د کونړ ښکلا په انځورونو کې

د افغانستان د کونړ ولايت د لوړو او شنو غرونو او څپاندو سيندونو سيمه ده ، دلته يې ځينې عکسونه وينئ . دا عکسونه نعمت الله کرياب اخيستي دي .

د لوړو غرونو او څپاندو سيندونو کونړ

  • اسمار
    د کونړ د اسمار ولسوالۍ غرونه د دغه ولايت د نورو غرنيو سيمو په څير په ونو پوښلي دي
  • اسمار
    د اسمار ولسوالي ، د شنه اسمان ، زرغونو غرونو او ښې هوا سيمه ده
  • دانگام
    دا سيمه بيا د اسمارو په ولسوالۍ پورې نه ده تړلې ، هغه ډول ده هغومره ښکلې خو دا د دانگام سيمه بلل کيږي .
  • د کونړ سيند
    د کونړ سيند چې په غرونو کې وي مست او څپاند وي چې سمې ته راکوز شي له نورې فضا سره دى هم ارام وي
  • کروندې
    د کونړ ولايت ډيره برخه غرنۍ ده خو چې څه مځکه د کرهڼې لپاره وموندل شي ښېرازه فصلونه يې بل خوند او رنگ پيدا کوي .
  • څوکۍ
    د څوکۍ ولسوالۍ شنه فصلونه خپل خوند لري ، لوړ غرونه او خوندوره هوا يې روح تسکينوي .
  • اوبه
    دا د سرخکانو سيمه ده ، اوبه دلته خړې ښکاري خو د کونړ د سيند اوبه دومره خړې هم نه وي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .