"ساینس" او "نېچر" ته د مرغانو د والګي په اړه د امریکا خبرداری

مرغان د انځور حقوق AP
Image caption د مرغانو والګی له مرغانو انسان ته لېږدېدلی شي.

د امریکا متحده ایالتونو له "ساینس" او "نېچر" علمي مجلو غوښتي چې د مرغانو له والګي د خوندي ساتلو په موخه د خپلو علمي معلوماتو یو بک اپ Backup جوړ کړي.

امریکا وايي دا کار باید له دې کبله وشي، چې له دغو معلوماتو د بیولوژیکي وسلې په کارولو کې ګټه وانخیستل شي.

د مرغانو والګی له یوه انسان وبل ته په اسانۍ لېږدېدلی شي.

راپورونه وايي چې پوهانو د امریکا دې غوښتنې ته په پام سره د خپلو علمي معلوماتو د خوندي ساتلو کار پیل کړی.

د امریکا یوې حکومتي سلاکارې جرګه ګۍ دا امکان هم لیرې ونه باله، چې ګني ترهګر به د "ساینس" او "نېچر" علمي مجلو پټو معلوماتو ته لاره ومومي.

د امریکا د بیولوژيکي امنیت د ملي علمي څېړنو شورا یا (ان اس اې بي بي) له دواړو مجلو د خپلو معلوماتو د خوندي ساتلو غوښتنه کړې.

دغې شورا ددې امکان رامنځته کېدو خبرداری ورکړی چې ددغو مجلو معلومات او لاسته راوړنې کېدای شي د مخربو خلکو له خوا ګډې وډې شي.

خو دواړو مجلو بیا د امریکا پر دې غوښتنې نیوکه کړې او وايي چې دومره ډېر ساینسي معلومات یې د پلټونکو له خوا خوندي ساتل ډېر وخت ته اړتیا لري.

"دوه ګونی کارول "

دا له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا د بیولوژيکي امنيتي شورا له خوا ساینس پوهانو ته د خپلو معلوماتو د خوندي کولو دویمه غوښتنه ده.

Image caption د ویلو د هچې د مرغانو والګی د هغو انسانانو د مړینې سبب هم ګرځي، چې په والګي له اخته مرغانو سره سروکار لري.

په ۲۰۰۱ کال د امریکا پر ځینو اهدافو د انټراکس پوډر په مټ د یو لړ بریدونو هڅې وشوې.

دغه شورا وايي چې په څېړنو کې دوه ګونی کارول هم امکان لري، داسې چې له عامې روغتیا ور هاخوا د بیولوژيکي ترهګرۍ د جوړېدو سرچینه هم وګرځي.

رویټرز خبري اژانس د امریکا متحده ایالتونو د روغتیا په ملي انستیتیوت کې د بیولوژيکي ټیکنالوژۍ د څانګې د مدیرې ډاکټرې امي پیټرسن له خولې ویلي، د بیولوژيکي د خوندي کولو شورا تر دې وړاندې د پلټونکو معلوماتو د پټو ساتلو غوښتنه نه وه کړې.

د ویلو ده چې د مرغانو والګی د هغو انسانانو د مړینې سبب هم ګرځي، چې په والګي له اخته مرغانو سره سروکار لري.

ورته مطالب