''پاکستان او امریکا پر اختلافاتو سربېره د خپلو اړیکو لارې پرانستې پرېږدي''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د روان کال لومړیو کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر پاکستان نیوکې وکړې

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه په یو مطلب کې لیکي پر پاکستان د پوځي مرستو له بندولو سره سره واشنګټن له اسلام آباد سره داسې اړیکې لري چې له یو بل نه جلا کېدای نه شي. ورځپاڼه لیکي له دې سره سره چې امریکا پاکستاني چارواکي تورن کړل چې دروغ وايي، د سخت دریځو ډلو په برخه کې یې تېر ایستلي دي او د امریکا د نظامي مرستو بندیدو پاکستاني چارواکي اندېښمن کړي خو مسله دلته پای ته نه رسېږي.

واشنګټن پوسټ د څېړونکو له نظره لیکي د دواړو هېوادونو ژورې همکارۍ به د هغو اختلافاتو سربېره چې د پخلاینې نه دي، روانې وي او دا به د دې لامل وي چې د دواړو هېوادونو اړیکې پرې نه شي.

ورځپاڼه لیکي امریکا او پاکستان دواړه د سیمه ییزو ګواښونو په هکله خپل جلا لید لوري لري د بیلګې په توګه پاکستان هند ته په خپل ګاونډ کې د یوه خطرناک ښامار په نظر ګوري، خو واشنګټن یې خپل ستراتژیک متحد ګڼي.

یا هم پاکستان افغانستان ته د هند د نفوذ د مخنیوي په خاطر د ټوپ کولو د یوې تختې په نظر ګوري او واشنګټن یې د خطرناکو ډلو پرضد د جګړې سیمه بولي.

واشنګټن پوسټ د یوه څیړونکې له نظره لیکي چې په ټوله کې پاکستان او امریکا پر اختلافاتو سربېره د خپلو اړیکو لارې پرانستې پرېږدي.

ګلف ټوډې:

په عربي اماراتو کې چاپیدونکې ګلف ټوډی ورځپاڼه بیا په یو مطلب کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر خواجه اصف له قوله لیکي د اسلام آباد او واشنګټن اړیکې باید د افغانستان پر وضعیت سیوری و نه غوړوي.

د ښاغلي اصف په وینا پاکستان او امریکا باید پر دواړخیزو اړیکو پام ورټول کړي او یوازې د افغانستان د مسایلو له اړخه دې اړیکو ته ونه کتل شي.

د ګلف ټوډي د لیکنې له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو د اړیکو ترمنځ د ترنګلتیا په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل دا اړیکې رغېدونکې دي او په دې برخه کې باید شک ونه شي.

ګارډین:

لندن کې چاپېدونکې ګارډین ورځپاڼه لیکي د ملګرو ملتونو یو شمېر لوړ پوړي چارواکي د جنسي ځورونو د تورونو له امله تر تحقیقاتو لاندې دي او په دې لړ کې د افغانستان لپاره د خوړو د نړیوال سازمان د یوه چارواکي دنده هم ځنډول شوې ده او د ملګرو ملتونو د مرسته رسولو د یوې ادارې مرستیال نه تحقیقات کېږي.

ګارډین لیکي په ملګرو ملتونو کې چوپتیا خپره ده او مامورین یې د جنسي ځورونې په اړه نه غږېږي.

ټیلګراف:

هندۍ د ټیلګراف ورځپاڼه د ۱۹ کلنو نه د کم عمر کرېکټ لوبغاړو د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ د پرونۍ منځلوبې په هکله یو مطلب خپور کړی او لیکي افغان لوبغاړي عظمت الله عمرزي په ۲۳ توپونو ۶۶ منډې جوړې، ورو توپ اچوونکي مجیب ځدران او قیس احمد ښه توپ اچوونه وکړه او په پایله کې یې افغان لوبډلې د ۲۰۲ منډو په لوی توپیر د نړیوال جام د نیمه پایلوبې لپاره خپل نوم ثبت کړ.

ورځپاڼه لیکي چې د اسیا د اتلانو له ډلې عظمت الله عمرزي په ۶۶ منډو کې درې څلوریزې او اوه شپږیزې وهلې او په ټوله کې د افغان لوبغاړو لوبې وښودله چې دوی کولای شي چې د دوشنبې په ورځ په همدې لوبغالي کې له د استرالیا له لوبډلې سره چې درې ځلې یې دغه اتلولي ګټلې ده سیالي وکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ملالې یوسفزۍ ویلي، د ټرمپ په څېر کسان دې د خپلو لوڼو په اړه فکر وکړي

انډیپینډینټ:

د ټرمپ په څېر کسان دې د خپلو لوڼو په اړه فکر وکړي، دا په لندن کې د چاپیدونکې دې انډیپینډینټ ورخپاڼې د یو مطلب سرلیک دی او د نوبل جایزې د ګټوونکې ملاله یوسفزۍ له قوله لیکي د لوړو مقامونو خاوندان دې له ښځو سره د چلن په برخه کې د خپلو لوڼو او مېندو په اړه فکر وکړي.

دغې ورځپاڼې د ملالې یوسفزۍ یوه ویډیو هم خپره کړې چې په کې وايي ډېره ناهیلي کېږي چې د لوړو مقامونو خاوندان په څرګنده د ښځو پرضد خبرې کوي، ښځې مساوي نه ګڼي او ښځې ځوروي.

په خپره شوې ویډیو کې ملاله یوسفزۍ هیله څرګندوي چې ښځې د دغسې کړنو پرضد ودرېږي او هغه نارینه چې د دې په وینا دغسې له شرم ډکې کړنې کوي د خپلو لوڼو، مېندو او نژدي ښځینه عزیزانو په هکله فکر وکړي.