ستاسو غږ: د قطر دفتر له سولې سره څومره مرسته کولى شي؟

طالبان

ستاسو غږ د سولې په بهير د طالبانو د دفتر د پرانيستلو پر اغيز غور کوي

طالبان وايي د دوى په وينا له نړيوالو سره د افهام و تفهيم لپاره په بهر کې د سياسي دفتر پرانيستلو ته چمتو دي.

طالبان زياتوي په دې برخه کې يې د قطر په شمول له اړوندو لوريو سره ابتدايي تفاهم کړى دى.

دا لومړى ځل دى چې طالبانو په قطر کې د سياسي دفتر پرانيستلو خبره منلې ده او په داسې وخت کې دا خبر تايدوي چې په کابل کې د گلبدين حکمتيار په مشرۍ اسلامي گوند د جوړ جاړي نوې هڅې پيل کړي دي.

د طالبانو د ځاى ځايگي او ادرس نشتوالي د ولسمشر کرزي په شمول ډيرو د سولې د خبرو په لار کې لوى خنډ بالۀ.

ستاسو په گومان د طالبانو د سياسي دفتر پرانيستل د سولې له بهير سره څومره مرسته کولى شي؟

د خبرو اترو د پیل څرنګوالی تر ډیره روښانه شوی حتی هغه خنډ چې طالبانو د بهرنیو ځواکونو د حضور پر مهال خبرې نه کولې هم له منځه تللی؛ مهمه دا ده چې طالبان به څه غواړي؟ آیا د طالب بندیانو خوشي کول، په حکومت کې ونډه، په څو قوانینو کې بدلون او د دوی امنیتي خوندیتوب به طالبان راضي کړي؟ کنه څه به کیږي؟

رحمت الله جمالزى له کابله

د ستاسو غږ، راديويي، ويديويي او ان لاين خپرونه د پنجشنبه په ورځ د سولې په بهير د طالبانو د سياسي دفتر د پرانيستلو اغيز څيړي.

په دې خپرونه کې د برېښناليک يا فيسبوک له لارې سر له اوسه برخه اخيستلى شئ.

که ويديويي نظر راليږئ لطفآ تر ٣٠ ثانيو يې مه ډيروئ. خپل ويديويي پيغام په دې پته راوليږئ:pashto@bbc.co.uk

د پنجشنبې په ماښام مخامخ د ستاسو غږ پروګرام ته پر دې شمېرې ټېلېفون وکړﺉ: ۰۰۴۴۲۰۷۸۳۶۰۳۳۱

خپل پیغام د ايس ايم ايس له لارې هم پر دې شمېرې رالېږلئ شئ:

۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

ستاسو ځينې برېښناليکونه

ندا نظري له هلمنده

ايا يوازې له طالبانو سره د سولې خبرې کفايت کوي؟ او بې له اوربنده به دا پروگرام بريالى شي؟

رفيع الله فرياد له هلمنده

زۀ فکر کوم چې طالبان د اى ايس اى په سلا سولې ته چمتو شوي ځکه نو له افغان دولت سره خبرې نه کوي او له امريکايانو سره کښيني ، که بهرنيان له افغانستان څخه ووځي بيا به هم د افغانستان کوڅه په کوڅه جنگ وي.

وفي الله له وارسا

دا ښه خبره ده صلح د حل يوازينۍ لاره ده.

رفيع الله فرياد له هلمنده

ايا يوازې له طالبانو سره د سولې خبرې کفايت کوي؟ او بې له اوربنده به دا پروگرام بريالى شي؟

نيکمل درانى له پېښوره

دا دفتر به د سولې په لاره کې ډير پرمختگ وکړي خو شرط يې دا دى چې امرېکا دې د خپلو پوځيانو د وتلو نېټې ته هم عملي بڼه ورکړي ځکه چې د امريکايي پوځيانو په شته والي کې سوله ناشونې ده.

محمد ادريس له پېښوره:

دا د اى ايس اى لوبه ده د نورو اهدافو لپاره.

قويم خان اڅکزى له کوټې:

که پاکستان د افغانستان استقلال ومني نو دا خبره گرانه نه ده چې طالبانو سره خبرې کاميابې نه شي.

عدنان شعيب له فراه

سوله به راشي او يا به رانه شي خو طالبانو نړۍ ته دا وښووله چې اوسنى حکومت نه خپل واک لري او نه د ولس استازيتوب کوي، او بله دا چې دې کار د کابل حکومت بې اهميته ثابت کړ.

روح الله هلالي له پښين څخه:

په قطر کې د طالبانو دفتر لبه يوازې د طالبانو او امريکاييانو ترمنځ خبرو کې مرسته وکړي نه د افغان حکومت ځکه په دې کې نه د افغان حکومت او نه د سولې د شورا کوم استازې شته. دا په دې مانا دى چې افغان او پاکستاني حکومتونه امريکا ته بې اعتباره شوي دي.

مرزا ناڅرگند ځاى:

که خبرې په مخ لاړې نه شي دفتر به بنديږي؟

که دا دفتر د طالبانو لپاره په اوږدمهال سیاسي او ډيپلوماټیک ادرس بدل شي نو د افغانستان د ملي حاکمیت موضوع ته به ګواښ نه وي؟

امان الله کروړ له کابله


سراج الدین سرحدي له هنده

زما په اند دا ګام مثبت دی او بل دا چې طالبانو کوم شرطونه چې مخکې وړاندې کول په اعلامیه کې یې ورته اشاره نه ده کړې او بله خوشبختي بیا دا ده چې اسلامي ګوند هم خپل استازي کابل ته لیږلي دي کیدای شي چې خدای ج به مو ګناهونه بخښلي وي او سوله راته را ولي.

محبوب الحق, کويټه

زما پوښتنه دا ده چې ولې دوى خپل دفتر په قطر کې پرانيزي؟

رحمت الله جمالزی , کابل

د خبرو اترو د پیل څرنګوالی تر ډیره روښانه شوی حتی هغه خنډ چې طالبانو د بهرنیو ځواکونو د حضور پر مهال خبرې نه کولې هم له منځه تللی؛ مهمه دا ده چې طالبان به څه غواړي؟ آیا د طالب بندیانو خوشي کول، په حکومت کې ونډه، په څو قوانینو کې بدلون او د دوی امنیتي خوندیتوب به طالبان راضي کړي؟ کنه څه به کیږي؟ دا اندیښنه هم شته چې امریکایان طالبانو ته د څو ولایتونو د ورکړې یا د ملي ګټو خلاف بل وړاندیز ورنه کړی، او آیا پاکستان د قطر د دفتر په پرانستل کېدو کې هم په ابتکار کې شریک دی که پاکستان وبایلله؟

امان الله کروړ, کابل

زما پوښتنه دا ده چې آیا د قطر دفتر خو به طالبانو ته سیاسي او ډيپلوماټیک خوندیتوب ورنه کړي او تر ټولو مهم دا چې په دې برخه کې افغان دولت کوم تضمین له هغو لورو څخه اخیستی چې دا دفتر پرانیزي ځکه تر اوسه هم جوته نه ده چې دغه دفتر ته ورتلونکي طالبان یوازې امنیتي مصونیت لري که سیاسي او ډیپلوماټیک خوندیتوب به هم ولري؟ ځکه په دې برخه کې هیڅ تضمین نشته او که دا دفتر د طالبانو لپاره په اوږدمهال سیاسي او ډيپلوماټیک ادرس بدل شي نو د افغانستان د ملي حاکمیت موضوع ته به ګواښ نه وي؟

ډاکټر سالار اصولي له مسکو څخه

د خوښۍ خبره ده چې طالبانو دې ته غاړه کېښوده چې د مشکلاتو حل د خبرو له لارې وکړي. هيله من يم چې طالبان هغه د شوروي د وتلو د وخت تېروتنه تکرار نه کړي چې مجاهدينو کړې وه. افغان حکومت بايد هڅه وکړي چې د پاکستان منفي مداخلې پرنږدي.

د بي بي بس پښتو له فېسبوک څخه ځينې تبصرې

عبدالشکور خوستوال: ډيره مرسته کولى شي خو چې دا دفتر د چندو يا نورو ناوړو گټو لپاره نه وي.

محمد افضل: طالبان مستقل نه دي، وسله والو طالبانو چمتووالی ښودلی چې له نړیوالې ټولنې سره د ''افهام او تفهیم'' له لارې په بهر کې سیاسي دفتر ولري، دا افهام او تفهیم به قدرت ته د لاسته راوړلو لپاره ، که وي نو د دوی دا لس کلنه جګړه د څه لپاره کوله، ولې دا سوله له حامد کزري سره نه کوي چې له امریکایانو سره یې کوي، زه نه پوهیږیم چې ولې حکمتیار او طالبان په دې وروستیو کې سولې ته حاضر شول.

محمد اقرار : که چيرې د پاکستان اثر نه وي نو پوره کمک کولى شي چې افغانستان کې امن راشي او که د پاکستان اغيز وي نو بيا تمه نه شي کيدى ځکه پاکستان هيڅ وخت نه غواړي چې افغانستان کې امن راشي.

محمد ولي ستانکزى: د قطر په هیواد کې طالبانو ته د دفتر پرانسته په رښتیا هم ښه کار دی خو کاش چې دغه کار څو کاله مخکې شوى واى.

مومن الحق ساپى: داډيره ښه خبره ده خو طالبا ن اصلاً په خپل واک کې نه دي د دوى واک بل چا سره دى هغوې چې هر څه وغواړي کوي.

حميد اطرافي: په افغانستان کې د سولې لپاره بايد هر هغه څه چې کولى شو بايد ويې کړو. که د قطر خبره کيږي که نه کيږي بيا هم بايد د سولې لپاره کار وکړو. د افغان مسالې وروستى حل لاره د خبرو لاره ده. بايد بيلا بيلې لارې پسې وپلټوو.

منگل خان: ډیره ښه خبره ده طالبان زموږ وروڼه دي او خپل هیواد ته دې راشي .

عبدالقادر کاکړ: که د قطر دفتر په رښتيا د خبرو او له طالبانو سره د جوړ جاړي لپاره جوړ شوى وي خو نتيجه ورکوي که د نورو هيوادونو د سياسي اهدافو په خاطر جوړ شوى وي نو افغانستان بيچاره به بيا همداسې بې نتيجې پاتې شي.

عديد خان : دې کې د امريکا لاس دى.

محمد خان وزيري: افغانستان د بزکشۍ ميدان دى.

مسعود ستانکزى: په دې سوله کې طالبان مستقل دي که د اى ايس اى په دستور به عمل کوي؟

افغان ملنگ افغان: له طالبانو سره دې خبرې ونه شي هغوى يوازې د ټوپک په ژبه پوهيږي.

احمد شاه افغان : د سولې خبرې هغه وخت کاميابيدلى شي چې ټولې ښکيلې غاړې صادقې او وفادارې وي که طالبان دي که بهرني ځواکونه او يا نورې غاړې.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .