ستاسې غږ: د افغان ښځو د حقونو په برخه کې پرمختګونه

ستاسې برېښناليکونه

ستاسې د فېسبوک پيغامونه

غفار کاکړ

د افغانستان دغه اوسني حالت ته په کتلو سره که ووایو نو د پام وړ پرمختګونه شوي دي خو لکه د هر هغه مشکل په څیر چې په دې ملک کې موجود دې، د ښځو حقوقو ته هم په بنسټیزه توګه کار ندې شوې. د نجونو په ډیر کم عمر کې واده، په بدو کې وروکول، د نااهله او بیکاره او بداخلاقه زوې په لار ته راوړلو لپاره د هغه واده کول، ښځه جسم فروشې ته مجبورول، جنسي تیرې او داسې نور مشکلات چې لا اوس هم افغانې تورسرې ترینه سر ټکوي.

اغا محمد قريشي

په فغانستان کي د ښځو د حقونو لپاره هیڅ کار ندی سوی، که په کابل او ځینو نورو ښارونو کي د ګوتو په شمېر پرمختګونه راغلي، خو دیوې لس کلني نجلۍ سره ناوړه کار هم د زغم وړ نه وو، د ښځو لپاره هغه وخت بنیادي کار کېدلای سي چي نړیواله ټولنه، دولت او ملت په ګډه دهغوی حقوقو ته درناوی وکړي.

ذکريا خان

هلکان او انجونی ښوونځې ته لاس رسی نه لرې نو حقونه به څنګه ورته ورسیږي. که ملکانو تبلیغ کړی وی چې خلک دې خپلې لوڼی ښونځې ته ولیږی خلق به هم سیالې ورسره وکړې که علم یي وکړ حق به هم ورته ورسېږي.

اکرام الله

تر هغه چې په افغانستان کې تعلیم او پوهنې ته سمه پاملرنه ونه شي، د ښځو په وړاندې به تاوتریخوالی همداسې روان وي.

سميع رحمت

در اسلام، نقش مادران بسیار مهم و والاست. از ابوهریره روایت شده‌است که مردی به نزدیک رسول‌الله آمد و گفت: یا رسول‌الله، از مردم چه کسی را خدمت کنم؟ رسول گفت: مادرت را" مرد گفت: دیگر چه کسی را؟ رسول گفت: مادرت را.

مرد بار دیگر پرسید: پس از او چه کسی را؟ رسول گفت: "مادرت را" چون برای بار چهارم مرد پرسید: دیگر چه کسی را خدمت کنم؟ رسول گفت: "پدرت را پیامبر اسلام، در آخرین خطبه خویش در حجةالوداع نیز بر نیکویی پیش گرفتن با زنان تأکید کردند: ای مردان، با زنان خویش به نیکی رفتار نمایید و با ایشان مهربان باشید؛ چرا که آن‌ها شریک شده و یاری‌کنندگان شما در دین هستند

خان شنوارى

ښځې باید د خپلو ماشومانو او خپلو کورنیو عزت وکري، همدا یې غټ حقوق دي.

محمد رفيع

مسلمانانو همیشه ښځو ته حقوق ورکړی دی .او افغانانو هم زیات که ستاسی نظر داوی چی غربی حقوق. هغه موږنه دی ورکړی او هیڅ کله یی ورکوو هم نه ځکه چی هغه زموږ ددین سره په ټکر کی دی.

حنيف فيضي

زما په نظر افغان میرمنو په تیرو لسو کلونو کی کومی دپام ور پرمختیاوی ندی کری دوی یوازی هغه حقوق غواری چه هغه په یوه غربی او کفری جامعه کی رواج لری اسلام دمیرمنو دزده کری اوپرمختگ مخالف ندی خوپداسی دول نه لکه نن چه په افغانی جامعه کی یی میرمنی تقاضا لری دعلماوو شورا خو میرمنی له تعلیم،کاراوله کور نه دباندی له وتلو نه دی منع کری بلکه هغوی ته یی داسلامی چوکات کی دکولو توصیه کری.

په بدو کی ورکول جنسی تیری وژنی په زور واده ته مجبورول په میرمنو درانده کارونه کول اسلام ناروابللی خو بی محرمه سفر، ګډ تعلیم اوپه دولتی ادارو کی گډ کار، دتلویزون په پرده ارایشی څرگندیدل ، نورو هېوادو ته دنجونو لیږل نورو هیوادو ته دکرکیت لپاره په اسلام کی مطلق ناروا دی اوغیر اسلامی کار دی

عيسى فاتحي

د نړۍ د هر هیواد ﻭګړﯤ د مذهبي، ﮐﻠﺘﻮﺭﻱ جغرافیایئ او نورو طبعي جوړښتونو له مخي تقسیم او خپل ورځنی ژوند دﺩﻏﻮ پورتنیو ټکو ته په نظر کې نیولو سره مخ ته بوزي. افغاني میرمنې هم دپورتنیو جوړښتونو ﭘﻪ ﭼﻮﮐاټ کې خپل حقوق لري او هم باید ورکړل شي. ؤلې د نورو هیوادونو د ښځو حقوق او ﻭﺭځنی حقوقي ژوند باید بهرانیان د افغان میرمنو په افغاني ټولنه ﮐﯥ له ورځني ژوند سره مقائسه نه کړې.

فيروز محبوبي

زما له فکره چی د تیر وخت پر تله اوس افغان ښځو ته ډیر حق ورکول کیږی او فکر کوم افغان ښځی به هم ددی څخه خوشحال وی او فکر کوم په آینده کی به یی حقونه نور هم مخ په لوړیدو سی.

شمس الحق

باید ښځو ته پوره حقونه ورکړل شي،خو چی د اسلام له دایر نه بهر نه وي. که نه نو بیا نوری ډیری ستونزی راولاړیږي.

حافظ عبداللطيف

د ښځو د حقوقو په نامه اوس خلک سیاسی فایدی اخلی لکه ولسمشر کرزي چی دعلماؤ دشورا خبره تایید کړه. یا په 2001 کال کی چی امریکایانو طالبانو ته دښځو پر حقونو د تېریو بهانه کوله، اوس یې دادی په عمل کی په چاپو او بمباریو کی په خپله وژنی.

حميد الله حبيبي

له یاده باید ونه باسم چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم په دغو ښځو یاد کارونه(لکه کرنه، د غره څخه لرګي راوړل، مالداري.... هغه کارونو په ټوله کې یې باید نارینه تر سره کړي) تر سره کیدل، هغوی ولی د دې کار مخه ډب نه کړه؟

راز محمد راز

دطالبانو دواکمنۍ پر مهال ښځې له تعلیم او دولتي دندو څخه بې برخې وې نور ټول هغه درانه کارونه ،چې زموږافغان مېرمنې یې همدا اوس هم ورسره لاس او ګریوان وې لکه په بدو کې ورکول ، په زوراوخبر واده ، هغه وخت او اوس هم ترې زورېږي .

رحيم الله خوگيانى

ښځه!!!! دښځی دنوم یادولو سره مو خپله مور ، او وروسته له مور ځنی مو د لوی افغانستان ښځی ،او بیامو پښتنی،او بیا مو ملالۍ پښتنه باتوره نظر ته راځی نو که اوس فکر وکړو چی دلوی افغانستان ښځوته او بیا په هغوۍ کی په ځانګړی ډول پښتنو خویندو او میندو ته څومره خدمت او پاملرنه شوی ؟نو زه په دی مطمین یم چی وبه وایی جی هیڅ!!!!!!!!!!!ولی؟

ځکه که چیری ووایم په لوی افغانستان کی ښځو ته دکوره نی حیوان په سترکه کتل کیږی نو دابه لویه خطا نه وي ځکه هغه حقوق چی ښځوته الله او دالله رسول ورکږی نن سبا یی مونږنه ورکوو او وایو چې ښځه یا دکورده او یادګورده. په افغانستان کې میرمنې د نورو هیوادونو په شان تر دوو ستمونو لاندې ژوند کوی: یو د طبقاتی ستم او بل د نارینه تر ستم لاندې. په افغانستان کې د ښځو په وړاندی تاوتریخوالی ډیر اوږد تاریخ لری، خو په تیرو دریو لسیزو کې افغان میرمنو تر ټولو ډیر کړیدلی ژوند تیر کړی دی. زموږ په هیواد کې د مارچ اتمه په داسې حال کې لمانځل کیږی چې د میرمنو په وړاندی د تاوتریخوالی کچه په بی ساری توګه په ډیریدو دی.

ستاسې برېښناليکونه

علم ګران وردګ

اسلام ښځو ته خورا د ښه ژوند او عزت حقوق ورکړي او که په اسلامي چوکاټ کې سمې مخ پر وړاندې لاړې شي نو هيڅ وخت به خوارې نه شي.

داکتراجمل له کونړه

د عالمانو شورا فتوا او له هغی څخه د ولس مشر ملاتړ یو پر ځای عمل بولم او ښځی باید اسلامی ارزښتونو ته په کتو سره خپل ورځنی ژوند عیار کړی ځکه چې اسلام دوی ته د ستر او پردې لارښونه کړی ده.

عالیه راوی

د افغانستان د ښځو حقه حقوقو ته هیڅکله ژوره پاملرنه نه ده شوې ښايي د اوسني اساسي قانون په گډون یو شمیر د کاغذ پر مخ قوانین لیکل ، منظور او توشیح شوي وي مگر هیڅکله د پلي کیدلو تر کچې پورې نه دي رسیدلي.

ښايي په څو ښارونو کې د ښځو حقونو ته ظاهري پاملرنه شوي وي مگر د هیواد ډېرې ښځې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. زموږ د ټولنې دغه ستره هستي همدله په چوپه خوله زیرمه شوې او چا ورته پاملرنه نه ده کړې.

دغه ستره ډله له ښوونځي محرومه ده، په مستقیمو اقتصادي چارو کې لاسرسی ورته نه شته . د ماشون د زیږون پر مهال ډیري ښځي مري.

سید عبدالله سادات

د ښځو یو حق چې اسلام ورکړی د میراث حق دی، هخو په افغانستان کې په سلو ۹۹ ښځې له دې حقه محرومې دي.

حنیف فیضی, غزنی

دعلماوو شورا دافغان میرمنو په باره کی ښه وراندیز کری اوپدی باره کی که ښځې یا ښځو دحقوقو فعالان داکار یو غیر قانونی اوداساسی قانون خلاف بولی نو بیا خو دغه اساسی قانون یو غیر اسلامی قانون دی.