ستاسو غږ: ٢٠١١ کال مو څرنگه وموند؟

2011 کال مو څرنگه وموند؟ فکر کوئ د کال پېښې برخليک ټاکوونکې وې؟

په دې کال کې گڼې داسې پېښې وشوې چې د ډيرو په گومان يې نړۍ بدله کړه، ځينې يې ښايي دغه پېښې وي:
د عربي نړۍ پاڅون
د اسامه بن لادن وژل
د نړۍ اقتصادي بحران
د جاپان زلزله ، څونامي او اتومي بټيو ته يې خطرونه
د معمر قذافي وژنه
افغان ځواکونو ته امنيتي مسووليت سپارنه
د شمالي کوريا د مشر مړينه
د بن دويم کانفرانس

دا پنجشنبه به د بي بي سي په ستاسو غږ( راديويي ، ويديويي او ان لاين) خپرونې کې د ٢٠١١ کال پېښو ته کتنه کوو.

په دې خپرونه کې د برېښناليک يا فيسبوک له لارې سر له اوسه برخه اخيستلى شئ.

که ويديويي نظر راليږئ لطفآ تر ٣٠ ثانيو يې مه ډيروئ. خپل ويديويي پيغام په دې پته راوليږئ:pashto@bbc.co.uk

د حادثاتو مجموعه، د انقلابونو طوفانونه،دامپراطورانو د زوال پیل،د اقتصادي بحرانونو اوج او بلاخره د بشري تاریخ نه هیردونکی کال.

د حمید الله راحل, وردگ برېښناليک

د پنجشنبې په ماښام مخامخ د ستاسو غږ پروګرام ته پر دې شمېرې ټېلېفون وکړﺉ: ۰۰۴۴۲۰۷۸۳۶۰۳۳۱

خپل پیغام د ايس ايم ايس له لارې هم پر دې شمېرې رالېږلئ شئ

۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

ځينې برېښناليکونه

اسامه په کې مړ شو چې د ډیرو زړه ته نه لویدل چې هغه به چیرې وي . معمرالقذافی مړشو . طالبان سولې ته اماده شول

اڅک له کندهاره

عبدالجليل حوجري له کندهاره

په ٢٠١١ کال کې هغه څه پېښ شول چې موږ يې هيڅکله د پېښيدو اټکل نه کاوۀ. په افغانستان کې د عامو خلکو وژل، پر کورونو چاپې او د عربي نړۍ په پاڅونونو کې ډير بې گناه خلک ووژل شول.

احمد الله بيدريوال له کابله

دا کال د ولسمشر کرزي لپاره ښه و د هيڅ مخالف په وړاندې يې ماتې ونه خوړه خو ورور يې ووژل شو.

کريم شاه اڅک له کندهاره

زما په فکر دغه کال بیخي له عجایبو څخه ډک کال وو . اسامه په کې مړ شو چې د ډیرو زړه ته نه لویدل چې هغه به چیرې وي . معمرالقذافی مړشو . طالبان سولې ته اماده شول . د افغانستان کريکټ په نړۍ کې ډیر ښه و ځلید . د افغانستان فوټبال همدا شان . او د کندهار څخه ۱۸۰۰ شاګردان د دولسم صنف څخه فارغه شول چې دا ماته ډیر د خوشحالۍ خبره ده.

ستانکزى له ارزگانه

په ۲۰۱۱ کال کې په ټوله نړۍ کې ډیرې کوچنۍ او لویې پیښې وشوې چې دلته یې یادول ګران کار دی، خو زه د یوي پیښی یادونه کوم هغه داسې،کله چې زه د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ ته راغلم یوه غم لړلې پيښه شوې وه او ډیر خلک په کې مړه شوې وو چې د بی بی سی راډیو ځوان او تکړه خبریال احمد اميد هم په کې شهید شو.ما دغه ځوان نه وو لیدلى خو د سیمې خلکو يې د ژوند کیسې کولې.

حیات الله داوري , هلمند

دوه زره یوولسم کال د افغانستان لپاره لاسته راوړنکى کال وو . د بن دوهم نړيوال کنفرانس جوړ شو چې د افغان دولت او ولس په ګټه تمامیږي .په دغه کال کې د هندوستان هیواد سره د ګډو همکاریو ستراتیژیک تړون لاسلیک شو چې د راتلونکي لپاره د افغانستان په ګټه او اقتصادي تمامیږي .سیمه يیز پولیس په کلیو او بانډو کې په دنده وگمارل شول د ځواکونو شمیر په ټولیزه توګه زیات شو زما لپاره دا کال زړه راکښونکی و د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې ستر بدلونونه راغله چې هیچا هم دا هیله نه درلودله.

انجينير عبدالباقي ناصر له کوټې

زما په نظر دغه کال د تيرو لسو کلونو په پرتله ډير ښه تير شو. که حالات همداسې روان وي نو افغانان به تعليم ترلاسه کړي او سوله به راشي

صفی الله ناصری, کابل

زه فکر کوم چې ۲۰۱۱ میلادي کال تروریستانواو دیکتاتورانو ته ښه کال نه و، نه دیموکراتانو او سوله پالو ته ځکه چې دواړو خواو په دې کال کې خپل ډير مهم رهبران او عزیزان له لاسه ورکړل یا به ووایم چې یوې خوا هم خوشالي او بری و نه ګټلو.

صبغت الله هوتک, مزارشریف:

ډير له حوادثو او خوشالۍ یو ډک کال و.

٢٠١١

٢٠١١ کال کې گڼې لويې پېښې وليدل شوې

عبدالصبور سهاک له پاريسه

زما لپاره په زړه پوری کال و،لويې لويې تاریخي حادثې زما د ژوند نوې پاڼې وې چې را خلاصه شوې او د افغانستان له نومه هغه نوم لرې شوی چې د اسامه ځای افغانستان دی . د لوبو لاس ته راوړنه ، د هنر په لارې کې کوم لاسته راوړنې ونه شوې خو بیا هم د موسيقي په لارې کې ښه لاس ته راوړنه شوې ده نن ورځ زما په نظر هنر د افغانستان د خلکو لپاره ډیره مهمه خبره ده.

نجیب الله ستانکزی , جلال اباد

‌له عراق څخه د امریکایي خواکونو وتل ، په افغانستان کې دسولی لپاره هڅې ، په اروپا کې اقتصادي بحران، په اسیا کې افتصادی وده، به هیواد کې بیسټیزو پروژو کې پانګه اچونه په عربي نړۍ کې اسلامي پاڅونونه او د ملګروملتونو په کلتوري څانګه کې د فلسطین په رسمیت پیزندنه راته مهم و.

دا هم باید له یاده ونه باسو چې سږکال دریو ښځو د نوبل د سولې جایزه وګټله.

عایشه شمس, برلین، په برېښناليک کې

عایشه شمس, برلین

دا کال د نړۍ په تاریخ کې تل پاتی ډير مهم دی او زه خوشاله یم چې د دې مهم کال د پيښو شاهده وم . دا هم باید له یاده ونه باسو چې سږکال دریو ښځو د نوبل د سولې جایزه وګټله.

حمد له بريډفورډ انگلستان څخه

دا کال زما لپاره ډير د خپگان او ستونزو کال و.

حمید الله راحل, وردگ

د حادثاتو مجموعه، د انقلابونو طوفانونه،دامپراطورانو د زوال پیل،د اقتصادي بحرانونو اوج او بلاخره د بشري تاریخ نه هیردونکی کال.

شفيق الله له جلال اباده

رښتیا هم په ۲۰۱۱ کال کې ډیر تغیرات راغلل ډیر خلک پکې مړۀ اوزخمیان شول چې په هغه کې زما ګران کاکا هم شامل وو چې په خپل کار کې مصروف وو چې له څلورو ملګرو شهیدان شول، راځم اصلي مطلب ته په نړۍ کې چې کوم تغیرات په دې کال راغلي او یا هم په افغانستان کې داسې یو کار نه دی شوی چې په هغه کې انسان وژنه پای ومومي

ن ښ له ناڅرگنده ځايه

د امنیت په باب دافغانستان ملي اردو واقعآ د افغانستان دامنیت ضامن دى په تمامه معنى کولاى شي چې دافغانستان مربوط امنیت په پوره ایماندارۍ وساتي .

د بي بي سي پښتو فيسبوک ځينې تبصرې

زما لپاره دا کال په دې يادگاري و چې د يوۀ شهزاده وادۀ مې پکې وليد. شهزاده ويليم له کيت سره وادۀ وکړ خو د اقتصاد خرابي مې ميړۀ له کاره بې برخې کړ.

رڼا جلالزۍ، له بي بي سي پښتو فيسبوک څخه

شهيد حفيظ الله امين : د افغانستان لپاره يو بل خونړى کال و.

سیدابراهیم هاشمی کابل : په عربي نړۍ کې پاڅونونه وشول او ولسونو یې دیکتاتوري نظامونه چپه کړل او په همدې کال کې په افغانستان کې دودیزه لویه جرګه جوړه شوه د بن کنفرانس جوړ شو اوهمدا شان د ناټو ځواکونوڅخه د واک لړۍ افغان ځواکونوته وسپارل شو اوهمدا شان د سپورت په ډګرکې موډیر پرمختګ کړی ده د کریکټ ملي ټیم په نیپال کی آتلولي وګټله او د نولس کلنو ټیم مو نړیوالې اتلولۍ ته لاره پیدا کړه اوفوټبال ټیم د لومړې ځل لپاره په همدئ کال کې د سويلي اسيا د لوبو پايلوبې ته لاره ومونده او دوهم مقام یې هیواد ته راوړ. د میلمه څخه می پوښتنه دا ده چې آیا دودیزی لویې جرګې اود بن کنفرانس شوې پریکړې به عملي اوکنه هسئ د کاغذ پرمخ به پاتې شي

عبدالله مياخيل: زما لپاره ډير کاميابه کال و پوهنتون ته پکې بريالى شوم.

زلمى لودين: د اسامه وژل زما لپاره په دې ښه و چې هغه په پاکستان کې وموندل شو، د قذافي په وژلو خواشينى شوم که هر څه و د يوۀ هيواد مشر و په دومره سپکاوي بايد نه واى وژل شوى، د جاپان زلزلې په دې وډار کړم چې که په پاکستان يا ايران کې دغسې حالت راشي له اتومي بټيو سره به هغوى څه کوي. په افغانستان کې د کرزي د ورور وژلو بې اعتباري زياته کړه. دا کال خورا خونړى کال و.

حکيمي حکيم:اسامه د يوۀ اسلامي گروپ رهبر و او قذافي يو ديکتاتور و، د تونس انقلاب د اسلام د بري انقلاب و دا کال د اسلام د بري کال و.

ايمان ارمان: شخصآ زما لپاره ښه کال نه و. خو بيا هم له خدايه شکر چې تر دې هم خراب نه و.

رحمت الله راشد: دا کال زما لپاره نه هيريدونکى و. ځکه چې زۀ د تحصيلي بورس لپاره پاکستان ته وليږل شوم او ډير خوشاله يم.

د لوبو يادونه مو ولې نه ده کړې افغانستان په فوټبال او کريکټ کې ښه کاميابي لرله

سيلۍ الماس، له بي بي سي پښتو فيسبوک څخه

ځدراڼ: ډير په زړۀ پورى کال و. ټول کال مې بې کاره تېر کړاو لا هم ژوندى يم. بې کاري انسان وژني. زدا د ٢٠١١ کال برکت و چې بې کاره وم.

رڼا جلالزۍ: زما لپاره دا کال په دې يادگاري و چې د يوۀ شهزاده وادۀ مې پکې وليد. شهزاده ويليم له کيت سره وادۀ وکړ خو د اقتصاد خرابي مې ميړۀ له کاره بې برخې کړ.

رحيمي مهمند مهمند: ډير له حوادثو ډک کال و. د جاپان زلزله، د اسامه بن لادن وژنه او د افغانستان د عاشورا د ورځې قتل عام او د بن غونډه ډير مهم وو.

نور شاه کامه وال: په جلال اباد کې د کابل بانک خونړۍ پېښه ډيره خواشينوونکې وه ځکه زۀ په هغه ورځ د ننگرهار په روغتون کې وم. ( دغه پېښه په ٢٠١٠ کال کې وه)

سيلۍ الماس: د لوبو يادونه مو ولې نه ده کړې افغانستان په فوټبال او کريکټ کې ښه کاميابي لرله.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .