د نارینه پکوالي درملنه شونې ده

د انځور حقوق none
Image caption یو ډېر شمېر نارینه وګړي د ژوند په دریمه او څلورمه لسیزه کې د سر د وېښتانو له ختلو نه ځورېږي.

ساینسپوهانو هغه جین او اړوند پروتین پېژندلي دي چې د نارینه وېښتانو د ختلو لامل ګڼل کېږي.

دې سره د نارینه پکوالي د مخنیوي او درملنې هیلې ډېرې شوې دي.

د متحده ایالاتو د پینسلوانیا پوهنتون د ارثي څېړنو یوې کارپوهې ډلې د دې موندنو د خپرولو سره جوخت دا زېری هم ورکړی دی چې په هغو درملو باندې کار روان دی چې د همدې موندنو پر بنسټ به د پکوالي چاره کوي.

دوي هیله لري چې په نږدې راتلونکې کې به داسې یو کریم بازار ته ولېږي چې کارولو سره به یې نارینه څڼې وغوړېږي.

یو ډېر شمېر نارینه وګړي د ژوند په دریمه او څلورمه لسیزه کې د سر د وېښتانو له ختلو نه ځورېږي.

ساینسپوهان په دې لا د مخه پوهېدل چې نارینه هورمون، ټیسټاسټېرون، او ځینې ارثي لاملونه د سر د وېښتانو د نري کېدو او توييدو په بهیر کې منځنۍ ونډه لري. اوس هغه جن او اړوند پروتین هم وپېژندل شول چې د پکوالي بیولوژیکي بهیر بشپړوي.

دې څېړنو ښودلې ده چې د پروستاګلنډین ډي سېنتاز پروتین کچه د بې وېښتو کوپړیو په انساجو کې خورا ډېره وي، خو د بدن په نورو ببرو ځایونو کې د دې پروتین شتون د وېښتانو توییدو سره کوم تړون نه لري.

په دې آزموونو کې هغه آزمایښتي موږکان چې د یاد شوي پروتین ډېره کچه یې په خپل سیستم کې درلوده، له یو مخه پک شول. همدارنګه هغو انسانانو چې د سر وېښتان یې کرلي ول، د دې پروتین خوړلو سره یې د کرل شوو وېښتانو وده ودرېدله.

له دې آزمویونو نه دا پایله واخیستل شوه چې د نارینه کوپړۍ په پوستکي کې د د پروستاګلنډین ډي سېنتاز پروتین د کچې لوړېدو سره د سر وېښتان رژېږي.

اوس دا په پرتلیزه توګه آسانه ده چې انسانان د لابراتواري ټسټونو په مټ داوګوري چې دوي ته د پکوالي وېره شته او کنه؟

د دې پروتین پېژندلو سره اوس د داسې درملو لټه روانه ده چې دا پروتین بې اغېزې کړي، او په دې توګه د پکوالي بیولوژیکي بهیر درېش کړي، او یا ان دا چې څڼې بېرته راشنې کړي.

يو شمېر پېژندل شوي درملونه لا وخته تر آزموونې لاندې دي، او څېړونکي یې د پایلو په تمه دي.

ورته مطالب