ستاسې غږ

ستاسې غږ: د نجونو د تعليم په وړاندې څوک خنډ جوړوي؟

د افغانستان په بيلا بيلو سيمو کې لا هم د نجونو د زده کړو په وړاندې خنډونه شته.

په کندهار کې د معارف رياست مني چې ښځينه ښوونکې نه لري نو اړ دي داسې ميرمنې په کار وگماري چې له خپلو زده کوونکو سره په ژبه لا نه پوهيږي.

په پکتيکا کې څو اوونۍ وړاندې د ښځو د چارو ريسې ويل د سيمې خلک نجونې له ابتدايه زده کړو وروسته ښوونځي ته نه پريږدي.

د پکتيا ميرمنو په ټول افغانستان کې د نجونو د ښوونې ټيټې سويې ته په کتو غوښتنه کړې وه چې په پوهنتونونو کې دې ښځو ته جلا برخه وټاکل شي.

دا ټولې پېښې د دې څرگندويي کوي چې لا هم په افغانستان کې د نجونو د ښوونې و روزنې په وړاندې خنډونه شته.

د ستاسې غږ په دې خپرونه کې په دې موضوع خبرې وشوې چې څوک د نجونو د تعليم په وړاندې خنډونه جوړو او که دا خنډونه ورک نه شي نو پايلې به يې څه وي؟

ستاسې غږ پروگرامونه

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .