''په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هندو خپله سرمقاله د افغانستان حالاتو ته ځانګړې کړې او د کابل د وروستیو بریدونو په اړه یې لیکلي

لاس آنجلس تایمز:

د امریکا د دفاع وزارت پتنګان د سیګار ادارې تر شکایت وروسته پرون د افغانستان د هغو سیمو په اړه مالومات خپاره کړل چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دي. د ورځپاڼې په لیکنه دا مالومات په ګوته کوي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شوی.

د دغو مالوماتو له مخې د هېواد په سلو کې ۳۰ برخو کې جګړه روانه ده. او یاغیان د هېواد په سلو کې ۱۴ سلنه کنترولوي.

د پنتګان د مالوماتو له مخې د افغانستان ۶۰ سلنه وګړي په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د مرکزي حکومت تر واکمنۍ لاندې دي او دا د تېر کال په پرتله پنځه فیصده کموالی ښيي.

د انځور حقوق Getty Images

د ورځپاڼې په لیکنه دا شمېرې تر هغه وروسته مخې ته راځي چې سیګار یا د افغانستان پر بیا رغونه د څار ادارې شکایت وکړ چې د امریکا د دفاع وزارت اجازه نه ورکوي داسې مالومات خپاره کړي چې په سلو کې څومره برخه د طالبانو په ولکه کې ده.

د هندو:

خپله سرمقاله د افغانستان حالاتو ته ځانګړې کړې او د کابل د وروستیو بریدونو په اړه یې لیکلي چې طالب وسله وال او داعش د سولې ساتنې په برخه کې د حکومت کمزوري په ګوته کړه. د ورځپاڼې په لیکنه، اورپکو په لسو ورځو کې څلور بریدونه وکړل او په دې توګه یې افغان دولت او نړیوالو ته ښکاره او زورور پیغام ورساوه.

درې بریدونه په کابل کې او یو په جلال اباد کې چې د ددو بریدونو پړه طالبانو او د دوو داعش منلې ده. ورځپاڼه کاږي چې سره له دې چې د داعش او طالبانو تر منځ اختلافات شته خو په یوه شي کې سره ګډ دي اوهغه داچې څنګه افغان حکومت ته ستونزې او لانجې ور مخې ته کړي.

ورځپاڼه زیاتوي امریکا د مسلې په پوځي حل ټينګار کوي په داسې حال کې چې افغان حکومت په فساد او خپل منځيو اختلافونو کې بند دی نو د ستونزو د حل لپاره پوره وړتیا نه لري. او د ورځپاڼې په لیکنه دا حالت د طالبانو په ګټه تمامېږي.

د انځور حقوق Getty Images

فایننشال تریبیون: ( تهران چاپ)

دې ورځپاڼې د ایران د مذهبي مشر ایت الله خامنه یي خبرې مهمې بللې دي چې په امریکا یې تور پورې کړی چې په افغانستان کې د داعش مشري کوي چې په دې هيواد کې خپل شته والي ته برائت ورکړي.

ایراني مشر په افغانستان کې وروستیو بریدونو ته اشاره کړې او وايي چې امریکا غواړي افغانستان ته هغه ډلې ور ننباسي چې له داعش سره اړیکي لري، د نوموړي په وینا امریکا غواړي د اسرایلو لپاره یو امنیتي چتر جوړ کړي.

ایراني مشر په عین مهال کې ویلي هغه ترهګر چې د امریکا ملاتړ ورسره دی د شعیه او سني دواړو پر ضد جنګېږي.