د جورج بوش ښې او بدې پريکړې کومې وې ؟

بوش

د پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش کتاب د سه شنبه په ورځ خپريږي


د سه شنبه په ورځ ( د نومبر نهمه ) د متحدو ايالاتو مخکينى ولسمشر جورج ډبيلو بوش د خپلو يادښتونو کتاب خپروي .

د کتاب نوم ( د پريکړې ټکي ) دى چې د دۀ پر څوارلسو مهمو پريکړو راڅرخي .

مخکينى ولسمشر بوش به د خپلې اته کلنې واکمنۍ په ترڅ کې پر خپلو تيروتنو او تاريخي پريکړو خبرې کوي .

د جورج بوش د واکمنۍ په کلونو کې د امريکا پر نيويارک او واشنگټن باندې د سپتمبر په ١١ نېټه بريدونه وشول .

د دغو بريدونو پړه د اسامه بن لادن په مشرۍ د القاعدې پر ډلې واچول شوه .

په بخښنې سره بايد ووايم چې بوش ناکامه ولسمشر و

حفيظ له اکسفورډه

بوش د هغه وخت افغان واکمنو ، طالب غورځنگ ، ته خبردارى ورکړ چې يا دې اسامه بن لادن وروسپاري او يا به پرې بريد کوي .

پر افغانستان له بريد وروسته د ولسمشر بوش په مشرۍ امريکا پر عراق هم حمله وکړه او د صدام حسين حکومت يې نسکور کړ .

ستاسو په گومان د جورج ډبليو بوش په واکمنۍ کې کومې پريکړې پر ځاى وې او کومې يې له تيروتنو ډکې وې ؟

ځينې برېښناليکونه به په همدې پاڼه کې خپروو او ځينې به يې زموږ له سهارنۍ خپرونې هم په راډيو کې واورئ .

ستاسو ځينې برېښناليکونه

بې له شکه چې په عراق حمله د بوش تر ټولو لويه تيروتنه وه خو په افغانستان کې د طالبانو د نسکورولو پريکړه يې لږ تر لږه د افغانانو لپاره ښه وه .

زلمى غيرت له کابله

حفيظ له اکسفورډ برتانيا نه

زما په گومان د جورج ډبليو بوش ډيرې پريکړې غلطې وې . موږ په ٢١ مه پېړۍ کې اوسيږو او د ستونزو د حل لارې خورا ډيرې دي خو دۀ د دې ښکلې نړۍ خلکو ته ستونزې پيدا کړې . په بخښنې سره بايد ووايم چې دى ناکامه ولسمشر و .

سمون نظري له جرمني

بوش په داسې وخت کې د امريکا ولسمشر شو چې د معاصر تاريخ تر ټولو لويې پېښې پکې وشوې . په امريکا بريد لويه خبره وه ، د دۀ عکس العمل د مجبوريت له مخې و . پر طالبانو بريد ورته اړتيا وه چې افغانانو يې هم ملاتړ وکړ او نړيوالو هم ورسره خولۀ وخوځوله . شايد همدې بريد جرئت ورکړ چې په عراق هم ورشي چې دا يې لويه تيروتنه وه . د عراق بريد يې له افغانستانه پام واړاوۀ او هغه خبره شوه چې په يوه لاس کې يې دوه هندواڼې ونيولې او يوه يې هم ټينگه نه کړه .

جمال له فرانکفورت نه

د بوش تر ټولو لويه تيروتنه پر افغانستان بريد و

جان محمد اتل له ترينکوټ نه

بوش دوه داسې کارونه وکړه چې ټولې نړۍ ته یې سوال پیداکړی.لومړی په افغانستان باندې د بوش برید هیڅ سم کار نه و ځکه چې ده یي دولت نسکوره ولای شو دا یې هم کولای شوه چې اسامه په بله طریقه ونیسي .په افغانستان کې یې نه اسامه ونیو نه یې افغانستان ته په سیاسي لحاظ ګټه وکړه .

بوش په داسې وخت کې د امريکا ولسمشر شو چې د معاصر تاريخ تر ټولو لويې پېښې پکې وشوې

سمون نظري له جرمني

او په یوبل اسلامي ملک عراق باندې د ده برید هم کومه گټه ونه کړه دا هیڅ نه وه مهمه چې دی دې له ډير لری ځای نه د عراق غم وخوري .

هیڅ مهمه نه وه دواړه ناسم دی .

پښتون زلمی, کابل

د بوش د واکمنۍ پرمهال هغه هيڅ داسې کومه پرېکړه ونه کړه چې د امریکا په خیر تامه شي، بلکې د ټولې نړۍ لپاره یې سرخوږی جوړ کړ، د زرګونه بې ګناه انسانانو وینې یې تویې کړې، خو بیا هم القاعده ورځ تر بلې پیاوړې کيږي او په ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ د خورېدو وېره سېوا کيږي

ايمل ارمان له ننگرهاره

بوش خپل امريکايي ملت د لويې بلا خولې ته واچاوۀ . د امريکا ولس مجبور دى چې له هغه د تيروتنو پوښتنه وکړي که نه د ټولې نړۍ ولسونو ته به بې ځوابه پاتې وي .

زلمى غيزت له کابله

بې له شکه چې په عراق حمله د بوش تر ټولو لويه تيروتنه وه خو په افغانستان کې د طالبانو د نسکورولو پريکړه يې لږ تر لږه د افغانانو لپاره ښه وه .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .