لندن کې د چنګیز خان مجسمه ولګول شوه

مجسمه د انځور حقوق AFP
Image caption د برتانیا لندن کې د ویسټ منسټر سیمې شورا د توږنې د نندارتونونو په لړ کې ان د ۲۰۱۰ کال له پیله ددغې مجسمې د جوړېدو تکل درلود.

د برتانیا پلازمېنه لندن کې د منګولیا د مشهور جنیګالي چنګیز خان یوه برونزي مجسمه جوړه شوې ده.

په دغه ۱۶ ګامه (۵ متره) لوړه مجسمه کې دغه منګولي مشر پر اس سپور ښکاري، چې منګولي جنګي جامې یې پر تن دي.

د توږونکي داچي نامداکوف په لاسونو دغه توږل شوې مجسمه به د لندن پلازمېنه کې تر راتلونکي سپتمبر پورې پاتې وي.

د مجسمې توږونکی په منګولیا کې له کوچي قبیلې سره تړاو لري.

نوموړي دا مجسمه د چنګیزخان د ۸۵۰ کلیزې په ویاړ جوړه کړې ده.

نامداګوف وايي"که وغواړم، د جنګ په حالت کې یې انځور کړم، باید د جګړې جامې ورواغوندم، خو هغه په دې حالت کې سوچ کوي. هغه زموږ په هېواد کې یو اسماني شخصیت دی."

دغه هنرمند او د مجسمې توږونکی نامداکوف د سایبریا په یوه کلي کې زیږېدلی، او د بیرات سیمې به یوه دودیزه بودايي کلتوري ټولنه کې لوی شوی دی.

د نوموړي کلی هغې سیمې ته څېرمه دی، چې کوچي منګولیايي قبایلو پرې سلطه لرله.

لندن کې د توږنې نندارتونونه

د برتانیا لندن کې د ویسټ منسټر سیمې شورا د توږنې د نندارتونونو په لړ کې ان د ۲۰۱۰ کال له پیله ددغې مجسمې د جوړېدو تکل درلود.

ورته مطالب