په کابل کې ولايتي کريکټ سيالۍ په انځورونو کې

د افغانستان د کريکټ بورډ وايي د پنځوسو اوورونو ولايتي سيالۍ يې په کابل کې پيل کړي دي چې څلورويشت ولايتونه پکې برخه اخلي .

د دغو سياليو انځورونه دلته وينئ چې د ملي لوبډلې مخکيني لوبغاړي ريس احمدزي د بي بي سي پښتو ويبپاڼې ته اخيستي دي :

  • لوبه
    د هر ولايت لوبډلې د لوبې پوره جامې درلودې ، لوبڅار هم په رسمي جامو سمبال و .
  • لوبه
    لوبه تيزه روانه ده ، د ولايتونو لوبغاړي بې صبره ښکاري ، په لومړيو څو لوبو کې يوې لوبډلې هم خپل پنځوس اورونه پوره نه دي لوبولي .
  • نندارچيان
    هرې لوبې ته گڼ شمير نندارچيان ناست وي ، هوا توده ده خو نندارچيان له لوبې خوند اخلي
  • لوبه
    د لوبې لپاره پيچ يا د توپ اچولو ميدان خاورين دى ، افغان لوبغاړي عمومآ په سميټي پيچونو لوبه کوي خو که ښه خاورين پيچونه پيدا کړي د لوبې د ښه کيدا لپاره يې ښه خبره ده .
  • لوبه
    د لوبې له توديدا سره د کابل هوا هم توده ده ، ځينې نندارچيان د تجيرونو سيوري ته ناست وي چې د لوبې خوند يې د لمر گرمي خرابه نه کړي .
  • لوبه
    د ولايتي سياليو برخه وال لوبغاړي ټوله وسه کوي چې خپل استعداد وښيي
  • لوبه
    په ولايتي سياليو کې هم چې د لوبغاړي ترمخ څوک تير شي او يا سکرين يا پرده وښوروي لوبه ودريږي .
  • نندارچيان
    ځينې نندارچيان ان له لوبغالي دباندې د لوبې نندارې ته ناست وي ، که وړ دى که زوړ دى له کريکټ لوبې سره مينه ښيي .

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .