که واکمن شئ لومړنى کار به مو څه وي ؟

که د کوم ولايت والي شم نو د انجيوګانو د کارکوونکو تنخواې به ترې اخلم

احمد ضيا له ارزگانه

که د خپل ولايت والي شئ او يا هم د خپل هيواد ولسمشري در وسپارل شي لومړنى کار به مو کوم يو وي ؟

کلېکاږل کلېکاږل ستاسو نظرونه

لنډ پيغام راته وليکئ ، ستاسو ځينې ايميلونه به د همدې وېبپاڼې له لارې وروسته خپارۀ کړو .

دغه راز به ځينې نظرونه زموږ له سهارنۍ راديويي خپرونې هم واورئ .

ستاسو نظرونه

عبدلله مياخيل، لندن

زه به هغه څه وکړم د څه لپاره چې ټاکل شوی یم. هره پړيکړه چې کوم هغه به زما د ټولنې پر حقيقتونو او اړتياو ولاړه وي.

له خلکو سره له نژدې کار کول، د ستونزو جړې پيدا کول او هغو ته د دايمي حل پيدا کول به مې له لومړيتوبو نو څخه وي.

له نورو هيوادونو سره به د خپل هيواد اړيکې ښې کوم ځکه چې دا د اقتصاد لپاره ډيره اړينه ده.

احمد ضيا، خاص ارزګان

زه به د عدل او انصاف نه کار اخلم، ظالم ته به سزا ورکوم او د مظلوم ملاتړ به کوم

حسين ناصري له کوپنهاګن څخه

که زه ولسمشر شم نو اول کار به مې دا وي چې د بډايه وطنوالو نه د هغوى څه اندازه پيسې واخلم او پر بې وزلو يتيمانو او د جګړو پر قربانيانو به يې وويشم.

که د کوم ولايت والي شم نو د انجيوګانو د کارکوونکو تنخواې به ترې اخلم ځکه ډيری يې سم کار نه کوي او که يې کوي هم يوازې يې خپلو دوستانو او خپلوانو ته کوي.

حسین ناصري، کوپنهاګن

زه به د عدل او انصاف نه کار اخلم، ظالم ته به سزا ورکوم او د مظلوم ملاتړ به کوم

خلیل الرحمن بهير، بيرمنګهم، لندن

که زه واکمن شم په هيواد کې به عدالت پلی کوم

محمد داود وردګ

د ترهګرۍ پر ضد مبارزه به مې اول کار وي.

د ترهګرۍ پر ضد مبارزه به مې اول کار وي.

محمد داود وردګ

حبيب، دوبۍ

كه چيرې زه دافغانستان ولسمشر او ياهم د34 ولايتونو نه دكوم ولايت والي شم اول كار به مې مجرم ته سزا وركول وي، هغه څه چې په تيرو ډيرو كلونو كي نه دي ترسره شوي.

فكر كوم چې ديوه هيواد اقتصاد ترهغه وده نه شي كولای ترڅو چې امن پکې نه وي.

قومندان, پېښور

زه به په هره ولسوالۍ کې په عالي کیفیت یو روغتون، او په هر کلي کې په همدې کیفیت یو ښوونځی جوړ کړم.

افتخار خان, نيو يارک

زه به اول جنکسالاران د قانون منګولو ته وسپارم

مسعود، امريکا

زما اول کار به د ټول ولس ته د زده کړې د زمينې برابرول وي او دوهم کار به مې هم د ريشوت مخنيوی او د امنيت تامينول وي.

احمد جاوید مهربان , وردک

که زه د دخپل ولایت والي شم تر ټولو اول به د پوهنۍ د پرمختگ لپاره کار وکړم ځکه چی ټول کارونه په پوهنه پورې اړه لري او ټولې ستونزې به له ولس سره په ګډه حل کوم نه د ټوپک په زور.

عبدالجلال, توکیو

هڅه به مې دا وي چې په هيواد کې د ټولو اوسیدونکو مدني، مذهبي، سياسي او بشري حقوق تامين وي.

ملي روغې جوړې ته به لاره هواره وم، د تل پاتې سولې او امنيت د راوستو لپاره به کار وکړم

مسعود، امريکا

زه به اول جنگسالاران د قانون منګولو ته وسپارم

حبيب، لندن

که زه واکمن شم نو د افغانستان هر يو کس که زوړ وي او که ووړ خاريجي هيوادونو ته د 5 کلونو لپاره ليږم چې دنيا وګوري.

عبدالصمد نظري، ترکيه

که زه واکمن شم په هيواد کې به عدالت پلی کوم

نقيب، کابل

زه به قان پر ټول يو ډول پلی کړم

صديق، داربي، لندن

که زه دکوم ولايت والي شم نو د امنيت د پرمختګ لپاره به کار وکړم

اکبر خوستی، لاهور

که واک زما وي نو اول به افغان ولس د علم په ګاڼه سمبال کړم

داود احمدزی، لندن

زما په ولسمشرۍ کې به خلک له اداري فساده اديښمن نه وي.

رحیم وردګ، نوکيا فنلنډ

که زه واک ولرم د 20 کلونو په موده کې به دا لاندې کارونه تر سره کړم.

۱: خپلو ټول امکاناتو ته په پام سره د سيمې د حالاتو په اړه د هر اړخیزو معلومات را ټولول.

۲: د هغو لومړيتوبونو پلي کول چې د ملت او دولت تر منځ واټن را کموي.

۳: د ښوونې او روزنې پر مخ بيول ځکه ټولنه سالمو انسانانو ته اړتيا لري.

عبدالله فاروق، اروزګان

زه به قانون او عدالت ته به زيات واک ورکړم چې ولس پر دولت پيدا کړي.

محمد اصف افغانمل، جلال اباد

که زه واکمن شم، دوهم دواد خان به يم

خير ګل افغان، کندهار

كه ولسمشر شم نو داسلامي قانون پلي كول, كورني جنكسالاران د قانون منګولو ته سپارل او دافغانستان اقتصاد په خپلو پښو درول به مې لومړيتوبونه وي.

احمد جاوید صدیقي، کابل

زبه تر هر څه وړاندې د معارف د ښه والي په برخه کې هڅه وکړم.

نسرت، نويارک

که ما څوک ولسمشر وټا کي بشپړ امنيت به راورلم

خير ګل افغان، کندهار

که زه واکمن شم، دوهم دواد خان به يم.

صديق، داربي، لندن

زه به قان پر ټول يو ډول پلی کړم

سالارزۍ، کونړ

زه که ولس مشرشوم نو اول کاربه مې د افغانستان د پولو پشپړول وي ځکه ترڅوچې د افغانستان پولې په مکمله توکه بشپړې شوي نه وي، نه په افغانستان کې امنیت راتللی شي او نه به کومه د پام وړترقي وکړي او دویم کار به مې د ټوپک سالارانو محاکمه کول وي

احمدزی، ټورنټو، کاناډا

که ما څوک ولسمشر وټا کي بشپړ امنيت به راورلم

نسرت، نويارک

نه غواړم چې والي شم خو که ولسمشر شم نو د اقتصاد پياوړتيا ، پر ښځينه او نارينه تر 12 ټولګي پورې د ښوونځي جبري کول او د روغتيايي اسانتياو برابرول به مې د لېست په سر کې وي.

هاديزی، نټينګهم، انګلستان

که زه واک ولرم نو دغه کارونه به وکړم.

۱: د خپلو پولو د امنيت ټينګول

۲: د ښوونې او روزنې پرمختيا

۳: د پوځي خدمت اجباري کول

۴: د ټولو انجيو ګانو تړل

۵:هر چا ته د تعليم او وړتيا له مخې کار ورکول

۶:د هيواد بيا ابادول

۷: له ګاونډيانو او نورو بهرنيو هيوادونو سره د خپل هيواد د اړيکو پياوړي کول

۹: د بندنو جوړول

۱۰: د صنعتي فابريکو رغول

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .