له امنيتي خصوصي کمپنيو سره د افغان حکومت ستونزه اود حل لاره

تيره ورځ ، افغان حکومت اعلان وکړ چې ډير ژر به د امنيتي خصوصي کمپنيو د تړلو نيټه اعلان کړي .

دغه اعلان وروسته له هغه وشو چې ولسمشر حامد کرزي د اوونۍ په پيل کې له نړيوالو وغوښتل چې ژره تر ژره دې دغه کمپنۍ وتړي چې وايي حکومت ته يې سخت امنيتي جنجالونه رامنځته کړ ي دي .


اوسمهال ،شاوخوا ٥٢ امنيتي خصوصي کمپنۍ په افغانستان کې فعاليت کوي چې ٢٥ يې کورنۍ او پاتې يې بهرنۍ دي .


دغه کمنپۍ د افغانستان د کورنيو چارو له وزارت سره ثبت دي او تر څلويښت زره ډير وسله وال کسان لري .


دغه کپمنۍ د تېرو نهو کلونو راهيسې په افغانستان کې د سفارتخانو ، نړيوالو ادارو، بانکو نو او د افغانستان بيلاييلو ولايتونو ته د ناټو ځواکونو د اکمالاتي کاروانونو دتگ راتگ د ساتني چارې پرمخ بيايي .


ددغو کمنيو يو شمير غړي په دې تورن دي چې په بي امنيتيو ، وسله والو غلاوو ، شوکو ، وژنو او يرغمل نيولو کې لاس لري .


په دې اړه د افغان حکومت بله انديښنه داده چې د نړيوالو ځواکونو له خوا له دغو کپمنيو سره د سترو قراردادونو له لارې ، په ميليونونو ډالر بهر ته ځي او په افغانستان کې پخواني جنگسالاران پياوړي کوي .


ددغو کپمنيو د کړو وړو په اړه ستاسو شخصي تجربې څه دي ، امنيت کې يې ونډه څنگه بولي او آيا فکر کوي چې که دغه کمپنۍ لغو شي ، نو افغان امنيتي ځواکونه به وکولى شي چې ځاى يې ډک کړي ؟

که په دې اړه نظر يا پوښتنه لرئ، نو د پنجشنبې د ماښامنۍ خپرونې پرمهال په دې شميره ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ زنگ راووهئ

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .