د زړه د ناروغۍ برېښنایي درملنه

د انځور حقوق spl
Image caption د وینې داسې بې کچې ډنډېدو سره د زړه عضلات زولۍ کېږي، او زړه له خپلې نورمالې کچې ډېر غټېږي.

د زړه د نا وسۍ یا Heart Failure په نږدې ۱۰۰ ناروغانو باندې یوه داسې بې سارې برېښنایي درملنه آزمول کېږي چې تمه ده د دې ډلې ناروغانو وختي مړینه وځنډوي.

په دې درملنه کې به د یوې جراحي عملیې په ترڅ کې یوه داسې وړه بټرۍ زړه پلو غځېدلې عصبې رشتې ته څېرمه ځایول کېږي چې دنده به یې وخت ناوخته زړه ته د یو برېښنایي ټکان ورکول وي.

تمه ده چې دا واړه برېښنایي ټکانونه به د وېګس عصبه یا Vagus Nerve چې د زړه د درزا د کرارولو دنده لري، وپاروي.

د دې عصبې له پرلپسې پارېدلو سره به د زړه چټکه او ځواکمنه درزا کراره شي، او په دې توګه به نه یوازې د زړه د لا غټېدو مخنیوی وشي، بلکې د شته غټوالي درملنه به هم وکوي.

زړه په بدن کې د وینې د شړلو یا پمپولو دنده په غاړه لري.

د زړه د نا وسۍ په ناروغانو کې د زړه عضلات خپله دا اړینه دنده نوره پر مخ نه شي بیولی چې په پایله کې یې ډېره اندازه وینه د زړه په دهلېزونو کې ډنډېږي.

د وینې داسې بې کچې ډنډېدو سره د زړه عضلات زولۍ کېږي، او زړه له خپلې نورمالې کچې ډېر غټېږي.

د زړه غټېدو سره د وینې د پمپولو دنده کمزورې کېږي، او په ناروغ کې د زړه د ناوسۍ ځورونکې نښې لا پسې ډېرېږي.

د انسان بدن د دې ستونزې د اوارولو لپاره ادرینالین هورمون افرازوي چې د پمپولو بهیر چټک او ځواکمن کړي.

ډاکټران په دې باور دي چې د ادرینالین بې کچې افراز پخپله په زړه باندې زهرجنه اغېزه لري، او د زړه عضلات لا پسې زیانمنوي.

اوس هیله پیدا شوې ده چې په دې نوې درملنه کې به د یادو شوو اعصابو پارولو سره د ادرینالین زهرجنې اغېزې راټیټې شي.

د زړه ناوسي چې قلبي عدم کفایه یې هم بولي یوه ډېره ځپونکې ناروغي ده چې ډاکټران یې د رغېدو وړ نه بولي.

خو ګڼې داسې درملنې شته چې کولی شي د ناروغ ژوند اوږد کړي.

بې کچې ستړیا، سا تنګي، او پړسوپ د زړه د پرمختللې ناوسۍ هغه نښې دي چې اخته کسان ډېر ځوروي، او د ژوند له اړینو کړو وړو یې غورځوي.

که دا درملنه بریالۍ شي، نه یوازې دا چې د دې نښو ګواښ به راټیټ کړي، د رنځور ژوند به هم په پرتليزه توګه اوږد کړي.

د زړه د ناوسۍ برېښنایي درملنه تر اوسه پورې یوازې په ځناورو کې آزمول شوې ده او ښه پایله یې ورکړې ده.

دا لومړی ځل دی چې انسانان د دې نوې درملنې اخیستلو ته تیارېږي.

دنړیوالې روغتیایي ادارې د شمېرو له مخې د زړه ناروغۍ په نړۍ کې هر کال د نږدې ۱۸ ملیونه انسانانو ژوند ګواښي.

د زړه ناوسي د دې ناروغیو یوه غوښنه برخه جوړوي.

ورته مطالب