ستاسو غږ: د نجونو د تعليم په وړاندې څوک خنډ جوړوي؟

افغانې نجونې

د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کې لا هم د نجونو د زده کړو په وړاندې خنډونه شته.

په کندهار کې د معارف رياست مني چې ښځينه ښوونکې نه لري نو اړ دي داسې ميرمنې په کار وگماري چې له خپلو زده کوونکو سره په ژبه لا نه پوهيږي.

په پکتيکا کې څو اوونۍ وړاندې د ښځو د چارو ريسې ويل د سيمې خلک نجونې له ابتدايه زده کړو وروسته ښوونځي ته نه پريږدي.

د پکتيا ميرمنو په ټول افغانستان کې د نجونو د ښوونې ټيټې سويې ته په کتو غوښتنه کړې وه چې په پوهنتونونو کې دې ښځو ته جلا برخه وټاکل شي.

دا ټولې پېښې د دې څرگندويي کوي چې لا هم په افغانستان کې د نجونو د ښوونې و روزنې په وړاندې خنډونه شته.

ستاسو غږ دا اوونۍ له تاسو دا اوري چې څوک د نجونو د تعليم په وړاندې خنډونه جوړوي او که دا خنډونه ورک نه شي نو پايلې به يې څه وي؟

ستاسو غږ راديويي ويديويي او انلاين خپرونه ده.

که ثبت شوى ويديويي پيغام يا پوښتنه راليږئ لطفآ تر ٣٠ ثانيو يې مه اوږدوئ او په دې برېښناليک يې راوليږئ: pashto@bbc.co.uk

سر له اوسه د بي بي سي پښتو ايميل ته او يا هم د بي بي سي پښتو فيسبوک يا تيوتر کې خپل نظر ليکلى شئ.

کلېکاږل د بي بي سي پښتو فيسبوک لپاره دا ځاى کېکاږئ

کلېکاږل د بي بي سي پښتو تيوتر لپاره دا ځاى کېکاږئ

د پنجشنبې په ماښام مخامخ د ستاسو غږ پروګرام ته پر دې شمېرې ټېلېفون وکړﺉ: ۰۰۴۴۲۰۷۸۳۶۰۳۳۱

خپل پیغام د ايس ايم ايس له لارې هم پر دې شمېرې رالېږلئ شئ:

۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

ستاسو ځينې برېښناليکونه

عصمت الله (ناصري), ننگرهار

دښځو په وړاندې غټه ستونزه بې امنیتې ده . دوهمه ستونزه کورنۍ ستونزه ده چې نجونې ښونځي ته نه پریږدي . او بله خبره دا ده چې والله که هلکانو ته شرایط برابر وي چې ښونځي ته لاړ شی

شيرمحمد پېښور

غيرشرعي لباس او د مغربي ممالكو د بې حيايي تهذيب ويره او د زنانو سادوالى او تيروتل او د خلكو بې سوادي او د موسسو غلط كارونه او نور ډير عوامل يو باحيا انسان نه غواړي داسې خپله خور او لور وويني كه اصلاحات وشي نوكيدي شي زنانه د جهل نه خلاصي شي

کمال الدين کمال پاکستان

زما په اند لومړى زموږ پښتنې کورنى نظام د نجونو د تعليم لوى خنډ دى ځکه اکثره پښتانه نه غواړي چې په نجونو تعليم وکړي. دوى په مجموع کې دا فکر کوي چې کله نجلۍ تعليم وکړي نو بيا سپين سترگې کېږي. او خپل پښتني ارزښتونه تر پښو لاندې کوي. دويم دولت زمينه سمه نه ده برابره کړې چې نجونې جلا تعليم ترلاسه کړي

محمد طاهر له هلمنده

زما په آند تر ټولو دمخه با يد موږ خپله ټولنه او وګړي ملامت کړو ځکه چې په هره کورنۍ کې چې نجونې دعمر له لحاظه غټيږي نو د پلار او ورونو له
خوا ورته د ښونځي پريښودلو او پر دغه ځاى د تعلم د بس کولو خبرې پيليږي ځکه چې دی نه غواړي چې يو څوک ووايي چې د پلانکي لور وګوره پيغله شوه او
تر اوسه له کوره وځي . د دې خبرې د ورکولو لپاره دې د خپلې لور د ښونځي ته تلو مخه نيسي . دې ته ورته نور ې ستونزې هم شته خو دا يې يوه بيلګه وه

ماسره په ټولګي کې یوه جلکۍ وه هغه په ټول کلاس په جینکو کې ډیره تکړه وه یوه ورځ يې وویل چې زه نوره نه راځم ټولګي ته موږ ترینه پوښته وکړه ولې نه راځې هغه په ژړا شوه او ويې ویل چې خاوند مې مور ته ویلي وو چې نوره به دا پوهنتون ته نه ځي او ما ترې وپوښتل چې خاوند دې څه کوي ؟ هغې وويل چې هغه په کابل کې کمپیوتر ساینس وايي.

محمد نبي درويش

سیدمحمد همدرد, کندهار

زما په نظر ډیر خنډونه د نجونو د زدکړې پرمخ شته. د ګاونډیو هیوادونو لاس وهنه، د ښوونځیو سوځل , پر نجونو تیزاب پاشل , زموږ پښتني کلتور, کورني او اقتصادي مشکلات او داسې نور.پایلې به یې منفي اغیزې ولري

سیدآجان هند

د افغانستان په ډېریو مناطقو کې دواړه ښارونو او کلیو او بانډو کې قانون حاکم نه دی.ډېریو نجونو ښوونځي پریښي دي صرف د دې لپاره چې دوی به د ښوونځي په لاره کې د هلکانو له لاسه په تنګېدلې.

نېستي: ۳۶٪ د افغانستان خلک د نېستۍ ستونزې سره مخامخ دي. ډېري نجونې د کور په کارونو کې بوختې دي.

د وخت نه مخکې یا د جبر واده: ډېري کورنۍ د نېستۍ له وجې خپلې لوڼې د پیسو په بدل کې د واده د عمر نه وړاندې ودوي چې د دوی د ښونځي د تللو مخنیوی کوي.

نا امني،د کورنیو او قامونو رول، د ښوونځیو فاصله یا لرې والی

محمد نبي درويش

ماسره په ټولګي کې یوه جلکۍ وه هغه په ټول کلاس په جینکو کې ډیره تکړه وه یوه ورځ يې وویل چې زه نوره نه راځم ټولګي ته موږ ترینه پوښته وکړه ولې نه راځې هغه په ژړا شوه او ويې ویل چې خاوند مې مور ته ویلي وو چې نوره به دا پوهنتون ته نه ځي او ما ترې وپوښتل چې خاوند دې څه کوي ؟ هغې وويل چې هغه په کابل کې کمپیوتر ساینس وايي.

ذکرالله له کابله

په پښتني سیمو باندې تپل شوې جگره، د سواد ټيته کچه او سیمه يیز رقابتونه يې دلايل دي.

گلالى گلدام له کندهاره

زماپه آند د نجونو د زدکړو په وړاندې يوازينى خنډ خپله د نجونو فاميلي ستونزه ده ځکه زموږ ټولنه درې لسيزو جنگ،جگړو داسې ځپلې چې نارينه مو شپيته فيصده بيسواده پاته شوي او د تعليم ارزښت ورته څرگند نه دى نو ځکه د ښځو زدکړه يو ډول شرم او پيغور ورته ښکاري په داسې حال کې چې هره کورنۍ دخپل ښځينه ناروغ لپاره ښځينه ډاکټره غوره گڼي.

حنیف فیضي غزني

که چیرته نجونې اسلامي حجاب مراعت او په مکتبونو او پوهنتونونو کي له نارینوو جدا د دولت لخوا ورته زمینه مساعده شي زما په اند به یو افغان هم د نجونو د تعلیم په وراندې مخالفت ونه کړي ځکه چې یوې ډاکترې او معلمې ته هر څوک ضرورت لري

ج ه له کابله

ما ډيره هيله لرله چې په خپلې ميرمنې پوهنتون ووايم، يا ډاکټره ، يا ژورناليسته او يا معلمه شي، لس کاله کې پرې فکر کړى ، له ١٥ کلنۍ نه اوس ٢٥ کلن شوم. کوژده چې مې وکړه وروسته رامعلومه شوه چې هغې له بل هلک سره ارتباط درلود، په مکتب کې يې خطونه سره تبادله کول. په ما ډيره سخته تمامه شوه، اوس نه غواړم هغه درس ووايي قيد شوه.

محمود له پاکستانه

زما په فکر اداره هم خنډ کیدای چې زمینه یې نه ده برابره کړې لکه ښځينه استادان، جلا مکتبونه داسې نور

شجاع الله امان, هندوستان ،چندیګر

ګورئ که وګورو په افغانستان کې داسې شرایط راغلي چې د هلکانو د تعلیم په وړاندې ډیرخنډونه موجود دي پاتې لانجونې، خو دنجونو د تعلیم په وړاندې ، ناامنه شرایط،کورني بندیزونه،د ښځینه ښوونکو نه موجودیت آن هغو ته د مرګ ګواښونه،پر هغو د تیزاب شیندنه او داسې نورې ستونزې دي چې دوى یې له تعلیم بې برخې کوي، دا چې ښځه د ټولنې نیمایي برخه جوړوي نو د تعلیم نه د دوى بې برخه کیدل سختې جدي پایلې ترڅنګ لري که ښځه بې تعلیمه وي نو د ماشوم روزنه،کورنۍ اړیکې،حفظ الصحه او داسې نورې چارې په صحیح ټوګه نه شي ترسره کولی

د بي بي سي پښتو فيسبوک ځينې نظرونه

ملک اڅکزى: د بل انتها خوښي نظريات چې يې زموږ د بعضې خلکو په ذهنونو کې ور دننه کړي دي

عبدالله خان: ډير ښه کار کوي که نجونې کغري تعليم حاصل کړي نو بې پته به شي

افغان ميرمن: خان ته: لطفا هر څه چې ليکئ اول پرې فکر وکړه او بيا يې وليکه.

انعام الله مياخيل له جلال اباده: په لومړي قدم کې کلتوري محدوديتونه دي چې نجونې نه شي کولى له دې امله يې په چم گاونډ کې ورته پور او پيغور جوړيږي دوى او د دوى کورنۍ ته په دويم قدم امنيتي ستونزې دي چې نجونې نه شي کولى په ازاد ډول ښوونځيو ته لاړې شي او بله دا چې په لارو کوڅو کې د هلکانو له خوا مشکلات لري.

افغان ميرمن: د نجونو د زده کړې پر وړاندې تر ټولو مهم خنډ په ټولنه کې د نارينه و ناوړه چلند بولم. زه به خپله کیسه درته په لنډو وکړم:

زه يوه افغانه يم او په ختيځ کې مې درس وايه، له لس کلنۍ مې چادري هم د دې لپاره پر سر کړه چې ښوونځي ته به بې له کومې ستونزې تلای شم خو د ښوونځي په لومړيو کلونو کې وم چې يوه ځوان زموږ ډله څارله. هره ورځ به لکه باډيګارد له موږ سره تر کوره ته. داسې لکه شپون چې رمه څاري. بله ورځ مې ورور پر لاره ليدلی و . چې کور ته راغی زه چې اوس پنځلس کلنه وم په سوک يې ووهلم او سترګه مې شنه شوه. ورور مې که هم څه تر ما يو کال مشر و ځان ته يې دا حق ورکاوه چې ما له ښوونځې بنده کړي. هماغه ورځ وه چې تقدير مې يې وټاکه او له ښوونځي يې تر څو مياشتې بنده کړم. دا چې څنګه يې بیرته پريښودم اوس پرې پوهيږم. دلیل يې زموږ ډير کمزوری اقتصاد بولم، ورور به مې شايد دا فکر کړی وي چې که ښوونځی ووايم نو چيرې به دنده اجراکړم (که پر ما باران وي پر ده به يې هم څاڅکي ووريږي) مانا دا چې زه معاش اخلم نو له ده سره به مې مرسته کړي وي.

سيدا جان احمدي: :١ د افغانستان په ډېریو مناطقو کې دواړه ښارونو او کلیو او بانډو کې قانون حاکم نه دی..ډېریو نجونو ښوونځي پریښي دي صرف د دې لپاره چې دوی به د ښوونځي په لاره کې د هلکانو له لاسه په تنګېدل.

۲. نېستي: ۳۶٪ د افغانستان خلک د نېستۍ ستونزې سره مخامخ دي. ډېري نجونې د کور په کارونو کې بوخت دي.۳. د وخت نه مخکې یا د جبر واده: ډېرى کورنۍ د نېستۍ له وجې خپلې لوڼې د پیسو په بدل کې د واده د عمر نه وړاندې ودوي چې د دوی د ښونځی د تللو مخنیوی کوي.
۴: نا امني، ۵: د کورنیو او قامونو رول، ۶: د ښوونځیو فاصله یا لرې والی هم یو د ډېرو مهمو خنډونو نه کېدای شي. ۷: د ښځينه ښوونکو نشتوالی

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .