ستاسو خوالۀ : زموږ څوکۍ هم په ياد لرئ

د څوکۍ ولسوالي

د څوکۍ ولسوالي ښېرازه ده خو د تعليم نشتوالى او د اقتصاد خرابي يې لويې ستونزې دي .

څوکۍ دکونړونو ولايت د لوى سيند په غاړه د نورګل او نرنګ ولسواليو ترمنځ پرته ولسوالي ده.

دلته ساپي ، شينواري ، جالاوانان،ميرزاخيل، قاسم خيل،ماتخيل او جولاګان ژوند کوي.

خو زياتر وګړي يې دساپي قوم سره تړاو لري.

څوکۍ ولسوالي هم د نورو ولسواليو په شان د افغانستان په تاريخ کي ځان ته ځاى پيداکړى دى.

دشوروي اتحاد د ځواکونو په وړاندې يې ولس مقاومت کړى دى همدا وجه وه چي دبابړه تنګى يې په باب الجهاد ياديده .

د دې ولسوالۍ اکثره وګړي ګاونډي هيوادونو ته د مزدوري لپاره ځي .

ځينې خلک يې دهقاني سره تړاو لري .

دې ولسوالي کې د تعليم سويه ډيره ټيټه ده همدا وجه ده چې ډيرځوانان بيسواده پاتې دي او اقتصادي وضع يې هم د انديښنې وړ ده.

د دې ولسوالي امنيتي کمر بند دنشت برابر دى اواختيارات اوس هم په زياترو سيمو کې د ټوپک سالارانو په لاس کې دي.

همدا وجه ده چيې د دې ولسوالي کوم خلک چې په ګاوندي هيوادونو کې د مهاجرت شپې تيره وي خپل هيواد ته ستنيدل وغواړي نو په ځاى د دې چې خپلې ولسوالي ته ستانه شي د بي امنيتي له کبله په جلال اباد او په کابل کې دپاتې کېدو کوشش کوي.

زه دڅوکۍ ولسوالي د يو اوسيدونکي په حيث له دولت څخه غوښتنه کوم چې دولت دې د نورو سيمو په شان په دې ولسوالۍ کې هم خپل کمربند قوي کړي او د دې ولسوالي د خلکو ځمکي دې د ټوپک سالارانو له منګولو څخه راخلاصي کړي او د ولسوالي د بيارغونې په کارنو کې دې ونډه واخلي .

د سيمې ځوانانو ته دې د روزګار زمينه برابره کړي چې د دې ولسوالۍ ځوانان خپل هيواد ته ستانه شي او دخپل هيواد په بيارغونه کې برخه واخلي.

که تاسو هم د خپل کلي ، ولسوالۍ يا ولايت په باب څه ويل غواړئ ايميل يا برېښناليک راته وليکئ .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .