ستاسې غږ، په افغانستان کې کرنه اوپرمختګ

د خپريدو وخت: 16:29 گرینویچ - چارشنبه 21 مارچ 2012 - 02 وری 1391
ستاسې غږ

په سلو کې پنځلس ځمکه د کرنې لپاره سمه بلل کیږي خو یوازې په سلو کې ۶ کرل کیږي

په افغانستان کې کرنه څنګه پرمختګ کولای شي؟

افغانستان یو کرنیز هېواد بلل کیږي، خو د خوړو ډېرې اړتیاوې یې باید له بهره پوره شي.

روانه جګړه، د اوبو کموالی، د لارو خرابوالی، د کرنیزو محصولاتو لپاره د ښو بازارانو نشتوالی، په حکومت کې فساد او له بزګرو سره د اغیزمن ملاتړ نشتوالی په هېواد کې د کرنې د پرمختګ په وړاندې لوی خنډونه بلل کیږي.

د خوړو د خوندیتوب نشتوالی له بشري پلوه لویه اندېښنه ګنل کیږي.

د افغانستان په سلو کې پنځلس ځمکه د کرنې لپاره سمه بلل کیږي، خو د شمېرو له مخې یې یوازې په سلو کې ۶ کرل کیږي.

افغان حکومت وايي که په هېواد کې امنیت ښه شي ، په لسو کلونو کې به د غلې له اړخه نه یوازې پر ځان بسیا شي، بلکې بهرته به یې د صادرولو جوګه هم شي.

تاسو څه فکر کوﺉ چې د کرنې د پرمختیا په وړاندې لویې ستونزې کومې دي؟

افغانستان څنګه کولای شي د کرنیزو محصولاتو له اړخه پر ځان بسیا شي؟

نظر او پوښتنه مودبرېښنالیک پردې پتې راولېږﺉ: pashto@bbc.co.uk

او یا د پنجشنبې په ماښام مخامخ د ستاسو غږ پروګرام ته پر دې شمېرې ټېلفون وکړﺉ: ۰۰۴۴۲۰۷۸۳۶۰۳۳۱

د اس ام اس له لارې هم خپل پیغام پر دې شمېرې رالېږلی شی : ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .