ستاسو غږ: د ستراتيژيک تړون گټې او تاوانونه څه دي؟

پخوانۍ جرگه

راتلونکې اوونۍ به په کابل کې دوديزه لويه جرگه له امريکا سره پر ستراتيژيکو اړيکو غور کوي

کابل کې راتلونکې اوونۍ دوديزه لويه جرگه له متحدو ايالاتو سره د افغانستان د ستراتيژيکو اړيکو پر تړون خبرې کوي.

په دې تړون کې له افغانستان سره د امريکا اوږدمهالې اقتصادي او پوځي اړيکي مطرح دي.

ستاسو په فکر د متحدو ايالاتو په څير له يوۀ لوى ځواک سره د جنگ ځپلي او بې وزله افغانستان دغه ډول ستراتيژيک تړون څه گټې او تاوانونه لرلى شي.

کلېکاږل دا خپرونه د دې ځاى په کېکاږلو واورئ

د پنجشنبه په ماښامنۍ خپرونه کې پر همدې موضوع غږيږو، لطفآ خپرونې ته مخامخ زنگ ووهئ او يا مو سر له اوسه پوښتنې او نظرونه د بي بي سي پښتو برېښناليک او يا د بي بي سي پښتو فيسبوک له لارې راوليږئ.

Pashto@bbc.co.uk

د ستوديو شميره مو يوازې د خپرونې پر وخت فعاله وي

0044207836038360331

٠٠٤٤٢٠٧٨٣٠٣٨٣٦٠٣٣١

خپرونه د پنجشنبه په ورځ د افغانستان په وخت د ماخوستن په اووه بجې او ديرش دقيقې پيليږي.

تاسو لنډ ليکلي تيلې فوني پيغامونه يا ايس ايم ايس هم په دې شمېره راليږلى شئ

00447786208888

٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨

ستاسو ځينې برېښناليکونه:

کمال خان جمالي له پېښوره: دا تړون ښه نه دى ځکه چې امريکا په افغانستان کې جنگ نه شي گټلى

بصير له کابله: نوره گټه نه لري خو په فساد ښکېل خلک به نور هم وپايي

سميع الله اميني له کابله: د کابل او واشنګټن تر منځ لاسلیک کېدونکی تړون که چېرې د افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ د هېواد مشرانو له لوري په لنډ مهالې کچه لاسلیک شي نو دغه تړون به په افغانستان او سیمه کې د میشتو خلکو او سیاستوالو په ګټه وي. زه فکر کوم چې دغه تړون لکه څنګه چې تاسو ورته اشاره کړې د افغانستان په څېر یوه جګړه ځپلي هېواد لپاره اړین دی څو د کورنیو جګړو او د ګاونډیو هېوادونو د پټ او ښکاره یرغل او بریدونو څخه په امان کې پاتې شي

نصرت صمیم لهکابله: زما په فکر له امریکا سره د ستراتیژیک تړون امضا کول یا نه امضا کول هيڅ کومه ګټه نه لري ځکه ګاونډي ملکونه نه غواړي چې په افغانستان کې سوله راشي کله چې ګاونډي ملکونه د سولې غوښتوونکي نه وي نو په کوم دلیل به په افغانستان کې سوله راشي زما په فکر دا هيڅ کومه مانا نه لري

شافق له کابله: زما په نظر به د افغانستان لپاره دا ښه گام وي ځکه چې دا ٣٥ کاله کيږي چې افغانان په جنگ اخته دي له دې سره ښايي د جنگ مخه ونيول شي.

سميع الله مساپر له بلجيمه: دا هسې د وخت ضايع ده او امريکا کومه نوې ډرامه نړۍ ته وړاندې کوي

د بي بي سي پښتو فېسبوک کې ليکل شوي نظرونه

محمد رحيم رحيمي: زما په آند د افغانستان او سیمې پیچلو سیاستونو ته په کتو سره دا ډیره مشکله ده چې سر له اوسه له امریکا سره د افغانستان د ستراتيژيک تړون د گټو او تاوانونو په څومره والي او څرنګوالي خبرئ وشي، خو زما په فکر د افغانستان دولت او ملت دواړه باید ډیر ځیرک او بیدار واوسي ،خپل مسولیتونه درک کړي او خپل راتلونکی پخپل لاس کې واخلي. افغانان باید دغربي نړۍ ټکنی اقتصادي،سیاسي او ټولنیز حالت ته په کتو سره پر هغوی باور وکړي.که نه نو افغانان به یو ځل بیا د تیر او نن په شان د نورو د لاس آله وي

شعيب صاحبزاده له لندنه: دا خو واضح خبره ده چې موږ د نړیوالې ټولنې اقتصادي او نظامي کومک ته ضرورت لرو او د دې لپاره دا ضرور نه ده چې دوی په افعانستان کې دایمي اډې جوړې کړي ځکه دا به د سیمې حساسیتونه وپاروي او د جنګ د دوام سبب به وګرځي خو دوی کولی شي زموږ اردو لکه د مصر،اسرايیلو او یا د پاکستان اردو په شان بې له دې چې هلته د امریکا پوځ موجود وي تقویه کړي او همدا رنګه دوی کولی شي زموږحکومت سره بې له نظامي شتون څخه هم کومک وکړي او دوی دا کار په نوره نړۍ کې کړی دی او اوس يې هم کوی.

رضوان شينوارى: د يوۀ وسله وال مخالف په صفت د تړون له طرفدارانو او غربيانو پوښتنه کوم چې ولې په خپل ولس حساب نه کوئ او امريکاييان د خپلې بقا تضمين بولئ؟ په بهرنيانو تکيه کول او د ملت هيرول ولس ته د اوسني حکومت ماعيت روښانه کوي. پوښتنه کوم چې ولې دا هيواد د نړيوالو او سيمه ييزو رقابتونو په ډگر بدلوئ، دا اوس ايران گواښ کوي چې که په دوى بريد وشي نو په سيمه کې به د امريکا اهداف په نخښه کوي.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .