د بهرنېانو وتلو سره گاونډيان د افغان مسلې هواري کې مرسته کوى شي؟

د خپريدو وخت: 19:50 گرینویچ - سه شنبه 27 مارچ 2012 - 08 وری 1391

که غواړئ په دې خپرونه کې برخه واخلئ زمونږ ماښامنۍ خپرونې ته زنگ راووهئ

د افغانستان په اړه د ايران د ولسمشر دې څرگندونو چې " له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتل په دغه هېود کې سوله تامینولی شي".

د يو شمېر افغانانو په منځ کې سخت غبرگونونه راپارولي دي او د مشرانو جرگې د ولسمشر محمود احمدي نژاد دا وينا د افغانستان په کورنېو چارو کې لاس وهنه بللې ده.

ښاغلي احمدي نژاد دا څرگندونې د افغانستان په اړه تاجکستان کې د سيمه ايزه اقتصادي همکارۍ غونډې کې کړي.

دې غونډې کې افغان ولسمشر حامد کرزي هم برخه درلوده. له دې امله چې د ايران د ولسمشر خبرو ته د افغان پلاوي لخوا څه غبرگونه ونۀ ښودل شو ځکه نو يو شمېر سياستوالو په حکومت او خپل ښاغلي کرزي هم نيوکې کړي دي.

ددې اوونۍ ستاسې غږ خپرونې کې په دې غږيږو چې د بهرنېانو له وتلو وروسته تاسې څه فکر کوئ چې د افغانستان گاونډي هېوادونه به ددې هېواد په اړه څه تگلاره ولري او ايا د مسلې په هوارولو کې به مرسته وکولى شي؟

که په دې اړه نظر يا پوښتنه لرئ په غږ ،ويدو يا ېې هم په ليکلې بڼه pashto@bbc.co.uk راولېږئ.

د ويډيو راليږلو اسانه لاره

دغه راز د پنجشنبې په ماښام مخامخ د ستاسې غږ پروګرام ته پر دې شمېرې: ۰۰۴۴۲۰۷۸۳۶۰۳۳۱ زنگ يا هم د اس ام اس له لارې په دى شمېرې خپل پيغام رالېږلی شی : ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

زمونږ په ټولنيزو پاټو کې هم خپل نظر پرېښودلى شئ.

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .