو نومونه د شهيدانو په لست كې وو، سر تور سر مې اسمان ته چیغه کړه...

د روغتون له رسمي كارونو وروسته یې د زامنو مړي راته وسپارل. عزت الله مې په خپلو وینو کې پټ و او سنګر په زړه لګېدلی و.

بوره موركۍ يوه شېبه چوپ شوه، د سترګو اوښكې يې په ټيكړي پاكې كړې، خوله يې وچه وه، خبرې يې سمې نه شوې كولى. وروسته یې خبره وغځوله:

''د سنګر د جنازې مراسم په چهلستون كې پر ځاى كړل او د عزت جنازه مو شيوه كي ته يوړه، د خاورې سپارنې او خيرات لپاره پېسې راسره نه وې، پور مې كړې او خپل ګلالي زامن مې خښ كړل، نور مې نو په ياد نه دي چې سترګې مې پرانیستې د روغتون په كټ پرته ومه."

بي بي حوا د خپلو زامنو عكسونه ښکلول او ويل يې "زامن مې ډېر ښايسته وو، خو له يوې نړۍ ارمانونو سره له دې دنيا لاړل".

بيا غلې شوه. سنګينې ورته اوبه راوړې:

'' د سنګر او عزت الله له مرګه وروسته رواني تكليف راته پيدا شو اوس هم ښه نه يمه، خو ناچاره يم د خپلو لمسيانو لپاره ژوند كوم. ''

Image caption بي بي حوا كاسې ټولولې په ژړا شوه "زما لمسيانو يوه ورځ هم په مړه خېټه ډوډۍ نه ده خوړلې".

دا د بي بي حوا وروستى غم نه و د سنګر او د عزت الله غمونو لا ځوروله چې د مشر زوى د مرګ خبر يې تر غوږو ورسېد او يو ځل بيا شين آسمان ورباندې وريځ شو.

نعمت د بي بي حوا مشر زوى د ملي اردو افسر و او نهه مياشتې وړاندې په يوه ځانمرګي بريد كې په لوګر ولايت كې ووژل شو.

بي بي حوا وايي "نعمت نهه مياشتې وړاندې ووژل شو، دوه غبرګې لوڼې او يو زوى ترې پاتې دي، د نعمت مېرمن جامې ګنډي او ما سره هم د خلكو د جامو په وینځلو كې مرسته كوي."

نعمت ۳۰ کلن و چې ووژل شو. د نوموړي یوه لور پریا نومېږي، هغه د خپلې كورنۍ لپاره ډېرې هيلې لري، په تيره بيا د خپلې انا بي بي حوا لپاره.

د بي بي هوا ټول ژوند اوس همدا ناوې ګانې او لمسيان دي، په احمدشاه بابا مېنه سيمه كې د شتمنو خلكو په كورنو كې كار كوي، کالي يې وينځي، کورونه يې جارو كوي او تشنابونه يې پاكوي. د دې ټول كار په بدل كې ۱۵۰ افغانۍ ترلاسه كوي، ګران بیه او كرايي كور یې ژود ور تريخ كړى.

نوموړې وايي "پېسې چې مې په لاس راځي تركاري اخلم، ځكه يو څه تر نورو خوړو ارزانه ده. مياشتې كېږي چې غوښه مو په نغري نه ده باندې كړې. زما او زما د كورنۍ د ۱۱ غړو خواړه پټاټې او بهرنۍ پاكټي وريژې دي چې له ایشوولو وروسته خورو ."

د ديګ بخار غږ خونه پر سر اخيستې وه؛ د بي بي حوا لمسيان نيم پټ نيم لغړ د خونې يوې خوا بلې خوا ته منډې وهلې او خوشالي يې كوله. ښايي دا خوښي د دې لپاره وه چې د غرمې ډوډۍ په تياريدو وه، د هر يوه سترګې په ديګ بخار ګنډل شوې وې.

بلاخره انتظار پاى وموند او دسترخوان وغوړول شو.

ټول سره راټول شول، بي بي حوا چې د لمسيانو لاسونه وينځل وويل " دا بهرنۍ پاكتي وريژې دي، يوه سوداګر راسره مرسته كړې وه. يو پاكټ يې پخوم او خپل لمسيان پرې راټولوم ."

ټول د ډوډۍ په خوړلوو بوخت شول؛ خو داسې ښكاريدل چې ماړه نه شول ځكه وريژې يې لږ وې او اوبه په كاسه كې ډنډ.

بي بي حوا كاسې ټولولې په ژړا شوه "زما لمسيانو يوه ورځ هم په مړه خېټه ډوډۍ نه ده خوړلې".