د تیونو د سرطان لس ډولونه وپېژندل شول

د انځور حقوق SPL
Image caption دا څېړنه چې د ۲۰۰۰ مېرمنو د تیونو د چنګاښي (سرطاني) انساجو په بېلګو ترسره شوې ده.

په برتانیا کې ترسره شوې یوې لویې او بې سارې څېړنې د تیونو په خونړي سرطان کې لس بېلابېل ډولونه پېژندلي دي.

دا څېړنه چې د ۲۰۰۰ مېرمنو د تیونو د چنګاښي (سرطاني) انساجو په بېلګو ترسره شوې ده، د د دې خونړي رنځ د ارثي څرنګوالي په اړه هیښنده برسېرونې کړي دي.

څېړنې ښودلې ده چې د تیونو سرطان انسانانو کې په لسو بېلابېلو ارثي بڼو څرګندېږي چې هرهبڼه کېدای شي ځان ته درملنه ولري.

اوس مهال، که څه هم د تیونو سرطان له درملیز پلوه په دوه ډولونو وېشل شوی دی، خو په ټولیزه توګه د یوې ټاکلې ناروغۍ په بڼه پېژندل کېږي.

د تیونو د سرطان شته درملنه د یو ډېر شمېر ناروغانو په درملنه کې پاتې راغلې ده.

څېړونکو هیله څرګنده کړې ده چې دا پایلې به په نږدې راتلونکې کې، دې ته لاره هواره کړي چې د دې ناروغۍ هر ډول ته، ځان ته درملنه وموندل شي.

او په دې توګه به د تیونو د سرطان په درملنه او رغوونه کې بې ساري بریالیتوبونه له ځان سره ولري.

د دې څېړنې لګښت د برتانیې د چنګاښي ناروغیو د څېړنې ادارې په غاړه اخیستی و.

ویل کېږي چې دا موندنې د تیونو د سرطان په درملنه کې د یو آوښتون هومره ارزښت لري.

نورو کتونکو بیا دا هیله هم ښکاره کړې ده چې د چنګاښي انساجو د ارثي څرنګوالي مطالعه کېدای شي نورو سرطانونو ته هم وغځول شي، او ورته موندنې ترلاسه شي.

که داسې وشي نو دا به په ټوله کې د چنګاښي ناروغیو په پوهه او درملنه کې یو ریښتونی او لوی بدلون وي.

د تیونو سرطان په نړۍ کې د ښځینه سرطانونو څلورمه برخه جوړوي چې په ۲۰۰۸ کال کې ۱،۳۸ ملیونه ښځې په دې رنځ اخته شوې وې.

د تیونو سرطان په نارینه کې هم پیدا کېدای شي.

ورته مطالب