د بشر نويد کالم، پښتونخوا: دا ناکام رياست دی او که نه!؟

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption چې يو رياست هر کله خپل اوسېدونکي ته د وړوکي نه وړوکى ضرورت نه شي پوره کولی او د راروان بجټ لپاره هم هک پک دى، نو دا ناکام رياست دی او که نه......!؟

په يوه هېواد کې د پانګونې او د اقتصادي پرمختګ لپاره اړینه ده چې د انساني ژوند د ضرورت ټولې اسانتیاوې موجودې وي؛ ځکه چې رياست د ولس لپاره وي، د واکمنۍ لاسبري طبقې اصول او فارموله دا وي چې خلک د رياست لپاره وي، خو رښتينې خبره دا ده چې رياست د خلکو لپاره دی، خلک د رياست لپاره نه.

دا د استحصالي قوتونو فارموله ده چې هغوى د خپل غاصبې پاليسۍ لپاره یوازې ولسونه د رياست بې تنخا وږي تږي نوکران ساتي او دا ورته وايي چې ''بايد تاسو د هېواد لپاره قرباني ورکړئ''، د قربانۍ دا غلط رسم په غريبو، بې وسه، بې وزله او ځپل شوو خلکو ولې بيا بيا ادا کولی شي؟

د تېرو نورو ډېرو واقعاتو او مسايلو نه علاوه دا وخت په ملک کې د معمول مطابق د برېښنا تلل دومره زيات شو چې د پښتونخوا په اسمبلۍ کې حکومتي ارکان هم وايي چې د اتلسو ساعتونو اوږده پارچاوي د خلکو د برداشت نه دي.

برېښنا زموږ ده او مزې پرې نور خلک کوي، دا شکايات چې هر کله د حکمرانې طبقې په نمائندګۍ د اي اين پي وزيران وکړي، نو دلته د صوبايي خودمختارۍ، د خپلې خاورې خپل اختيار، او د نورو هغه ټولو دعوو طرفته ولسونه په حيرت سره ګوري چې هر کله بجلى زموږ پېداوار دی، او موږ د خپلو وسايلو اختيار مند یو نو بيا د تياره، دا محرومي، دا پوښتنې لاځوابه ولې دي؟

د دې ټولو سوالونو او محرومو ځواب او وجوهات ډېر واضحه او ښکاره دي، هغه دا دي چې پاکستان يو ناکامه رياست دی حکمرانه طبقه بالادسته او استحصالي قوتونه د خپلو ذاتي ګټو او کرپشن لپاره بيا بيا دا دعوه کوي چې څوک وايي ''پاکستان ناکام رياست دی'' نو دا حالات واقعيات، دا ټول داخلي او خارجي بحرانونه، دا د اېټمي قوت باوجود د بې وسۍ او لاچارۍ اظهار دا د لويو طبقو رسه کشۍ کې د غريبو خلکو استحصال، دا بدامني، ترهګري او په دغه ټولو کړکېچنو مسائلو د حکمرانانو د ناتوانۍ اعترافات د ناکام رياست لپاره جوازونه او مضبوط دليلونه نهٴ دي؟

اوس خو اولسونه د دروغحن خوش فهمۍ نه راايستل غواړي ځکه چې مرګي حال بيمار به څوک په دمونو او چیغو تر څو ژوندی وساتي په اوسنو حالاتو کې دا خبره بېخي واضحه ده چې د پاکستان لویې لویې ادارې ورانې دي او تش په نوم موجودې دي، وړې وړې ادارې په نورو نورو نومونو يو بل کې تحليل شوى دى، کومې محکمې چې د صوبايي خودمختارۍ په نوم مرکز، صوبو ته ورکړى دى، دا د صوبائي خودمختارۍ د دعوو سره سره مالي خودمختاري غواړي ځکه چې بغېر د مالياتو نه هېڅ يوه اداره او محکمه کار نه شي کولي.

که چېرې د مرکز نه راوړې محکمې هم د مالي وسائلو د نشتوالي په وجه ناکامه شوې، نو دا به د صوبائي خودمختارۍ د ناکامه کولو سازش وي او د خلکو ذهن به په دې خبره قايل کوي چې بغېر د مضبوط مرکز نه څهٴ نشي کېدی.

پښتونخوا

د دې نه وړاندې د قام پرستۍ خلاف د پښتونخوا د نوم خلاف د مضبوط مرکز سازشي خلکو د پښتونخوا د نوم په حواله هم دا خبره کوله چې ''پښتونخوا'' نوم موږ له ډوډۍ خو نه راکوي، حال دا چې دا د ډوډۍ مسائله نه بلکې د قامي شناخت مسائله وه، اوس که په ناکام رياست کې صوبائي خودمختاري په داسې طريقه ناکامه کوي چې مالي وسائل نهٴ ورکوي نو بايد چې پښتانهٴ په دغه ټولو سازشونو نظر ولري.

زموږ دا دعوه هم ده چې که زموږ صوبې ته واقعاً صوبايي خودمختاري په لاس ورغله، نو نه به يوازې زموږ صوبه په مالي وسائلو خودکفيله شي بلکې نورو صوبو ته به کمک ورکوي، په نني وخت کې چې کومې قدرتي زيرمې موږ سره دي، دا يوازې په ملکي سطح نه بلکې په نړیواله کچه‎ لویې ذخيرې دي.

لکه کوهاټ ګُرګُرۍ، وزيرستان، سوات او داسې نورې ډېرې سیمې.

دا ټولې هغه د قدرتي ذخيرو علاقې دي چې د يو سازش لاندې د ترهګرۍ او پوځي عملیاتو له کبله حالات خراب دي او د جنګ په حالت کې دي.

دا ټول دليلونه، دا ټول حالات واقعيات چې موږ د سوال په توګه وړاندې کړل، او دا ووايو چې دا نني حالات، دا فساد، دا د ادارو ورانې مشادې، د سول او پوځي ادارو بحرانونه او بيا په تېره تېره دا د برېښنا پارچاوېدل نه راپېدا شوي نور اقتصادي بحرانونه او ګراني.

دلته به حيرت نور هم سېوا شي چې اول اول د ايران او چين له خوا د ارزانې بجلۍ وړاندیز او بيا د بهارت له خوا د برېښنا په بحران کې د مرستې وړاندیز باندې د پاکستان خاموش پاتې کېدل اخر څه معنا لري‎!؟

چې يو رياست هر کله خپل اوسېدونکي ته د وړوکي نه وړوکى ضرورت نه شي پوره کولی او د راروان بجټ لپاره هم هک پک دى، نو دا ناکام رياست دی او که نه......!؟

ورته مطالب