که له طالبانو د پوښتنې موقع ومومئ څه به ترې پوښتئ ؟

افغان حکومت او نړيواله ټولنه په هڅه بوخته ده چې په افغانستان کې جگړې ته د پاى ټکى کيږدي .

افغان حکومت اعلان کړى چې دوى به د اپريل په مياشت کې د سولې جرگه وربولي چې د روغې جوړې او په هيواد کې د سولې د راستنيدا لپاره پر ميکانيزم او کاري چوکاټ خبرې وکړي .

تر اوسه کابل او نړيوالې ټولنې ويلي چې طالبان بايد له تاوتريخوالي لاس واخلي، له اقلاعدې سره خپل اړيکي وشکوي او د افغانستان اساسي قانون ومني .

طالبانو تر اوسه دا هر څه رد کړي او له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي .

بي بي سي له عادي افغانانو غواړي چې که دا موقع ومومي چې له طالبانو کومه پوښتنه وکړي نو دغه سوال به يې د څه وي ؟

تاسو به له طالبانو کومه پوښتنه وپوښتئ ؟

لطفآ خپلې پوښتنې موږ ته په برېښناليک يا د موبايل يا گرځنده تيلې فون د ليکلي پيغام يا ايس ايم ايس له لارې راوليږئ .

د برېښناليک پته مو ده : Pashto@bbc.co.uk

د ايس ايم ايس لپاره مو شميره دا ده: 00447786208888

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .