غوره پارلمانی استازی بايد څه ځانګړتياوې ولري ؟

ولسي جرگه

د افغانستان د ولسي جرگې لپاره بيا ټاکنې کيدونکې دي

په افغانستان کې د دوهم ځل لپاره پارلماني ټاکنې ترسره کيدونکې دي . ټاکنو لپاره د ولسي جرګې د استازو د نوم ليکنې بهير په رسمي ډول پيل شوی دی .

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسي جرگې ټاکنې به څه د پاسه څلور مياشتې وروسته و شي.

د افغانستان د اساسی قانون پر اساس که څوک غواړي ولسي جرگې ته ځان ونوموي بايد افغاني تابيعت ولري،د محکمې له لوري په جرم تورن شوى نه وي او دريم دا چې د ٢٥ کلنۍ عمر يې پوره کړى وى، خو ځينې نور شرايط بيا د ټاکنو په قانو ن کې ورته په پام کې نيول شوي لکه يو کس بايد په خپل ملاتړ د ١٠٠٠ رايه ورکونکو لست ولري او د ټاکنو کميسيون ته بايد ٣٠ زره افغانۍ د امانت په توگه ورکړي.

کلېکاږل ستاسو ځينې نظرونه

په داسې حال کې چې ځينې شنونکي په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان د پارلمان لاس ته راوړنې مهمې بولي ، خو د ځينو استازو کړنې په هيواد کې دننه او بهر ځينو نيوکو سره هم مخامخ شوې دي . تر ټولو مهمه نيوکه به ښايي دا وي چې د افغانستان پارلمان د يو ډيموکراتيک بنسټ په توګه ونتوانېد چې د حکومت د کړونو سمه څارنه وکړي.

سلامونه، هغه شخصيت دې ځان کانديد کړي، چې لېسانس ولري، خپل دين او مذهب کې پوهه ولري، د افغانستان په رسمي ژبو خبرې وکړی شي، د خپل ملت درد د خپل بدن درد وګڼي، يوازې د افغانستان د جوړولو په خاطر ځان کانديد کړي.

محمد سليم له ناروې، بلجيم څخه

خو ستاسی د تجربې له مخې چې د خپل وکيل نه مو درلودلې ده ، څه فکر کوئ چې پارلماني استازی بايد کومې ځانګړنې ولري ؟ تاسی څنګه استازی غواړئ ؟ ستاسې غوره پارلماني استازی بايد څه ځانګړتياوې ولري ؟

کولای شئ په دې هکله خپل نظرونه او وړاند يزونه د بي بي سي ستاسې غږ پروګرام ته راولېږئ .

ستاسو ځينې نظرونه

نثار احمد عبرت له بغلانه

یو وکیل په پارلمان کې باید له داسې نړيوال سیاست سره اشنا وي چې د افغانستان قتصاد، تعلیم، امنیت، په نظرکې ونیسي او د حکومت کړه وړه وڅاري او خپل ملت ته مثبت ځواب وړاندې کړی شي

احمدضیاء له کابله

د ملت نوي استازي بايد دبهرنیو لاس پوڅي نه وي خپل هېواد او خلکو ته ژمن وي اولاس یې د هېواد د خلکو په وینو رنګ نه وي .

قاسم خان، کابل د باختر پوهنتون

موږ صادق وکيلان ونه موندل، نو ښه به دا وي چې هېڅ ټاکنې ونه شي.

عبيد، له لندنه


زماپه شخصي نظر بایدوکیل هغه څوک وي چې لېسانس ولري او په تېرو داخلي جنگونو کې لاس ونه لري او یو ملي شخصیت وي او د افغانستان سیاسي، ټولنيز، کولتوري او اقتصادي پوهه ولري، اوخپلواک وي البته د خارجي هېوادونو لاس پوڅی یا د هغوی غلام نه وي لکه په تیر پارلمان کې .

عين الله عمران، د اسلام اباد له نړيوال اسلامي پوهنتون څخه

يو وکيل بايد د ځان مسؤوليت وپېژني او هره پرېکړه د اسلامي قانون سره برابره وکړي. وکيل بايد لوړې زده کړې ولري او دوه تابعيتونه ونه لري .

فياض له مزار شريف څخه

زما په آند داسې کس دې ځان وټاکي چې خپل خوب یې پوره کړی وي او ولسي جرګې ته د خوب لپاره رانشي.

محمد ولي، له جلال اباده

زما په نظر وکيل خامخا بايد لوړي زدکرې ولري، د پخوانيو په شان بې سواده نه وي، او هېواد ته صادق وي.

عبدالقدوس، رياض سعودي عربستان

وکيل بايد لوړې زدکړې ولري، په پښتو او دري ژبو پوه وي، د نړۍ له سياست نه هم خبر وي .

شهاب الدين شهاب د اسلام آباد د نړيوال اسلامي پوهنتونه


وكيل بايد خپل دين او وطن دواړو ته وفادار وي او له دې سره سره د تعليم او پوهې خاوند هم وي ځكه د ځينو ناپوهه وكيلانو وطن ته تر ګټې رسولو تاوان زيات وي، ځکه چې هغوی دا نه پېژني چې په کوم شي که ګټه او په کوم کې نه .

سیدمحمد محمدي، له پکتيا ګردېز څخه

زما په اند غوره صفت په وکیل کې د لوړو زده کړو ترڅنګ صداقت او په هغه څه چې وایي او وعده یې کوي وفاوکړي نه لکه دتېرو ټاکنویو شمېر کاندیدان چې ویل یې یوڅه او ویې کړل نورڅه . نو په پای کې له ګرانو هېوادوالو څخه زما داغوښتنه ده چې صادق او مخلص شخص ته رایه ورکړي ځکه دایو امانت دی او باید وړ شخص ته ورکړل شي نه دګوند او پیسو زور وړونکي شخص ته. نو بیا به که خدای کول دیوه قوي پارلمان لرونکي یو.

عبيد، له لندنه

موږ صادق وکيلان ونه موندل، نو ښه به دا وي چې هېڅ ټاکنې ونه شي.

سيد عبادالله صادق، له پېښوره

کانديد بايد وړ کس وي، او خپل هېواد ته وفادار وي، ديني اړخ هم ولري او خلکو ته داسې ژمنې ورنه کړي، چې بيا يې پوره کولی نه شي او يا پرې ونه درېږي، بايد د خپل ځان په پرتله د خلکو ګټو ته ډېره پاملرنه وکړي.

زه وايم يو وکيل بايد د خلکو ستونزو ته پام وکړي او کومه پريکړه چې کوي بايد د افغانستان کلتور او مذهب ته په پام کې يې ترسره کړي .

سهيل رومان له کندهاره

مرضيه لودي، اديلايدي

هر هغه يو کانديد په فساد کې ښکېل وي، رشوت خور وي او ډېره شتمني ولري، هغه به تر ډېره په دې ټاکنو کې د کانديدۍ چانس ونه لري، زه پوهېږم ځينې هغه کسان چې له لوېديځه افغانستان ته تللي، هغوی په اروپا کې هم په تېرو څو کلونو کې دا ډول شتمنۍ درلودې، لکه افغانستان کې يې چې لري. هغه کسان چې په لوېديځ کې اوسېږي، د افغانستان حکومت ته وفاداره نه دي.

محمد سليم له ناروې، بلجيم څخه

سلامونه، هغه شخصيت دې ځان کانديد کړي، چې لېسانس ولري، خپل دين او مذهب کې پوهه ولري، د افغانستان په رسمي ژبو خبرې وکړی شي، د خپل ملت درد د خپل بدن درد وګڼي، يوازې د افغانستان د جوړولو په خاطر ځان کانديد کړي.

احمد ګل مومند, امهرست امریکا

‌د لوړو زده کړو او ژور فکر خاوند وي، د اسلام تعلیماتو سره سره د ډیموکراسۍ او کمیونزم فرق کولای شی. خپلواک او د قاطع پریکړی خاوند وي، ښه ملت پاله وي د ملي اهدافو د لاسته راوړلو په خاطر خیردی که دروغ ووایي. وږی سړی نه وي او د شخصي مفاداتو سره سره د خلکو غم هم وخوري. د دې سره په څنګ کې خلک هم ډیر مهم دي. خلک باید د چا د شعارونو قرباني نه شي. خلک باید د چا د خپلولۍ او دوستۍ د تاٍ ثیرلاندې رانه شي.

محمد آصف بهرام زوی له کندهاره :

د ملت نوي استازي بايد صادقه، ريښتيني او هيواد ته وفاداره واوسي.

شاکر الله نشاط له جلال آباده :

زما په نظر استازى بايد يو اکاډيميک او کارپوه کس وي .

شهاب الدين شهاب د اسلام آباد د نړيوال اسلامي پوهنتونه:

وکيل بايد لوړې زدکړې ولري، په پښتو او دري ژبو پوه وي، د نړۍ له سياست نه هم خبر وي .

سهيل رومان له کندهاره :

زه وايم يو وکيل بايد د خلکو ستونزو ته پام وکړي او کومه پريکړه چې کوي بايد د افغانستان کلتور او مذهب ته په پام کې يې ترسره کړي .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .