ستاسو غږ:سوله ،د پاکستان رغنده رول څه ډول ممکن دى؟

دغه ډول سفرونه او د شخړې د حل د پاره ناسته د هندوستان او پاکستان ترمنځ تیر شپیته کاله پرته له کومې پایلو روانې دي .که ریښتیا ووایو نو افغانستان د پاکستان دپاره هیڅ ډول پالیسي نه لري ـ قدرمن کرزى له یوې خوا پاکستان ته بد رد او بیا په بله خوا ورته ورور وايي

مشتاق رحيم له افغانستانه په برېښناليک کې

د وسله والو طالبانو ، امریکا او افغانستان ترمنځ د خبرو په تړاو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیره حنا رباني کهر د چهارشنبې په ورځ کابل ته ورسيده.

د اغلې کهر دا سفر په داسې وخت کې پيل شو چې بي بي سي په افغانستان کې د ناټو يو پټ راپور ترلاسه کړی چې وايي په پاکستان کې لا تراوسه ځينې عناصر له طالبانو سره مخامخ مرسته کوي.

دغه راپور وايي پاکستان په پرله پسې ډول د طالبانو له جګپوړو مشرانو کار اخلي او د دوی ځای ځايګی ورمعلوم دی.

پاکستاني مامورين دغه رپوټ بې بنسټه بولي .

پاکستاني چارواکي وايي هيله دا ده چې ميرمن کهر په افغانستان کې د سولې او بيا پخلاينې د گډ بهير په بيا غوړولو خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالباسط بي بي سي ته وويل، دا زموږ لپاره یوه ښه فرصت دی چې پر دوه اړخیزو اړوندو خبرو له افغانستان سره له نژدې خبرې وکړو او یوې پرېکړې ته ورسېږو.

اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوى پوهېږي چې د افغانستان امنیت په خپله د پاکستان د امنیت په مانا دی.

ستاسو غږ دا اوونۍ د افغانستان د سولې په بهير کې د پاکستان پر ونډې خبرې کوي.

ستاسو په فکر د افغانستان د سولې په بهير کې پاکستان څه ډول رغنده رول لوبولى شي؟

کابل د ځان لپاره په څه ډول د پاکستان ونډه مثبته ثابتولى شي؟

ستاسو غږ راديويي ، ويديويي او ان لاين خپرونه ده.

که ثبت شوى ويديويي پيغام يا پوښتنه راليږئ لطفآ تر ٣٠ ثانيو يې مه اوږدوئ او په دې برېښناليک يې راوليږئ: pashto@bbc.co.uk

سر له اوسه د بي بي سي پښتو ايميل ته او يا هم د بي بي سي پښتو فيسبوک يا تيوتر کې خپل نظر ليکلى شئ.

کلېکاږل د بي بي سي پښتو فيسبوک لپاره دا ځاى کېکاږئ


کلېکاږل د بي بي سي پښتو تيوتر لپاره دا ځاى کېکاږئ

د پنجشنبې په ماښام مخامخ د ستاسو غږ پروګرام ته پر دې شمېرې ټېلېفون وکړﺉ: ۰۰۴۴۲۰۷۸۳۶۰۳۳۱

خپل پیغام د ايس ايم ايس له لارې هم پر دې شمېرې رالېږلئ شئ:

۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

ستاسو ځينې برېنښاليکونه

مشتاق رحيم له افغانستانه

زما په اند د افغانستان دولت په پکار دي چې خپله پالیسي د پاکستان او هند په اړوند یو څه بدله کړي ترڅو دواړو لوریو ته د منل وړ وي ـ همدا راز د پاکستان حکومت سره د اعتماد فضا منځته راوړل شي ـ ددې ترڅنګ د عامه خلکو په کچه چې په هغې کې رسنۍ ، زدکړیالان ، مدني ټولنې او داسې نور هم د اعتماد جوړولو په بهیر کې راګډ کړې شي ـ پاکستان د افغانستان څخه د ویرې خطر نه خلاص کړې شي ـ دې سره سره دغه پروسه په ډیر صبرناک ډول پرمخ بیول شي ولې چې اعتماد په ورځو او میاشتو کې منځته نه راځي بلکې ډیر وخت ته اړتیا لري ـ که دغه دریځ خپل کړې شي نو یوڅه تمه شته که نه نو همدا اوسنى حال به وي ـ دغه ډول سفرونه او د شخړې د حل د پاره ناسته د هندوستان او پاکستان ترمنځ تیر شپیته کاله پرته له کومې پایلو روانې دي .که ریښتیا ووایو نو افغانستان د پاکستان دپاره هیڅ ډول پالیسي نه لري ـ قدرمن کرزى له یوې خوا پاکستان ته بد رد او بیا په بله خوا ورته ورور وايي ـ زما په اند یوه سمه پالیسي او هغه هم د پاکستان د غرضونو په رڼا کې جوړول اړين دي.

ابومحمد همکار, نوی ډیلی - هند

پاکستان مثبت رول لوبولى شي چې د دوى په گټه به هم وي. خو پاکستان د افغانستان په جنگ کې خپل خير ويني

اسد له تورنتو

د پاکستان رغنده رول هغه وخت ممکن دی چې د دوی سره سپینې خبرې وشي او دوی ته دا ډاډ ورکړل شي چې اوس افغانان قوت لري چې د خپل هیواد دفاع وکړي - او همداراز پاکستان په دې پوی کړي چې د افغانستان امن او سوله د پاکستان د آمن او سولې په معنی ده.

اسد له تورنتو کانادا

پاکستان مثبت رول لوبولى شي چې د دوى په گټه به هم وي. خو پاکستان د افغانستان په جنگ کې خپل خير ويني. پاکستان غواړي امريکا په افغانستان کې ستړې کړي چې ووځي او بيا دوى د افغانستان له خاورې د هند پر ضد کار واخلي لکه د طالبانو په وخت کې چې يې اخيسته.

محمد رحیم تړون , کابل

زما په نظر پاکستان د سولې یومهم عنصر بلل کیږي . په افغانستان کې هغه وخت ارامي راتلی شي چې د افغانستان حکومت ، پاکستان حکومت ، طالبانو امارت او د مریکا متحده ایالات سره یوځای د سولې په خبرو کې برخه ولري.

عبدالله منصوري له کابله

پاکستان مثبت رول لوبولى شي خو تجربو ښوولې چې دوى به د سولې بهير ته مثبت غبرگون ونه ښيي. گومان کوم پاکستان اوس ځان د سولې له بهيره دباندې ويني ځکه اوس غواړي چې بيا ځان پکې ښکېل کړي.

حسیب الله نوري یم د کابل پوهنتون د ژورنالیزم له پوهنځي

زما په نظر پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې ډیر ستر رول لوبولی شي ځکه د طالبانو اصلي د اوسیدو ځای پاکستان دی او خپله پاکستان تر یوه حده د طالبانو جوړونکی هیواد ګڼل کیږي نو که واقعآ پاکستان وغواړي زما په نظر افغانستان کې په یوه اونۍ کې سوله راوستلای شي خو زه فکر کوم چې پاکستان دغه کار ته په افغانستان کې ژمن نه دی ځکه د نوموړي هیواد ګټې د افغانستان په جګړه کې نغښتې دي.

عبدالبصیر , کابل

که چیرې نړیواله ټولنه په افغانستان کې خیر ( سوله اوثبات ) غواړي نوباید پرپاکستان سیاسي او اقتصادي فشارونه زیات کړي. پاکستان ترپرونه ویل چې د دوی په خاوره کې افغاني طالبان نشته او اوس له هماغه ځایه طالبان قطر ته ځي . دا که زرځلې دا ډول تګ راتګ وشي ، دا بې ګټې دي. او یوازینۍ لار پرپاکستان باندې د سیاسي اواقتصادي فشارونو راوړل دي اوبس .

گلالى (گلدم), له کندهاره

زه فکرنه کوم چي پاکستان دي هيڅکله په افغانستان کې سوله وغواړي اونه يې غواړي ځکه چې تاريخ دا راته ثابته کړې چې پاکستان تل په افغانستان کې په پټه اوښکاره مداخلې کړي اوکوي که څه هم د افغانستان د اورلمبواوس د پاکستان لمن هم ورسوځولې خوبيا هم پاکستان نه غواړي چې په افغانستان کې ريښتنې سوله راشي.

عبدالروف, کندهار

زما په فکر، د پاکستان دولت هیڅ ډول همکاري د افغانستان د دولت او وګړوسره نه کوي. ځکه دوی نه غواړي دا هیواد جوړ ووینی او بیا ورسره حساب د خپلي پولي وکړي.

کریم شاه اڅک, کندهار تخته پل

پاکستان هیڅکله نه غواړي چې په افغانستان کې دې صلح او آرامي راشي اوس دوی دا فکر کړی دی چې حکومت او طالبان خبرې سره کوي او دغه موافقې ته سره رسیدلي چې صلح سره وکړې او که دوی صلح سره وکړه د پاکستان کور خراب شو او دوی په دغه خبرو کې نه دی شامل اوس دوی غواړې چې ځان په دغه خبرو کې شامل .

رفیع الله فریاد, هلمند

دسولی په خبروکې د پاکستان ونډه مهمه ده ځکه چې په قطرکې د افغانستان د طالبانو مشران کیدای شي چې د پولې ها طرف د طالبانو په نمایندگي هم خبرې وکړي.

فيسبوک کې ستاسو نظرونه

ارماني خاورې: زما په فکر کابل او شننونکي بايد په هر څه پاکستان ملامت نه کړي ، کابل بايد د سولې خبرې او د امنيت مساله چټکه کړي او د دوه مخو مفسدو کسانو مخه ونيسي.

زۀ د پاکستان يم. موږ ټول پښتانه له الله نه دا دعا کوو چې په افغانستان کې امن راشي .

بلال خان يوسفزى

بلال خان يوسفزى: زۀ د پاکستان يم. موږ ټول پښتانه له الله نه دا دعا کوو چې په افغانستان کې امن راشي .

پښتون هلک: اوس مهال پاکستان رول لري خو زموږ افغانان بايد دوست او دښمن وپېژني.

محمد شعيب حبيبزاده: که پاکستان په خبرو کې ګډ شي نو پوه شه چې هيڅ کله به سوله را نه شي او د١٣٧٢ کال سناريو (په راولپنډۍ کې د افغانستان لپاره د ولسمشر ټاکل) به بيا تکرار شي؛بهتره به دا وي چې پاکستان او ايران هر ډول اړيکې د سولې د مرکچيانو سره قطعه شي او دوى ته په کې هيڅ ډول امتياز ونه منل شي.

عبدالمطلب جمال: که امریکا وغواړي نو پاکستان هیچ هم نشي کولی دواړه ټولې نړۍ ته فریب ورکوي .

ضيا صاحبزاده: ناټو بايد له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي ځکه د پاکستان او افغانستان په حکومتونو کې صادق کسان کم دي.

محمد افضل: ټولې خبرې اترې باید د افغان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي تر نظارت لاندې وشي چې دا به ښه پایله هم ولري؛ دا ډیر اړخونه لري چې بیان یې وخت نيسي ؛ جگړه استخباراتي ده او یو څه نا څه احساساتي اډیولوژي اړخونه هم لري خو دومره نه دي.

عبدالله مياخيل: پريږدئ چې اسرايل په ايران حمله وکړي او په تهران کې رژيم بدل شي که داسې وشول افغانان او نړيواله ټولنه به افغانستان ته د توکو د ليږد لار ومومي او پاکستان به يوازې پاتې شي.

خالد صالحي: پاکستان هيڅکله نه غواړي چې په افغانستان کې مثبت رول ولوبوي.څه چې دوى په خولۀ وايي سم نه دي او د اى ايس اى د تگلارې يوه برخه ده. له بل لورې افغان حکومت يو ټاکلې تگلاره نه لري، له يوې خوا پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورنوي او له بل لورې پاکستان د سولې اصلي برخه بولي او وايي بې له پاکستانه سوله ممکنه نه ده.

هيواد الله: زما په اند د پاکستان د خارجه وزیرې سفر کابل ته په دوو بُعدو کې لیدلى شو.
اول= که چیرې دا سفر هم د نورو پاکستاني چارواکو دسفرونو په قسم فقط یوسمبولیک سفر وي نو هیڅ ډول تمه ترې پکار نه ده.
دوهم = که چیرې پاکستان په واقعي او ریښتونی ډول د افغانستان د سولې په خاطر په افغانستان کې د خپلو غیرې مشروع ګټوڅخه تیرشي افغانستان په خپلو چارو کې د یوه خپلواک ګاونډي په توګه وزغمي طبیعی ده چې پاکستان د افغانستان په سوله کې تر هربل چا اغیزمن رول لرلی شي٫ځکه چې اتیا سلنې د مشکل علت هم پاکستان دى او افغانستان خو همیشه دې ته تیار دی چې په منطقه کې د یو آزاد او باثباته هیواد توګه وه اوسی.

نور الله: پاکستان هيڅکله په افغانستان کې مثبت رول نه لري او نه يې غواړي.

ابراهيم پاک: زۀ فکر کوم چې پاکستان يو مهم رول ادا کولى شي.

زلمى لودين: کابل کې اخلاص نه وينم، د پاکستان له روله به مثبته گټه وانه خلي. د کابل حکومت اول پاکستان ملامتاوه او چې د قطر د دفتر خبره شوه بيا د پاکستان رول ورته مهم شو.

گلاب منگل: پاکستان به کله هم د افغانستان په څ گټه خپل صداقت ونه ښيي. ظاهرآ وايي چې په افغانستان کې امن غواړو خو ه باطن کې شر خوښوي.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .