ورځپاڼو ته کتنه: له پاکستان سره د خلیلزاد چلن ټرمپ کمزوری کوي

خلیلزاد د انځور حقوق Getty Images
Image caption لیکوال په دې نظر دی چې له پاکستان سره د امریکایي استازي زلمي خلیلزاد چلن ټرمپ کمزوری کوي.

واشنګټن ایګزامنر مجله لیکي چې په یوه غونډه کې د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمد الله محب د ګډون له امله د ا مریکايي پلاوي نه ګډون د خندا وړ دی، ځکه څنګه د منلو ده چې د امریکا استازي له دا سې چا سره مخامخ کښېني چې زرګونه امریکايي سرتېري یې وژلي، خو له داسې چار سره خبرې نه کوي چې د امریکا په دریځونو کې یې پر دا ډول تناقض نیوکه کړې ده.

لیکوال په دې نظر دی چې له پاکستان سره د امریکایي استازي زلمي خلیلزاد چلن ټرمپ کمزوری کوي، خو د پاکستان او طالبانو دریځ پیاوړی کوي. لیکوال وايي، د زلمي خلیلزاد له خوا د سولې روانې هڅې په افغانستان کې دننه تر نیوکو لاندې دي چې د نیوکه کوونکو په نظر دا ډول هڅې طالبان پیاوړي کوي.

د انځور حقوق Getty Images

لیکوال وايي، سپینه خبره داده چې پاکستان د ترهګرۍ ملاتړی دی، که د پاکستان ملاتړ نه وي د طالبانو او وسله والو مخالفت به نه وي. پاکستان اسامه بن لادن ته د ځای ورکولو او په هند کې د بریدونو سزا هم و نه لیدله.

د دې مطلب لیکوال د پاکستان پر وړاندې د امریکا پر دریځ نیوکه کوي او زیاتوي چې د سولې لپاره د ټرمپ د ادارې بیړه پاکستان داسې پياوړی کړ چې په خپله پاکستان یې هم فکر نه کاوه.

پاکستان پر طالبانو خپل نفوذ له محاسبې د ځان خلاصولو لپاره وکاراوه او اوس د پاکستان غوښتنې نورې هم زیاتې شوې چې افغان حکومت دې څنډې ته کړل شي، د طالبانو په ګډون موقت حکومت دې جوړ شي او ټاکنې دې هم له پامه وغورځول شي.

ورځپاڼو ته کتنه: افغان جګړه مه اوږدوئ لنډه یې کړئ

ورځپاڼو ته کتنه: د طالبانو پر ژمنو باور مه کوئ

لیکوال وايي، جګړه یوازې له طالبانو د پاکستان د ملاتړ په پای ته رسېدو ختمیدای شي، خو د خلیلزاد له روانو هڅو داسې ښکاري چې امریکا دې د سولې لپاره هیڅ هم نه کوي بلکې ترهګرو ته د ۱۷ کلنې ترهګرۍ بدله ورکوي.

له لندنه خپریدونکې ورځپاڼې الشرق الاوسط لیکلي د امریکا پوځ داسې بې پیلوټه الوتکه ازمايي چې له لرګي جوړیږي او یوازې د یوه ځل لپاره کارول کېږي. دا الوتکې به په اوږد واټن کې د لوژستیکي موادو د لېږدولو لپاره کارول کېږي.

ورځپاڼه لیکي دا ډول الوتکه ازمایل شوي ده او وروسته له هغه چې تصدیق شي بیا به یې د کارولو لپاره جوړه کړې، خو دا ډول الوتکه ډیر ارزانه تمامیږي یانې یوازې یو څو سوه ډالره لګښت لري.

د انځور حقوق EPA
Image caption ورځپاڼه کاږي پاکستان پر طالبانو خپل نفوذ له محاسبې د ځان خلاصولو لپاره وکاراوه او اوس د پاکستان غوښتنې نورې هم زیاتې شوې

فاینانشل ټایمز ورځپاڼې په افریقا لویه وچه کې د چین د لویو پروژو په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکي چې د نړۍ پام په افریقا کې د چین لویو پروژو ته اوښتی خو کوچني چینايي سوداګر او پانګه وال په افریقا کې فعالیت کوي چې د چین لوی هدف تر لاسه کولو لپاره هڅې کوي.

ورځپاڼه لیکي د دې سواګرو او پانګه والو شمېر شاوخوا یومیلیونو ته رسېږي. د دې سوداګرو پر مټ لس زره پروژې تر کار لاندې دي چې تر ټولو ډېرې په نایجریا او مالاوي کې دي او چین له دې لارې میلیاردونه ډالره تر لاسه کوي. د دې پروژو ۸۹ سلنه کارکوونکي افریقايي وګړي دي.

اړونده مطالب