ستاسو نظر: مصر او افغانان ،ولسي جرگه، کندز پېښه ، کريکټ

په دې پاڼه کې پر بيلا بيلو مسايلو هغه نظرونه خپريږي چې بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته را رسيدلي دي . که تاسو هم څه ويل غواړئ لاندې په درکړل شوي چوکاټ کې يې راته وليکئ او يا يې هم په برېښناليک کې راواستوئ ، پته لاندې درکړل شوى

د مصر پېښې او افغانان

ابو محمد نورزی هند:

زه د غزني ولایت اوسېدونکی یم او په قاهرې کې له خپلې کورنۍ سره اوسیږم زه دلته هیڅ راز ستونزه نه لرم

فضل محمد له قاهرې

زما د تره یو زوی په مصر کې ایسار پاتې دی او خپل حالت د اندیښنې وړ بولي ، له بلې خوا وايي چې د افغان محصلینو سره خوراکي توکي نشته ، له دولت څخه مو غوښتنه ده چې ژر تر ژره اقدام وکړي

شفیق الله جلال آباد:

افغان محصلین باید ژر له مصر څخه افغانستان ولېږدول شي.

فضل محمد قاهره:

زه د غزني ولایت اوسېدونکی یم او په قاهرې کې له خپلې کورنۍ سره اوسیږم زه دلته هیڅ راز ستونزه نه لرم

لایق جان الازهر پوهنتون:

زه د خوست اوسېدونکی یم او په الازهر پوهنتون کې محصل یم، تر اوسه موږ ته کومه ستونزه نشته ، ځکه موږ په لیلیې کې اوسیږو، خواړه اوبه او هر څه راته رسیږي.

ولسي جرگه

فضل الرحمن بابکر خیل خوست:

ولسي جرگه د يو ريس په تعينولو موافقې ته نه رسيږي نو سبا به څنګه وزيران ټاکي او د خوار ولس ستونزو ته به د حل څه لار ولټوي

عابد زابل:

د پارلمان غړي کله په اسانۍ سره یو کیدلای شي، نن ورځ ټول افغانان ملي یوالي ته اړتیا لري اوباید د دې یوالي لپاره هڅه وشي

سليم وردگ له لندنه

د افغانستان د ولسي جرگې اوسنۍ ستونزه يوازې په دې حل کيدى شي چې شکريه بارکزۍ د ريسې په توگه سره ومني

ذکيه له کابله :

زموږ له تېر پارلمان څخه چې کومې هيلي وې هغې کې پاتي راغلل نو د نوی پارلمان څخه دا هيلي لرو چې د خپل ولس لپاره ګټور کارونه وکړي او د ولس مشکل حل کړي او ښې کړنې تر سره کړي که بې تعليمه وي که سواد واله وي له ټولو څخه هيله لرو اوس مو نماينده ګان دي

موسی له کابله:

هغه زده کونکی چی پوهنتونونو ته لاره نه پیداکوي په اړه يې هیڅ پروګرام نشته! غوره به دا وي چې دغه ټول زده کونکي جذبیدای، ځکه هر انسان دا حق لري چی لوړو زده کړې وکړي.

وېبپاڼه

بصارالدین خوست:

که ستاسو د ويبپاڼې له لارې د نن ورځې کريکټ لوبې بهیر په ژوندۍ بڼه خپور کړئ نو دا به مو په لوی احسان وي، ځکه يوازې ستاسو ويبپاڼه ده چې افغان ورته سترګې په لار دي

دکندز پېښه

ځوان له کابله :

د کندز په پېښه کې سنگسار د اسلام حکم دى نه د طالبانو ، البته رپورټونه د نفرت په شکل ليکل شوي و، په اسلام کې که مېړوښه ښځه زنا وکړي همدا يې سزا ده .

عابد له ترکيې:

تاسو چې هره خبره ليکئ يا يې يادوئ نو طالبان پکې يادوئ ، تاسو ولې د گونتانامو کيسې نه يادوئ يا د افغانستان د زندانونو حال ولې نه ورکوئ

حبيب له لندنه :

د کندز په پېښه که اوس هر څه وايو گټه نه لري ښه خبره دا ده چې تير هير کړو

طيب معصوم له کابله :

په افغانستان کې سوله غواړم .

نور احمد نوري له خوسته :

د سنگسار سزا په اسلام کې شته خواسلام خپل شرایط لري څلور شاهدان باید په تورنو شاهدي ووایي او د برحاله حکومت محاکمه پریکړه وکړي له هغې نه وروسته بیا سزا ورکول کیږي. د کندوز پېښه ما ټوله ولیده د قیوم اوصیدیقی پېښه داسلام نه لري وه د دوی هدف په سیمه کې د ویرې خپرول وو دوی داسی فکر کوي چې جنت اودوزخ د دوی په لاس کې دی .

ماجد نجيبي له ناڅرگنده ځايه :

د کندز پېښه د اسلام پر ضد ده .طالبان دعوه لري چې په اسلام پوهيږي خو دا عمل يې د اسلام خلاف و . دوى د يوۀ جرم په سزا نه پوهيږي

د ١٩ کلنو کريکټ لوبې

خالد دلاور له ناروې :

د افغانستان لوبډله ښه روزونکي ته اړتيا لري او هيله لرم چې ښه روزونکى يې په برخه شي .

عزيز کمال له ناڅرگنده ځايه :

د افغانستان په بري خوشاله يم او ټولو ته يې مبارکي وايم يوه ورځ به افغانستان د کريکټ د نړيوالې شورا په درجه بنديو کې اول نمبر وي .

غيرت الله نيکمل له کندهاره :

د لوبې د گټلو مبارکي ټولو ته وايم .

انجينيير سراج الدين له کابله:

ډير خوشاله شوم چې د بري خبر مې ولوست د نورو برياليتوبونو په هيله يې ي.

که پر کوم مطلب تاسو هم تبصره کوئ ، لطفآ خپل نظر په لاندې درکړل شوي چوکاټ کې وليکئ او يا يې هم په دې برېښناليک پته راواستوئ: pashto@bbc.co.uk

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .