د سرطاني حجرو پوهنغونډ یا انسایکلوپیډیا لومړی ټوک خپور شو

د انځور حقوق SPL
Image caption تر اوسهد داسې حجرو او تعاملاتو یوه هر اړخيزه شرح په لاس کې نه وه.

د برتانیا کیمبریج پوهنتون د یو شمېر نورو څېړنیزو او روغتیایي مرکزونو سره په ګډه د چنګاښي یا سرطاني حجرو د پوهنغونډ یا انسایکلوپیډیا لومړی ټوک خپور کړی دی.

په دې پوهنغونډ کې د سلګونو چنګاښي حجرو او اړوندو بیولوژیکي تعاملاتو تفصیلات خپاره شوي دي.

هیله ښکاره شوې ده چې د داسې یو پراخ فهرست د خپرېدو سره به اوس د بېلابېلو چنګاښي ناروغیو اغېزناکه درملنه ډېره آسانه شي.

د دې مالوماتو ډېره برخه د چنګاښي حجرو له لابراتواري څېړنو نه تر لاسه شوې ده.

په لابراتوار کې د چنګاښي حجرو کر او څېړنه په چنګاښي ناروغیو باندې د روانې څېړنې لویه برخه جوړوي.

په سلګونو داسې حجرې او اړوند بیولوژیکي تعاملات پېژندل شوي دي چې ساینس پوهان یې د چنګاښي ناروغیو د درملنې په موخه څېړلی شي.

تر اوسه پورې د داسې حجرو او تعاملاتو یوه هر اړخيزه شرح په لاس کې نه وه.

دا پوهنغونډ چې د نېچر علمي ژورنال په دوه پرلپسې خپرونو کې خپور شوی دی، شپږ سوه چنګاښي حجرې او بیولوژیکي لیکې یې په ګوته کړي دي، او د ۱۳۰ بېلابېلو درملو اغېزه یې پرې ثبت کړې ده.

فهرست دا په ګوته کوي چې په دې حجرو او تعاملاتو باندې کوم درمل په ارثي توګه ډېر اغېزمن دي.

اوس دا شونې ده چې د یو ناروغ د چنګاښي انساجو یا تومور ارثي ځانلوالی وپېژندل شي او اړوند او اغېزمن درمل ورکړل شي.

ډاکټرانو لا وار د مخه د دې پوهنغونډ په کارولو سره ځینې چنګاښي ناروغیو ته اغېزناکه درملنه موندلې ده.

د بېلګې په توکه په ماشومانو کې د هډوکو د یو لږ پېښې چنګاښي ناروغي Ewing’s Sarcoma لپاره ځانګړي درمل د همدې پوهنغونډ له پاڼو نه پېژندل شوي دي.

چنګاښي ناروغۍ د یو شمېر ننګونکو ناروغیو ډله ده چې درملنه یې په ډېرو مواردو کې ستونزمنه بلل شوې ده.

ورته مطالب