عرب سندرغاړې نوال الزغبي مینه والو ته دروغ ویلي

نوال الزغبي د انځور حقوق
Image caption نوال الزغبي مینه والو ته ویلي چې نوي انځورونه به پر خپله پاڼه ورته کېږدي.

مشهورې عرب سندرغاړې نوال الزغبي خپلو مینه والو ته ویلي، چې ګني د فېسبوک پاڼه یې غلو هک کړې ده.

هغې ویلي، چې له پاڼې یې هرڅه غلا شوي، او ان پخپله هم لاسرسی نه ورته لري.

د نوال الزغبي د مینه والو ترمنځ د هغې د فېسبوک د پاڼې هک کېدل د هر یوه تر غوږ ورسېدل.

خو څو ساعته وروسته روښانه شوه چې الزغبي دا ټول دروغ د اپریل د لومړۍ نېټې د راتلو له کبله ویلي.

بل خوا، الزغبي خپلو مینه والو ته ژمنه ورکړې، چې له (لیالینا) یانې (زموږ شپې) په نامه له مجلې سره د مرکې پرمهال خپل انځورونه به پرخپله فېسبوک وېبپاڼه ږدي.

ورته مطالب