کريکټ جلال اباد په سر اخيستى و

جلال اباد
Image caption د لوبې پر وخت د جلال اباد ښار داسې تش و لکه ژوند چې پکې په ټپه دريدلى وي

د پنجشنبې ورځ وه، غرمه مهال جلال آباد ښار ته ورسېدو، بچیانو ته مې د امیرشهید او سراج لاماره باغونو شاوخوا چکر ورکړ، ډېر خوښ وو، ځکه لومړی ځل وو چې د جلال آباد ښکلي ښار ته راغلي وو.

کله چې له لوبو او ساعتیریو ستړي شول نو د بازار په لور وخوځېدو.

په بازار کې چوپه چوپیتا وه، هټۍ والو ټولو په خپلو هټیو کې پر تلویزیونونو د کریکیټ ننداره کوله، ماته هم را یاد شول چې په دې ورځ د افغانستان او نمیبیا ترمنځ سیالي ده او هره لوبډله چې بریالۍ شي د ۲۰۱۲ کال نړیوالو اتلولیو ته لار مومي.

غوښتل مې چې زامنو ته مې څپلۍ واخلم، خو کله چې د دوکان مخې ته ودرېدم او له هټۍ وال څخه مې پوښتنه وکړه چې د دې څپلیو بیه څو ده، زما هیڅ پروا یې ونه کړه بیا مې پوښتنه وکړه، خو سترګې يې له تلویزیونه بله خوا نه اړولې، پرته له دې چې څپلیو ته وګوري ځواب یې راکړ ماما نه یې خرڅوو.

بل دوکان ته ولاړم، له هغه مې د څپلیو بیه وپوښتله د دې هټۍ وال حال هم د مخنکني په شان او آن تر هغه بدتره وو، ورته ومې ویل ګرانه دا څپلۍ په څو دي، هغه یو دم نارې کړې نه نه نه !! کریم اوټ شو.

یو بل ته مې څپلیو ته په اشارې وویل دا څو شوې، نو هغه بې له کومه ځنډه راته وویل اوه اویا درې اوټ.

حیران شوم چې څه وکړم، ورو ورو روان وم، لسګونه کسان د یوه رستورانت په مخ کې راټول وو او د تلویزیون ننداره یې کوله، موږ یې له څنګه تېرېدو، چې یو دم ټولو چیغې کړې ما له ځایه ټوپ کړل زړه مې له تله ووت، ژر مې پوښتنه وکړه چې خبر څه ده ، ویل یې افغانانو څلوریزه ووهله، که څه هم د دوی په ناڅاپي چیغه سخت ووېریدم خو دا چې افغانانو څلوریزه وهلې وه نو زه هم ورته خوشحال شوم.

په یوه بله هټۍ کې تلویزیون نه وو ، نو ما ویل راځه چې ځای مې پیدا کړ، خو هټۍ وال په تیلیفون بوخت وو او د ټیلیفون له لارې یې د لوبې حال اخیست، یوازې په لاس یې اشاره راته وکړه چې څه نه خرڅوم.

ډېره شیبه وروسته مې بچیانو ته څپلۍ واخیستې او ورو ورو په بازار کې روان وم.

کشر زوی مې راته وویل د جلال آباد ګوړه او مټایان ډېر ښکلي ښکاري، د دې لپاره چې سفر یې خوندور شي نو د مټایانو یو دوکان ته ننوتم چې یو څه ورته واخلم.

خو هټۍ وال په یوه ساه چیغې وهلې" دغسې د نر بچیه .... دغسې د نر بچیه پرې یې نږدې"

پوښتنه مې ترې وکړه چې خبر څه ده؟

له ډېرې خوښۍ یې خوله نه راټولېده، راته یې وویل افغانستان په اول اوور کې دوه کسه اوټ کړي.

پرې خوشحاله شوم ، د میټایانو غوښتنه مې ترې وکړه چې را ته ویې تلي، خو هغه پرته له دې چې زما څخه پوښتنه وکړي څو ډوله میټایان په یوه قوطۍ کې واچول او راته ویې نیول، ورته ومې ویل چې ماما څومره دي او پیسې یې څو شوې، ویل یې دا یې ستا شیریني.

هر څومره چې ورته ټینګ شوم خو هغه نور ما ته نه کتل، په خپله ننداره بوخت شو او افغان لوبغاړو ته یې شاباسي ورکول.

په رکشاوو، ټکسیانو، رسټورانټونو، لارو او کوڅو کې زیاتره کسانو د کریکټ حال د راډیو او تلویزیون له لارې څارۀ.

د یوه انترنټ کلب له څنګه تېرېدم چې ګڼ ځوانان لګلیا وو او د لوبې پایلې یې کتلې، ګڼ کسان مې ولیدل چې د بي بي سي پښتو فیس بک یې هم پرانیستی وو او د لوبې حال یې کوت.

د مازدیګر لمانځه لپاره جوماته ته ولاړم، د جومات په مخ کې یو ځوان راته وویل ماما بوټونه دې پالش کړم، بوټونه مې ورکړل چې راته رنګ یا پالش یې کړي.

کله چې له جوماته راووتم نو بوټونه یې تیار رنګ کړي راته ایښي وو، ما پیسې ورته په لاس کې ونیولې، خو ویې ویل ماما دا ستا شرینه شوه، زه حیران شوم چې د څه شریني، ټینګار مې وکړ چې پیسې واخلي، راته ویې ویل ماما افغانستان وګټله نو ځکه زه پیسې نه در نه اخلم.

اوس نو ما ته هم بهانه پیدا شوه او یو څه نورې پیسې مې هم ورسره یو ځای کړې او ورته ومې ویل چې دا ستا زیری شو نو ایله يې پیسې واخیستې.

ورته مطالب