پښتونخوا کالم: لویې څو جرګې په پېښور کوو

د کابل لویې مخکنۍ جرګې عکس ګورﺉ د انځور حقوق Getty
Image caption جرګه د پښتنو یو لرغونی دود دی.

د پښتون جرګه فورم له خوا ''لويه جرګه'' په پېښور کې وشوه، دا د هغه وړو وړو جرګو وروستۍ وه چې د دې نه وړاندې د پښتونخوا په مختلفو برخو کې شوې وې او د ۲۰۱۲ د اپرېل پر ۲۹مه لويه جرګه کې ټولو ولسي قومي استازو برخه واخیسته.

البته د لويو پښتون قوم پرسته سياسي ډلو له خوا په کې ګډون نه و کړی.

په دغه حواله که د دې جرګې مقصدونه، هدفونه هر څو د پښتون ولس د پرامنه ژوند ژواک لپاره يوه تګلاره ټاکل وو، خو مقصدونه او هدفونه ټاکل، يوه قومي تګلاره جوړول، او يو پرېکړه کول د لویې جرګې يو شريک اعلان وي چې هغه نکتې قوم او ولس ته د لویې جرګې په رڼا کې تګلاره او فیصله ورکوي.

د لویې جرګې دا هڅه ځان ته يو پاک او ښکلی مقصد او د ښه قومي ولسي جذبې او نيت څخه يادول پکار دي، چې دا جرګه سياسي ډلې يا تنظيم نه بلکې دوو شخصيتونو انجنير آصف علي خان او جمال خان راجوړه کړې وه.

دواړو شخصيتونو د لویې جرګې غوندې پاک سپېځلی مقصد څخه په ټولو ولسونو، قومي، سياسي ډلو او نماینده ګانو وګرځېدل چې هغوى لویې جرګې ته راوبولي، خو له بده مرغه لويو قوم پرستو ډلو په دغه جرګه کې ګډون ونه کړ.

یوازې د لطيف اپريدي نوم او شخصيت په لويو جرګه کې د پښتون قوم پرست، مشر په توګه خپل اهميت نور زيات واضحه کړ، چې د خپل ګوند د خوښې او ناخوښۍ نه بغير يې د پښتون قام پرست په توګه هغه خالي ځای ډک کړ، چې له نورو سياسي قامي مشرانو پرته په خصوصي توګه د پښتون قومي وحدت مشر افضل خان لالا غوندې شخصيت هم خالي پرېښی و.

په داسې موقعه د لویې جرګې د ډېرو شريکوالو نه علاوه په خصوصي توګه د سياسي قامي مشرانو شتون هم مهم وي؛ ځکه چې فيصلې قامي مشران کوي، عام خلک نه، دا چې د دې لویې جرګې په شريکوالو کې هغه قامي سياسي مشرانو د خپلو سياسي ډلو نمايندګي ونه کړه، نو د دې مقصد دا شو چې د دې لویې جرګې خبره او فيصله اوس هم پښتون ولس ته د يوې پوښټنې په توګه مخامخ ده.

کومه اعلاميه چې د فيصلو قراردادونو شکل لري چې حل يې اوس هم د سياسي قامي فيصلې زور او قوت غواړي.

سیاسي غارونه

تر کومې پورې چې د لویې جرګې د دوو شخصيتونو انجنير آصف علي خان او جمال خان د نېک مقصد او پښتانه د مخصوص سياسي غارونو او حصارونو نه بهر ته د رايستلو د جذبې او احساس، تعلق دی نو دا مقصد او جذبه او احساس په اصل کې د هغه موروثي سياسي خاندانونو نه د پښتون ولس د خلاصون يو عکس العمل دی او ولس ته دا قامي شعور ورکول دي چې هغوى دې خپلې فيصلې پخپله بغير د څه سياسي پاليسو او نازکو حاشيو د قېده ازادې کړي.

او په داسې قامي ولسي فيصلو دې د چا مخصوص موروثي سياست خاپونه پرې نه ږدي.

د پښتون جرګه فورم په دغه عکس العمل باندې هغه پښتون قام پرست موروثي سياست پوهان خبردار وو، او هغوى ته دا اندازه هم وه چې موږ د پښتون جرګه فورم په لويه جرګه نه حاوي کېدی شو او نه پرې خپل اثرات غورځولى شو او نه موږ د ولسونو د پوښتنو ځوابونه کولی شو چې د لسو کالو په اوږدو کې دلته دغه پوښتنې راپيدا شوې دي او دغه قومي مشران او قوم پرستې ډلې د دې سوالونو ذمه وار دي.

دا چې داسې لویې جرګې د مخصوص سياسي ادابو، پاليسو او د اثراتو نه ازادې وي نو دې ته هغه سياسي مشران او د ګوندونو استازي نه راځي چې د خلکو خولې او سترګې هغوى ته راوړي.

دا لويه جرګه هم په دغه حوالو يوه ازاده قومي ولسي جرګه وه، چې د قبایلي سیمو په ګډون په پښتونخوا یې ډېرې پوښتنې لرلې، خو ځواب ویونکي موجود نه وو.

د لویې جرګې دا قومي ولسي سوالونه نن هم سوالونه پاتې دي، دا مقصد او تګلاره نن هم د محترم ارواښاد شېرعلي پاچا د دې شعرونو په رڼا کې کتل دي چې:

لویې څو جرګې په پېښور کوو

بيا به سم ګزار په ستمګر کوو

ځئ چې ځو ګله په مارګله باندې

دا پرېکړه به موږ په هشنغر کوو

نه دی سر پرست چې قوم پرست نه دی

دا د راز خبره مختصر کوو

ورته مطالب