نوى کال د شعر په ژبه

نوروز، د لمريز کال لومړۍ ورځ او د پسرلي راتگ د ډيرو هغو کسانو تخيل تخنوي چې د شعر په ژبه د زړۀ خوالۀ کوي.

بي بي سي پښتو خپرونې د نوي لمريز کال لپاره د خپلو ځانگړو خپرونو په ترڅ کې د يو شمير شعرونو د خپرولو نيت لري.

که چيرې تاسو شعر ليکئ او نوي کال او پسرلي ته مو څه ليکلي وي د بي بي سي پښتو برېښناليک په پته يې را وليږئ.

شعر مو په ليکلې بڼه يا په ويديو او غږ کې هم راليږلى شئ.

د شعر را ليږلو وروستۍ ورځ د مارچ ١٥ مه ټاکل شوې چې د کب يا حوت ٢٥ مه نېټه کيږي.

ستاسو له راغليو شعرونو به يو شمير غوره شوي زموږ په راديويي خپرونه کې خپريږي او ځينې به يې د بي بي سي پښتو وېبپاڼه ولولئ يا ووينئ:

pashto@bbc.co.uk

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .