خيبر پښتونخوا غوره نوم دى ؟

له يوې خوا زه خوشاله یم، چې دا انوم بدل شو، خو له بل پلوه زه ډېر په غصه یم چې ANP ولې دا نوم ومانه ، هغوی نه شي کولی چې پښتانه د دویم ځل لپاره ووېشي، ځکه چې پښتانه به يوه واحده مېنه ولري، که چېرې تاسو دې سيمې ته خيبرپښتونخوا واياست، نو خلک به په کوټه کې خپلې مېنې ته بولان پښتونخوا وايي.

فیصل رحیم، له هالنډه

د پاکستان د پارلمان يوې گډې کمېټې د سرحد ايالت نوم په خيبر پښتونخوا بدل کړ .

اوس به د پاکستاني پارلمان گډه ناسته په دغه وړانديز غور کوي او شايد ژر يې ومني .

د پاکستان د ولسي جرگې او مشرانو جرگې له خوا تر منلو وروسته به د سرحد ايالت نوم رسمآ خيبر پښتونخوا شي .

د پارلمان د گډې کمېټې له پريکړې وروسته له خيبره تر کراچۍ مېشتو پښتنو خوښي وکړه او دا يې يوه مخکينۍ هيله او غوښتنه وبلله.

د پاکستان نور ايالتونه د هغو سيمو د اسيدونکو په نامۀ دي خو د پښتنو ايالت ته يې د سرحد نوم ورکړى و .

خالي نوم کافي نه دى پښتنو ته دې نور حق ورکړل شي .

افتاب خان له سوابۍ نه

د پاکستان ملت پالو پښتنو گوندونو له ډيرو کلونو راهيسته دا غوښتنه درلوده چې د سرحد نوم دې بدل شي .

نشنل عوامي گوند په ټاکنو کې تر برخې اخيستو وړاندې ژمنه کړې وه چې د سرحد نوم به بدلوي .

د پيپلز گوند مشر او د پاکستان اوسني ولسمشر اصف علي زرداري هم ژمنه کړې وه چې د سرحد نوم به بدلوي .

په اسلام اباد کې د سرحد ايالت په نامۀ رسمي دولتي ودانۍ واردمخه د پښتونخوا په نامۀ وه او ولسمشر زرداري يو نيم ځل په خپلو ويناو کې هم دغه سيمه پښتونخوا بللې وه.

تر څو چې ټولو پښتنو ته په يو نوم يوه سيمه ورنه کړل شي د پښتنو سره به نا انصافي روانه وي .

رشيد يوسفزى له بونير نه

خو که اوس د پاکستان د پارلمان گډه غونډه رايه ورکړي او د سرحد نوم خيبر پښتونخوا کړي نو په رسمياتو کې به هم د دغې سيمې نوم بدل شي .

ستاسو په گومان د خيبر پښتونخوا نوم غوره دى ؟

ايا نوم کومه مانا هم لري ؟

ستاسوځينې نظرونه

شکرالله

ډېر د خوشحالۍ ځای دی چې د سرحد ايالت نوم په خيبر پښتونخوا بدل شو.

په پاكستان كې پښتنو قومونو ته له ډېرې مودې وروسته دا اعزاز حاصل شو او دوی ته شناخت ورکړل شو.

زما په اند که له دې نومه خيبر لري شوی وای ښه به و، او دا هم د پاکستان د دولت يو چل دی .

نعمت الله بابکر خېل

زه به صرف دومره ووايم چې يوازې په نوم بدلولو باندې بايد و نه غولېږو، الله پاک دې پکې برکت واچوي ، چې په دې کې به د غربيانو نور کوم پلانونه وي.

س،س- ابوظبۍ، متحده عرب امارات

په خيبر پښتونخوا باندې د صوبه سرحد د نوم پر بدلون بايد موږ خوشاله نه شو ځکه چې ،پښتانه پخپله تباه دي.

لومړی بايد پښتون ولس علم ترلاسه کړي او تر هغه وروسته کولای شي چې له نورو څخه خپل ټول روا حقونه واخلي .

فاروق عبدالله، مسکو

زما په اند د خيبر پښتونخوا نوم چې پښتونخوا وای نو ډېر ښه به وای.

خو په دې کې هم د پنجاب يو چل ښکاري.

مسلم خان – مومند ايجنسي

دا سیاسي ليډرانو ټول دروغ وايي دوی د پښتونخوا فکر نه کوي دوی ته قبايل پښتانه نه ښکاري، هغوی ته هم په دې کې حصه ورکول په کار وو، ځکه چې قبايل د دهشت ګردۍ ښکار دي. پښتونخوا صوبه پکار ده خيبر پښتونخوا نه ده په کار .

شېرزاد بشير احمد- بلجیم

زه او زما ټول ملګري د خيبر پښتونخوا د ازادۍ مبارکي وايو ، الله دې وکړي چې له دې نوم سره نور په پښتنو کې امن راشي او نورې دا پښتنو وينې تويې نه شي.

حامد شيرزی- لندن

زه فکر کوم که چيرې دوی په پښتونخوا ټينګار کړی وای نو پښتنو ته به خپل نوم هېڅکله نه ورکړ شوی، خيبر هم د پښتنو دی او تر بولان نورې سيمې هم د پښتنو دي، نو خيبر پښتنونخوا نوم د خير د وخت سره به خيبر ترې ليرې شي او صرف پښتونخوا به ورته ويل کېږي. زه ټولو پښتنو ته د زړه له کومي مبارکي وایم .

نويد شينواری – روسیه قفقاز

زه خو ډير خوښ وم چې يو د دري غوره نومونو به صوبې ته وركول كيږي ځګه دا د پښتنو حق دي چې خپلې خاورې ته خپله نوم وټاكي خو دا كار ونه شو او د نوم سره يوه قلمه ور زياته شوه چې رنګ او خوند اوبو يوړ چې او په دې نوم سره يې لر او بر سره جدا كړل . اوس نو بايد د دې قانون په چوكاټ كې د نورو صوپو نومونه دې هم بدل شي پنجاب دې كراچي پنجاب شي او داسي نور . نور بايد پښتانه را ويښ شي اول خو خپل نومونه بدل كړي ځكه نومونه هم د پنجاب په ځان ايښی.

ذاکرالله شینواری- کابل

اول زه نیکې هیلې اوخپل د مینې نه ډک سلامونه ټولو پښتنو ته وړاندې کوم محترمو پښتنو وروڼو زما نظر دا دی چې دا یو لوی گام دی چې سرته ورسېده خیر دی دا بازي ورونه دی صبر وکه انشاالله هرڅه به وشي خو وخت ورته په کار دی. د صبر مېوه خوږه وي.

احمد رامين دولتزی- کابل

خیبر پښتونخوړا د دغې صوبې ښه نوم دی، ټولو پښتنو قومونو ته دې میارک وي خدای (ج) دې دا ښایسته نوم په ټول پښتانه قوم پورې بختور کړي اوپه نړۍ کې دې خدای (ج) بېرته د خپلو ټولو پښتنې دودونو سر راڅرګند کړي.

روح الله - بغلان دند غوري

په نوم کله غيرت له چا څرگند شي په عمل کې توره ډال د اکبر غواړي

مستک خان (ځاځی) د پکتیا له مرکزگردیزڅخه .

د دیورند د کرښې پورې غاړې د سرحدایالات د نوم د بدلولوله امله د زړه له تله ټول پښتون قوم مبارکي وايم خدای(ج) دې وکړۍ چې د نوم له بدلولوسره د پښتون قوم ټول اړخونه مثبت بدلون ومومۍ .

زماپه شخصۍ نظرنور په نوم بایدهغه و دغه ونه لټوو د نشته نه دغه هم ډېرښه دی .

خوشال ثبات مسکو

زه داسې فکر کوم چې پدې کې د پاکستان د دولت کوم پټ مخفي پلان دی، غواړي چې د پښتنو په مېنځ کې د نفاق لړۍ اوږده وساتي دوی پدې پوهېږي,چې په منطقي باندې د پښتونستان نوم په کښېښودلوسره د پښتنو مېنځ کې اتفاق او اتحاد پیداکېږي٠خو پنجابي حکومت هرګېز دا نه غواړي چې پښتانه دې متحده شي٠د خېبر پښتونخوا نوم مشخصه معنی لري٠يعنې د خيبر د پښتنو منطقه٠په پښتونستان کې ډېرې تارېخې او مېړانې ډکې سيمې نورې هم شته چې د يادونې وړ دي.


نهضت الله نورزی- روسیه

دا کار ستایو او خدای پاک دې موفقیت ورکړي.

ډېر د خوشالۍ ځای دی چې د لمړي ځل لپاره پښتون ولس ته په خپله پلارنۍ خاوره کې د ځان د نوم د اخيستلو اجازه ورکوله کیږي . د دې نوم لپاره پښتنو کلونه کلونه مبارزه کړې ده.

پيرمحمد مومند، له جرمني څخه

سپوږمۍ - هالنډ

پښتونخوا نوم صحیح دی ، نه خيبر پښتونخو، الله دې ټولو پښتنو ته همت په نصيب کړي، چې انسانیت، پښتو او افغانیت ته خدمت وکړي، ژوندي دې وي لروبر پښتون افغان او انسانیت او اسلامیت .

سراج الدین شیرزاد کابل- افغانستان

زما په اند دا ډېر ښه نوم دی الله تعالی دې پښتنو ته نور هم توفیق ورکړي چې د پښتو او پښتنو د پرمختگ لپاره کار وکړي. دا نوم ډېر ښه خو که چېرته پښتونستان وای لا به ښه وو

فرهاد- لښکرګاه- هلمند

ننني پښتانه نوم نه بلکې حق غواړي دانه ده مهمه چې د سرحد ایالت دې خیبر پښتونخوا شي .مهمه داده چې د پاکستان حکومت پښتنو ته د يوه قوي او ځواکمن قوم په سترګه وګوري نه دا چې په يوه او بل نامه يژ وغولوي که د سرحد ایالت خيبر پښتونخوا شي. ايا د پاکستان د ISI غړي به هم دې ته د پښتنو د ځالې په حیث درناوی وکړي او که د دوی په وینا د تروريستانو ځاله به جلاکړي.

عبدالسمیع - کابل

د صوبه سرحد نوم په خېبر پښتونخوا اوښتل يو ښه خبر دی ، خو کاشکې چې ترهمدې نام لاندې ټول پښتانه وای ، په هرحال ملتپاله پښتنو سياستوالو نه زما يوه هيله داده چې خپلو ماشومانو ته په مورنۍ ژبه د زده کړي شرايط هم چمتو کړئ.

اختر پسرلی، له دوبۍ څخه

زما په اند دا هلې ځلې چې روانې وي چې د صوبه سرحد نوم د بدل کړای شي د يو هیښ ملت څرګندوي ده ، خو دا چې مرکب نوم غوره کړایشو پدې کې د پښتو ضد سیاسی کړیو لاس ضرور شته ده، ځکه چې هغو نه غوښتل چې یو نوم د غوره شي ، که چېرته دلیل دا وه چې په پښتونخوا کې له پښتنو پرته نور لږکي هم شته نو په پنجاب او سند کې هم لږکي شته او په نوره دنیا کې هم داسې ډیر مثالونه شته دی چې هلته د ځای نوم د ډیر میشته قوم په نوم دی. خو پدې کې ضرور پنجابی لاس شته ده خدای د خلقو ګوند ته نور توان هم ورکړي چې دا نوم نور هم ښکلی کړي.

ظفر خان- پل علم\ لوګر

زما په اند تر ټولو ښه نوم به ددېسيمې لپاره پښتونستان وي، خو دا چې سرحد په خيبر پښتونخواه بدليږي داهم ښه خبره ده، زما پيغام د لر او بر پښتانه مشرانو ،سياست والو او خصوصاً ديني علماووته دا دی چې د امکان په صورت کې د خپل قام لپاره هرڅه وکړي. دا خبره صحيح نه بولم چې يوازې په نوم هېڅ شی نه شي کېدای ، اهسته اهسته به داسې کوم څوک بل کار وکړي بل به بل وکړي او بالاخره به ډير څه وشي، د ټولو شيانو په يووار بدلون خو انقلاب غواړي او انقلاب په اوسنيو شرايطو کي پښتانه ځکه نه شي کولي چې د پوهې کچه ډېره ټيټه ده.

داكترمحمدسرورفيروزي - كندهار

خيبر پښتونخوا پرځای نوم دی ټول پښتنو ته ددې نوم له امله مباركي وايم خدای (ج) دې وكړي چې نورهم پښتو ژبې ته په ښوونځيو كې خدمت وكړي.

نصرالله- کندهار

زما په نظر په موجوده حالاتو کې دا يو غوره نوم ځکه کيدای شي چي د پښتونخوا په نوم سره به په پاکستان کې مېشت نور پښتانه د سرنوشت له مشکل سره مخ شي. د بلوچستان د پښتنو لپاره چې اوس ورته جنوبي پښتونخوا ويل کيږي د وخت په تيريدو سره بايد د هغوی ايالت د بولان پښتونخوا، د اټک ميانوالې پښتنه سيمه د اباسين پښتونخوا او د قبايل منځنۍ پښتونخوا. نو په دي ډول به په اينده کي د پښتنو يووالي ممکن وي. يعنې يوازې د سرحد له پاره دا نوم تر هرڅه غوره بللي شو.

ډاکټرعبدالخالق اخنذاده- دجنګ په سیمه کې

کوم نوم چې باچا خان بابا خوش کړی وو په هغه کې دا خیبر نه وو یوازې پښتونخوا وو،خو د خیبر لکۍ د پښتونخوا په نامه پورې پنجابیانو په دې وتړله چې پښتنو ته دا احساس ورکړي چې پښتون که هر څومره قربانۍ ورکړي لا هم پاکستا ني کیدای نشي . اوس هم په پاکستان کی او يا فیصده پښتانه هېڅ نوم نه لري او هغوی ته نوم ګټل به نور ۱۴۰ کاله ونيسي او بلوچان به په ۲۰ کاله خپل آزاد وطن ولري .هنوز دهلی دور است. اوس دی باید خیبر او مربوطه فاټا سيمې او ګلګت بلتستان دې په پښتونخوا ورګډ کړای شي ولې چې نوم خیبر پښتونخوا دی .د کوټې او مربوطه پښتنې سیمې ته دې د بولان پښتونخوا نوم ورکړل شي او د میانوالې اواټک پښتنې سیمې ته دې د مرکزي پښتونخوا نوم ورکړل شي او ټولو ته دې د پښتونستان ورکړل شي.سرلوړي دې وې فخر افغان.

يو ځل بيا مننه- وس به د كوټې نوم بدلول غواړي - چې نوم به يې پښتونستان وي انشاءالله .

حکيم ترين، له شارجې څخه

ضابط - گردیز تیره حیات خیل

زما پیغام دادی چی صرف باید پښتونخوا وي ځکه چې د خیبر پښتونخوا سره بیا په پښتنو کې جداوالی راځي.

پښتانه صرف نوم ته خوشحال دي نورو کارونو ته نه کيږي، هرڅوک ورسره زیاتی کوي او بل دا چې داخیبر ورسره هسې راغلی صرف پښتونخوا ښه نوم دی اوبل داچې دا د خان غفارخان ارمان وو.

اکبرخان احمدزی، له کابله

عبدالهادی- کابل

د خوشحالۍ خبره ده چې نوم بدل او رييتينې پېژندګلوي وشوه خو اصل مسله د پشتنو په منطقه د جنګ او بدبختیو پای ته رسول دي او مهمه خبره داده چې پښتانه هم د نورو قومونو په شان سوچ او فکرنه کار واخلي ولې چې پښتانه همېشه په جنګ کې بوخت دي او ځان ته باتور وايي خو اصل باتور هغه خوک دی چې د ځان لپاره کار وکړي خپل اولاد په تعلیم سمبال کړي او ځان د نورو سره سیال کړي نه دا چې همېشه بل ته محتاج وي او هغوی پرې باداري کوي او په دې نوم يې دوکه کوي چې تاسې باتور قوم يېژ او موږ هم په دې خوشحاله يو او ټول عمر مو په جنګ کې تېر شو خو چېرته مو دا سوچ ونه کړ چې هغه څوک چې موږ ته وايې ولې پخپله دا باتوري نه کوي چې پښتنو ته دا لقب ورکوي ايا باتوري په جنګ د ورور په وژنه او د خپل قوم په تباهۍ کې ده نو اوس هم سر وخت دې چې پښتانه سوچ او فکر نه کار واخلي او ددغې غلامۍ نه بچ شي چې همېشه موږ دوکه کوي يو عمري غلامي یعنې جنګ بدبختي او تباهي را په برخه کړې ده.

جاوید نوریوال- دالاس- امريکا

خیبر پښتونخوا زما په اند ډېر غوره نوم دی، د سر حد ایالت د د نوم بدلون له ډیرې مودې راهېسې د کوزې او برې پښتونخوا په زړونو کې ګرمه هيله وه، اول خو دا ګام ډېر د ستایلو دی دوهم داچې د پښتنو لپاره په سرحد ایالت کې د پښتونخوا نوم کفایت نه کوي بلکې د دې سره سره چې کوم متعلقه حقوق دي او امتیازات دي باید ټول پښتانه په مساويانه ډول له هغې نه برخمن شي، پښتونخوا له ډېر پخوانه پښتونخوا وه او دابه تل پښتنه مېنه وي او پښتو به پکې ژوندي وي خو هلته د ځای پښتنو ووڼو سياسي، ټولنيز او اقتصادي حقوق باید تامين شي.

اکبر خان احمدزی- کابل

سلامونه پښتانه صرف نوم ته خوشحال دي نورو کارونو ته نه کيږي، هرڅوک ورسره زیاتی کوي او بل دا چې داخیبر ورسره هسې راغلی صرف پښتونخوا ښه نوم دی اوبل داچې دا د خان غفارخان ارمان وو.

عاصم جان- سوات

په سرو وينو د لامبولو نه پس د پښتنو لپاره د ورانۍ ويجاړۍ خيبر پښتونخوا نوم نه د قبلو پښتانه پښتنو او ازاد پښتونستان غواړي.

فیصل رحیم- هالنډ

له يوې خوا زه خوشاله یم، چې دا انوم بدل شو، خو له بل پلوه زه ډېر په غصه یم چې ANP ولې دا نوم ومانه ، هغوی نه شي کولی چې پښتانه د دویم ځل لپاره ووېشي، ځکه چې پښتانه به يوه واحده مېنه ولري، که چېرې تاسو دې سيمې ته خيبرپښتونخوا واياست، نو خلک به په کوټه کې خپلې مېنې ته بولان پښتونخوا وايي.

اخترپسرلی- دوبۍ

د صوبه سرحد نوم په خېبر پښتونخوا اوښتل يو ښه خبر دی ، خو کاشکې چې ترهمدې نام لاندې ټول پښتانه وای ، په هرحال ملتپاله پښتنو سياستوالو نه زما يوه هيله داده چې خپلو ماشومانو ته په مورنۍ ژبه د زده کړي شرايط هم چمتو کړئ ٠

رحمت الله رحیمي - سیدکرم، پکتيا

زه اول ټولو پښتنو ته مبارکيوایم او هیله مندیم چېټول لراوبر پښتانه وروڼه سر یو ځای په پوره قوت سره د خپلې ژبې لپاره کار وکړي . د پښتونخوا په هکله به دومره ووایم کله چه زه په پیښور کې په پو ښوونځي کې وم نو زموږه ښوونځي ته يوه نوې ښوونکې راغله او اول يې موږ ته دا وویل چې له ننه وروسته به په پښتو خبرې نه کوئ په انګريزي یا په اردو به خبرې کوئ چې موږ ورسره وه منله نو کله چه هېواد ته راستون شوم نو یواځينی څیز چې زه يې ځورولم زما په ګرانه ژبه سم نه پوهېدل وو نوراځئ چې سره یو شو او ژبې ته کاروکړو .

غیرت مومند - دوبۍ

ټولو پښتنو ته دې د خیبر پښتونخوا نوم مبارک وي، هیله ده چې د کوزې پښتنخوا پښتانه به اوس ویښ شوي وي چې خپل نور حقوق هم د پاکستان له حکومت څخه وغواړي.

پیرمحمد مومند - جرمني

ډېر د خوشالۍ ځای دی چې د لمړي ځل لپاره پښتون ولس ته په خپله پلارنۍ خاوره کې د ځان د نوم د اخيستلو اجازه ورکوله کیږي . د دې نوم لپاره پښتنو کلونه کلونه مبارزه کړې ده.

سپين غر- لندن

دغه ښه خبر ته ټول پښتانه د ډېر پخوا نه په انتظار وه اودغه ثمره د خدای بښلي پاچاخان هلې ځلې وې. اوس نو که خدای کول پښتو ژبه به په درسته پښتونخوا کې رسمي کیږي او د پښتو احساسات به نور هم راویښېږي تر څو دغه دافغانستان دوجود غړي بېرته وروګنډل شي.

دانه دزرداري اونه دبل چا کومه پيرزوینه ده بلکې دا دپښتنو لومړی حق وه چې پخپله توره یې تر لاسه کړ. اوس نو ددوهم حق اخیستلو په انتظاریو چه هغه هم همدومره قرباني غواړي. ټول پښتنوته دمبارک وي.

خواروزارپشتون- پونا هندوستان

زما په نظر په اول قدم کې پښتونستان بیا پښتو نخوا ښه نوم دی خیبردلته هېڅ معنی نه لري او له دې سره زما غوښتنه د پښتنو دقومي مشرانو ، رهبرانو ، دولتي کارمندانو ، طالبانو ، علماوو، پوځیانو څخه داده چې داد افغانستان او پاکستان ددواړو غاړو پښتنو دتباهۍ دمخنيوي لپاره دې یو مناسب پروگرام په کارواچوي ترڅو پشتانه نور له دې تباهۍ څخه خلاص شي .

که نه صرف نوم به څه گټه ولري داده معنی لري چې قبایل پښتانه یې صرف په نوم غلط کړي دي هغه دا چې تاسو یو ازاد قوم یاست، نور یې داقتصادي ،سیاسي او نوروگټو لپاره داور لمبو ته نيسي.

زه دمحترم پښتونیا ر صاحب نظر په سلو کې تاییدوم خدای دې پښتونیارصاحب ته توان ورکړي چې په عمل کې دپښتنو لپاره خدمت وکړي.

: حكيم ترين له شارجه څخه

پښين جنوبي پښتونخوا

يو ځل بيا مننه- وس به د كوټې نوم بدلول غواړي - چې نوم به يې پښتونستان وي انشاءالله

اکبرخان احمدزی- کابل

سلامونه پښتنو اومبارک شه دا نوی نوم خونوم کومه معنی نلري باید پښتوته کاروشي اوبل داچې نوم بایدپختونخوا شي (پختونخوا) ځکه چې دا دخان غفارخان غټ ارمان وو .

روح الله- پېښور

ډره د خو شحالۍ خبره ده چې د پېښور نوم بدل شو خو یو ه خبره بله کو م د عوامي نشینل پارټي ته چې یوې خبرې ته توجه وکړي په سکولونو کې هم د پښتو مضمون زیات کړي ځکه چې زموږ پښتو ډېره ګډه وډه ده بلکل ادبیات نه شته خیبر زموږ پښتو چینل دی خو که تاسې ددې کارکوونکو خبرې واورﺉ، او یا نیوز وگورﺉ نو د پښتو نه به مو زړه تور شي نیمه پختو وي نیم اردو وي نیم انگریزي وي، نو پکار ده موږ مشرانو ته ددې خبرې زیا ت خیا ل وساتي او پښتو ته خدمت او دا ښکلې ژبه زموږ له لاس نه لاړه نه شي.

لکه څنګه چی موږ له کوچنیوالي څخه د پښتونخوا نوم اورو او دې سره ټول پښتانه بلد شوي دي نو زما په اند به پښتونخوا غوره نوم وي . خیبر که د پښتونخوا سره یو ځای شي او که نه نشي خپل ځانته شهرت لري.

شهزاد خان صبري، له خوست نه

سیدمحمد محمدی - پکتیا - ګردېر

واقعآ دا د کوزې پښتونخوا لپاره لویه لاسته راوړنه ده او مبارکي ورته وایم ولې له ټولو پښتنو وروڼو څخه زما هیله ده چې د پښتنو لپاره دې ښوونځي او نورهغه څه چې دپو هې د لوړولو باعث ګرځي هڅې و کړي ترڅو راتلونکی نسل مو د پوهې په زیور وځلیږي او دنورو قومونو سره سیال شي او یواځې نوم باندې څه نه کیږي پاکستان دې پښتنو ته بڼسټیز حقونه ورکړي.

شهزادخان صبري له خوست نه

لکه څنګه چی موږ له کوچنیوالي څخه د پښتونخوا نوم اورو او دې سره ټول پښتانه بلد شوي دي نو زما په اند به پښتونخوا غوره نوم وي . خیبر که د پښتونخوا سره یو ځای شي او که نه نشي خپل ځانته شهرت لري.

ايمل احمدزی- کويټ

ټولو لرو او برو پښتنو ته دې مبارك وي د پښتونخوا نوم به ډېر ښه وي ځكه خيبر يوه سيمه ده چې د خيبر پر درې مختصره شوې ولې پختونخوا ډېره پراخه معنى لري فكر كوم پس پختونخوا به سمه وي مخكينې او ورستني ته يې حاجت نه و .

هجرت - هالنډ

پښتنو ته تل نورو نوموه ورکړی او دوی هم کله په ناپامی او کله له مجبوری ورځی منلی دي چې بدي پایلی یې بیا روسته څرګندي شوي دي. او دا ځل بيا همداسې وشول. دا اوسنی نوم یو جامع نوم ندي يواځی پښتونستان او یا پښتنونخوا نومونه دي چې ټولی سیمی په ځان کې رانغاړی

محمدالله- وینیتسیا اکراین

پښتانه د یوازی نوم ته مه خوشحالیږی څکه تر څو به افغانستان او پختونخوا کی پښتانه په پرادو لوست کوي.

د پاړه چينار يو ۹ کلن مهاجر ماشوم راته وويل نن زموږ سکول ته غټ غټ افسران راغلي ول او هر کلاس ته به تللو او ماشومانوته به يې ويل چې په سکول کې به پښتو نه واياست. ايا پښتنو سره ددې د مخنيوي علاج شته؟

ميرويس ساپی، له سټوکهالم څخه

پښتونيار، کابل

هغه متل دی چې پهلوان ژوندی خوشحال دی . پښتونخواه يعنې څه ؟ تش په نامه پښتون ؟ چېرته ده دپښتنو حقوق ،علم ،فرهنګ ،کلتور، ژبه، ملک ، پوهنتون، ښوونځی، نڼنورځ په پښتون ظلم کېږي ، وژل کېږي، له سلو کالو را په دې خوا بې سرنوشته دي، بې علمه وروزل شول، په پنځه زره کلن تا ريخ د پښتنو کې د پښتنو او د پښتو ژبې د وژلو بې سارې دوره ده .موږ لا هم نه پوهېږو د رب لپاره لږ را ويښ شۍ .

احمدزی

زه د خيبر پښتونخوا له نامه سره موافق نه یم .

ډاکټر عبيدي، بوداپست

۱۱۷ کاله په نوم پسې ورک ول، الله دې خير کړی چې نور به څه کېږي.

عبدالهادي هادي، کندهار

خيبر پښتونخوا ماته کوم نوم نه ښکاري، دا هسې په پښتون قوم ټوکې وهي، په کار وه چې نوم ورته پښتونستان ورکړل شي .

عطا محمد، له پکتيا څخه

زه د پښتنو په هر پرمختګ ډېر خوشحالیږم لکن په پاکستان کی د پښتنو د ولایت د نوم په اوښتولو پوښتنه پیداکېږي هغه دا چې ددې ولایت لپاره درې نمونه ټاکل شوی وه له هغوی نه ولې یو هم وه نه ټاکل شو او د خیبر کلمه هم پرې ور اضافه شوه.

نثار احمد عبرت، بغلان

پښتونخوا کافي دی او ورسره نور حقو نه په پام کې ونيول شي.

فرهاد یاوزي، کابل

موږ ډېر خوشاله يو چې پښتانه اخر خپل هدف ته ورسېدل (پښتونخوا)، ډېر خوښ په دې يو چې دا يوه بریا ده، او پښتانه بايد له دې بريا څخه د راتلونکي لپاره هم وهڅول شي، دوی بايد خپلې ژنبې او خپل راتلونکي نسل ته خدمت وکړي. زموږ ټولې دعاوې له پښتنو او پښتو سره دي.

نثار احمد عبرت ، بغلان

د پښتونخوا نوم کافی دی، خو پاکستان بايد په خپل هېواد کې د پښتنو نور حقونه هم ورکړي .

حبیب الله، پېښور

خيبر پښتونخوا مناسب نوم نه دی، ځکه چې د خيبر په زياتولو سره پښتانه په کوزه پښتونخوا کې تقسيم ته مخامخ کوي.

مياخېل، له امريکا نه

د صو به سرحد نوم بدلیدل خو یو ښه اقدام دی خو ددې نه علاوه نور کارونه ډېر اهم دي چې نېشنل ګوند یې باید ترسره کړي :

۱/ خپل ملت باید دپنجابیانو دظلم نه خلاص کړی

۲/باید خپل ملت هر قسمه اسانۍ ورکړي لکه دبجلۍ ، دخوراکي شیانو قیمت راټیټېدل، او دپختونخوا شتمنۍ په خپل واک کې راوستل او د افغانانو سره ښه سلوک کول.

مياخېل- امريکا

چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي چاویل چې په دریاب کې گوهر نشته

خيبر پښتونخوا مناسب نوم نه دی، ځکه چې د خيبر په زياتولو سره پښتانه په کوزه پښتونخوا کې تقسيم ته مخامخ کوي.

قاسم، کابل

اول زه د دی خوشحالی خبر و ټولو پښتنو ته مبارک وایم، بیا زما ویره داده چی دوی ولی پښتونخوا سره خیبر ور کډ کړ خو بیا هم ډیر د خوشحالی خبر دی. مننه د هغو پښتنو ځخه چی په دی لاره کی ډیری هڅی کړی.

لعل الدین " آریوبی "آریوب

چې غوټې پسې وهې په لاس به درشي

چاویل چې په دریاب کې گوهر نشته

عطا محمد، پکتيکا

خيبر پښتونخوا ماته کوم نوم نه ښکاري، دا هسې په پښتون قوم ټوکې وهي، په کار وه چې نوم ورته پښتونستان ورکړل شي .

ميرویس ساپی، سټوکهالم

ټولو پښتنو ته مبارکي وايم او غواړم يو سه تاسو سره شريک کړم، د پاړه چينار يو ۹ کلن مهاجر ماشوم راته وويل نن زموږ سکول ته غټ غټ افسران راغلي ول او هر کلاس ته به تللو او ماشومانوته به يې ويل چې په سکول کې به پښتو نه واياست. ايا پښتنو سره ددې د مخنيوي علاج شته؟

اظهار خان ، بونير خدوخيل نه

د نوم مساله خو حل شوه اوس مشرانو ته پکار دي چې د پښتو ژبې څه غم وخوري په سکولونو ( ښوونځيو) او مدرسو کې پښتو ژبه لازمي کړي او که داسې ونه شي نو زموږ پښتو به په اردو کې ورکه شي .

فضل الرحمن پېښور

دا ښه نوم دى څوک چې ورسره مخالف دي له پښتنو سره مخالف دي.

ضيا الرحمن لکه خيل پېښور

اسلاميه کالج

اسلامیه کالج

په نوم کې څه خبره نشته اصلي خبره دا ده چې د سرحد يا پښتونخوا له خلکو سره دې د نورو صوبو د خلکو په شان ښه سلوک وشي او حقوق دې پر ځاى شي .

ماجد هالنډ

ډير د خوشالۍ مقام دى چې د انگريزانو د غلامۍ د وخت نوم ورک شو او ښکلى د پښتنو نوم غوره شو .

شريف راشد له کراچۍ

که پښتونستان شي نو ډېره ښه ده ، که نه نو داهم سم ده . له سندیانو او بلوچانو سره به سیالي هم برابره شي ، خو د خیبر ټکي اړتیا نشته ، ځکه چې د خیبر په څېر ډېرې پراخې سیمې نورې هم شته . چې تشخیص به یې ناندرۍ رامنځ ته کړي . او نوم د اسلام او نړیوالو پوهانو له نظره ارزښت لري

محمد کبير له بنگلور هند نه

دا سيمه بايد پښتونخوا واى ځکه چې د ټولو پښتنو سيمه نه ده چې پښتونستان شي بلکې د ځينو پښتنو برخه يا خوا ده ، د خيبر تړل ورسره هيڅ مانا نه لري .

کامران ودير له کونړه

غوره نوم دى د پښتنو حق پاکستان ورکړ .

خوشال له نامعلومه ځايه

دا غټ بدلون دى او زۀ ډير خوشاله يم . خو زما په اند پښتانه تش د نومونو د بدلون لپاره خوښ دي خو لکه په افغانستان کې د پوهنتون نوم ته خوښ دي خو پښتو ژبه درک نه لري د پښتونخوا نوم ته خوښي هم تر هغو بې ځايه ده چې په ښوونځيو کې د اردو پر ځاى پښتو نه وي ، تش د نوم په ساتلو د پښتنو پېژندگلوي يا هويت نه ساتل کيږي .

عاصم خان له ملکنډ نه

خيبر پښتونخوا د ازاد پښتونستان په لور اولين گام دى

حکمت الله له هلمنده

ډير خوشاله يم چې د پښتنو د درې شپېته کلونو ارمان پوره شو ټولو خويندو وروڼو ته يې مبارکي وايم د احمد شاه بابا په خبره :

د ډيلي تخت هيرومه چې راياد کړم

زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه

اکبر له امريکا

زما په فکر دا يو ښه نظر دى ، دا کار بايد ډير پخوا شوى واى ، سرحد هيڅ مانا نه لرله ، زۀ د پاکستان د حکومت او پارلمان څخه مننه کوم چې دوى د پښتونخوا په سيمه کې د اوسيدونکو خلکو حقوق ومنل . زما په فکر پښتونستان لکه بلوچستان به غوره واى د خيبر اضافه کول هيڅ مانا نه لري .

حفيظ الله شينوارى له پېښوره

ټولو پښتنو ته دې مبارک وي ، خيبر چې يوه تاريخي سيمه ده په افغانستان او پښتونخوا دواړو کې پرته سيمه ده په دې نوم سره لر او بر پښتانه نور هم سره وتړل شول .

حبيب حميد احمدزى له اکسفورډ څخه

د پښتونخوا يا پښتونستان پر ځاى د خيبر پښتونخوا نوم ځکه غوره نه دى چې له دې نامۀ سره دوى د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته د پښتنو د جلا کولو هڅه کړې ده .

حارث ځاځى له لندنه

دا نوم مناسب نه دى بايد يو نوم واى پښتونخوا يا پښتونستان خو بيا هم دا د ټولو پښتنو د يوۀ خوب تعبير دى چې د سرحد نوم بدل شو . د دې صوبې نوم بدليدل لويه لاسته راوړنه ده بالاخر پښتنو خپله پېژندگلوي او تاريخي نوم پيدا کړ . زۀ د ملت پالو پښتنو گوندونو منندوى يم چې د دوى د هڅو له برکته دغه نوم ترلاسه شو .

گل له مزار شريف څخه

خيبر پښتونخوا مناسب نوم نه دى ، خيبر دې ترې ليرې شي چې سم شي .

رحيم گل له پېښوره

خيبر پوښتونخوا ښه نوم دى .

افتاب خان له سوابۍ نه

خالي نوم کافي نه دى پښتنو ته دې نور حق هم ورکړل شي .

حيات له جرمني

له دې نوم سره جوړ نه يم دا سيمه بايد پښتونستان ونومول شي .

ټولو پښتنو ته دې مبارک وي ، خيبر چې يوه تاريخي سيمه ده په افغانستان او پښتونخوا دواړو کې پرته سيمه ده په دې نوم سره لر او بر پښتانه نور هم سره وتړل شول .

حفيظ الله شينوارى له پېښوره

امين منگل له گوتنبرگ څخه

دا نوم ډير مناسب نوم دى ، لويه مانا لري يعنې د هر پښتون غږ دى .

رشيد يوسفزى له بونير نه

زما په خيال د نوم بدلول د پښتنو لپاره ډير غوره کار دى . خو تش د نوم په بدلولو کار نه کيږي . اوس هم په پاکستان کې ډير پښتانه د بلوچستان ، جنوبي پنجاب او قبايل په نوم بلل کيږي تر څو چې ټولو پښتنو ته په يو نوم يوه سيمه ورنه کړل شي د پښتنو سره به نا انصافي روانه وي .

بلال له لندن نه :

د اوس لپاره دا هم لويه خبره ده په راتلونکي مې به د پښتونستان پښتونخوا نوم خپل کړي .

سيف الدين له العين څخه:

خيبر پښتونخوا يو غير مناسب نوم دى . دا له پښتنو سره ښکاره تيرى دى .

سعيد له روم ايتاليا څخه :

دا نوم هيڅکله مناسب نه دى . بايد د سرحد نوم پښتونستان کېښوول شي . پښتونخوا د يو گوند نوم دى او د صوبې نوم بايد د گوند نوم نه وي. خيبر د غير علاقې نوم دى او بيله سيمه ده .

ستاسو ځينې نور نظرونه به له همدې پاڼې وروسته خپارۀ کړو ، د نظر لپاره لطفآ لاندې درکړل شوى چوکاټ وکاروئ يا په دې پته مخامخ ايميل راته وليکئ : pashto@bbc.co.uk

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .