ستاسې پوښتنه د چارواکو ځواب

د خپريدو وخت: 18:12 گرینویچ - پنجشنبه 26 اپریل 2012 - 07 غویی 1391

که له چارواکو کومه پوښتنه لرئ په برېښناليک، فيسبوک يا تويتر کې راليږلى شئ.

بي بي سي پښتو وېبپاڼه د اوونۍ يو ځل ستاسو پوښتنې چارواکو ته ږدي او ځواب درته اخلي. که کومه پوښتنه لرئ په برېښناليک، فيسبوک يا تويتر کې راليږلى شئ.

لومړنۍ پوښتنه مو په ايټاليا کې د بريالي خلوزي څخه تر لاسه کړې.

ايټاليا کې اووه مياشتې کېږي چې پاسپورټونه خلاص شوي او نن او سبا کوي. هيله کوو چې ددغې معلومات را ته وکړئ.

ځواب:

بي بي سي پښتو وېبپاڼه: ستاسو دا پوښتنه مو په روم کې د افغانستان له سفارت سره مطرح کړه، يوۀ چارواکي چې د نوم له خپرولو يې ډډه کوله وويل: " دا رښتيا ده چې په تيرو څلورو مياشتو کې موږ پاسپورټ نه دى ورکړى، ځکه چې له موږ سره پاسپورټونه ختم شوي وو، خو په راتلونکو څو ورځو کې موږ ته نوي پاسپورټونه را رسيږي، له هغه وروسته به دا ستونزه حل شي."

دوى ومنله چې په تيرو څلورو مياشتو کې يې د پاسپورټ د نشتوالي خبردارى نه و ورکړى او ويل يې چې خپله هم سل په سله کې يقيني نه وو چې کله به يې مومي.

يادونه: بي بي سي پښتو وېبپاڼه هڅه کوي چې ستاسو ډيرو پوښتنو ته ځواب ومومي، خو ډير کله دا کار ممکنه نه وي، له تاسو هيله کوو چې د صبر کاسه مو ژر ونه څڅيږي.

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .