ستاسو غږ : په افغانستان کې د وينا دآزادۍ پولې او بريدونه

د بيان ازادي

د مۍ دريمه نېټه د بيان د ازادۍ نړيواله ورځ بلل شوې ده

د مۍ د دريمې د وينا د آزداي د نړيوالې ورځې له کبله دستاسو غږ د دې اوونۍ په پروگرام کې د وينا دآزادۍ پر پولو او بريدونو افغانستان کې بحث کوو

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د وينا آزادي له تيري خوندې ده او هر افغان حق لري چې خپل فکر د وينا ، ليکنې ، انځور او يا نورو وسايلو له لارې د اساسي قانون د حمکونو له رعايت سره سم څرگند کړي .

په همدې بنسټ تيرو اتوکلونو کې افغانستان کې گڼ شمير خصوصي ټلويزيونونه ، راډيو گانې او ورځپاڼې جوړې او خپريږي .

ديته کور دننه او بهر دوينا د آزادي د يوه لوى پرمختگ په سترگه کتل کيږي .

خو له دې سره سره يو شمير افغان ورځپاڼه ليکونکي شکايت لري چې ولس ته د معلوماتو د رسولو په برخه کې له گڼو ستونزو او په دې ډله کې له سخت فشار، وهل ټکولو ، بندي کولو او نورو گواښونو سره مخامخ دي .

خو ځيني نور بيا انديښنه لري چې يوشميرکسان دويناله آزادۍ په ناسم تعبير سره گډوډۍ ته لمن وهي او دخلکو او شخصيتونو سپکاوى کوي .

پوښتنه داده چې د بيان آزادۍ ريښتونې مانا څه ده او ددغه آزادۍ پولې او بريدونه کوم دي ؟

په دې برخه کې ستاسو تجربې څه دي ؟

که غواړي چې په دې برخه کې خپلې نظريې او پوښتنې له اوريدونکوسره شريکې کړي ، نو د پنجشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شميره راته تيلفون وکړي .

00442078360331

دارنگه په دې پته برښناليک هم استولى شي

Pashto@bbc.co.uk

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .