د بشر نويد کالم پښتونخوا: د رڼا خوب... يو تاثر!

Image caption ستا د رڼا خوب داسې ښکلی دی!! لکه د مېوند د مېدان ټپه، چې ستانه شوي بیرته راګرځوي.

د شاعر او صحاف روښان يوسفزي د شعرونو کتاب ''د رڼا خوب'' پښتو ادب ته ډالۍ شو.

د باچاخان فاونډېشن له خوا د دې کتاب سريزې افراسياب خټک، ځلان مومند، او فضل الرحيم مروت ليکلي دي.

د کتابونو د سريزو، تبصرو او سر ليکنو روايت کې د شاعر حوصله ډيريږي.

خو زما ليک د دغه روايت نه ازاد يو تاثر دی، چې ما د رڼا خوب کې، د يو شاعر ادبي سياسي او صحافتي ژوند وليد او د ملګري روښان يوسفزي د رڼا خوب مې تعبير کړ..!!

زما شاعر ملګريه!!

روښان يوسفزيه!!

ستا خوب څومره ښکلی دی

په تيارو کې د رڼا خوب!!

په وحشت کې د جنت خوب!!

لکه چې په سخت دريځۍ کې ماشوم طالب د فرښتو د غېږې جوټې ويني!!

لکه مزدور چې د زيار ايستوونکو لاسونو په ورانو کرښو کې د قسمت لارې ګوري، لکه يو بزګر چې د خان کهکه د سادين په وچو لُټو کې روزي لټوي!!!

لکه ملا چې خپل حورې او غلمان شماري، لکه يوه کونډه چې د خپل شهيد زوى په پالنګ اَلا اَلا کوي، لکه د امن خانزادګان چې سپينې زبرګې کوترې په هوا کې الوزوي.

ستا د رڼا خوب داسې ښکلی دی!! لکه د مېوند د مېدان ټپه، چې ستانه شوي بیرته راګرځوي.

د تيارې تورابان تښتوي، د پېريانو په بچو د پښو کېښودو د وېرې نه بې پروا کشمالو ته ځان رسوي.

ستا د رڼا خوب لکه د سوندرو سلايي.. د پاندرې لړونه، دناوې دارو چې د ناوېتوب د مينځلو زلفو خوشبو ده.

ستا د ړنا په خوب کې ښکلي ښکلي يوسفان ګرځي او په قطار کې ناستې بلها زلېخا ورته په ننداره دي.

خو ستا د رڼا په خوب کې د ګوتو د پرېکېدو ننداره نه شته، سرونه د تنو نه پرېکيږي، د مصر په بازار کې يو يوسف خرڅېدو، زما په پښتونخوا کې په ګېډو کې دننه هم يوسفان خرڅ شوي دي.

صنوبر حسېن کهکه جي دې بازار ته پخوا خېرې کړي دي!!

خدايه دا بازار تالا کړې په مغلو

د مفلس حسن په يو موټى چڼو ځي

زما په پښتونخوا کې د مصر او د عربو رِسم ځکه کيږى چې سيف الرحمان سليم د داسې خوب تعبير کې ويلي وو:

د جومات استاد عرب دی، په مکتب کې ډيلي وال دی

يو استاد را ته پېدا کړئ، خو پښتون را ته پېدا کړئ

ستا د رڼا خوب دومره نازک دی!! لکه يو وينزه چې په پردي پالنګ کې لږ ساعت په خواږه خوب ویده شوې وي.

يا د يو غلام چې د خپل اَقا د تخت په رېښمو کې سترګې مرغۍ مرغۍ شي، يا يو ستړی نوکر چې د خدای په کور کې په سجده کې د کوثر اوبه، د شرابو جام، د پيو او شاتو ولې ويني.

يا يو ګلاب چې په ډنډر کې يې خندل او اوس د چا په قبر پاڼې پاڼې دی.

ستا د خوب لمحې داسې نازکې او داسې لنډې لنډې دي لکه د محترم سليم راز چې د رڼا د خوب نه پس وايي ''زه لمحه لمحه قتلېږم''

زما د قلم مزدوره ياره!!

ستا د رڼا خوب ډېر ښکلی دی، خو خوبونه ټول دروغ وي ځکه چې د خوبونو نجومې، پالګر او استاد دروغجن دی.

دلته ستا او زما د رڼا د خوبونو ټول نجوميان، پالګران او استادان ماهران دروغجن دي، غلطې ذایچې جوړوي.

تا ته په ياد دي چې ستا او زما يو استاد نجومي موږ دواړو ته ويلي وو!!

که يو غلام په خوب ويده وي، د خوبه يې مه ويښوه.

کېداى شي دغه وخت دی د ازادۍ خوب ويني!!!

ما وويل:

که يو غلام په خوب ويده وي، راويښ يې کړه، د ازادۍ د خوب په معنا او مفهوم يې پوه کړه!!

اوس هاغه استاد د خليل جبران دا قول تا ته د يو انګريزي شاعر په وېنا کې داسې بدلوي!!

''ای خدايه ما ته د شپې خوبونه راکړه ، تر څو چې زه د رڼا ورځې د بوګنونکو خوبونو په امان شم''

څومره فرق راغی زما او ستا د خوب په معنا او مفهوم کې، لکه د يو مخ دوه سترګې چې په يوه سترګه کې يو شان خوب وي او په بله سترګه کې بل شان!!

زموږ ويښه کې هم طبقاتي فرق، زموږ خوبونه هم د طبقاتي جنګ په شان دي.

ته د خپل استاد محترم سره په خوب کې د امن سپينه کوتره په هوا کې الوزوې، زه د کوترې په اوترو سواليه سترګو کې ګورم.

کوتره وايي تاسو ما د پردي جنګ په بارودو کې د څه لپاره الوزوئ؟

که د اروپا د ساحلونو کوتره د خلکو په سرونو او اوږو کيني نو حق لري، زما خو ځمکه او اسمان دواړه د خطرو ډک دى!!!

په تيارو کې روښانه ياره!!

تا ته ستا مهربان په انګرېزي ژبه د خپل خدای نه د شپې خوبونه غواړي، موږ خو مېندې خپلو بچو ته په الاهو ليدلي او اورېدلي دي چې بچي په خواږه خوب ويده کوي خو چې بيا زامن لوی شي نو له خوبه يې د دې ټپې په معنا ويښوي.

چې خوب کوې خاورې به يوسې

بخت د هغو چې شوګيرې ورته کوينه

ملګريه ستا د رڼا خوب ډېر ښکلی دی، خو ضروري نه ده چې ستا د رڼا د خوب تعبير دې هم ستا د نازولي خوب په شان ښکلى وي.

زموږ د شاعرانو فطرت خوبونه ليدل دي، د پاکستاني اجرتي تاريخ ليکونکى ليکي او وايي چې علامه اقبال خوب ليدلی و.

خدای دې ستا د رڼا پښتون ښکلی خوب د لاهوري او سيالکوټي خوب په شان نه کړي، نه دې خدای ستا د رڼا د خوب تعبير له هغسې، دروغجن، منافق، فاسد، نجوميان په شان کړي چې ستا د خوب ټوله معنا غلطوي.

ځکه چې شاعران د خوش فهمه دنيا مخلوق دی، کله ورته د چا په تندي کې رڼا ښکاري، کله د چا په سترګو کې او کله يې څوک د سرنګ په رڼا پسې روان کړي.

په خپله خو اباوټ ټرن وکړي خو شاعران خپلو نظمونو، شعرونو ته حېران حېران ګوري چې د خپلې رڼا خوب سره څه وکړي!!؟؟

زما روښانه شاعره!!

موږ ټول عمر په ويښه خوبونه ليدلي دي، تا ته ستا د ويښې يو خوب دريادوم، چې تا به د پېښور نه خپلې بوډۍ مور ته د رڼا يو يو خوب وړلو.

تا به ورته ويل مورې!!

زما جنډې ته دعا کوه، ''سبا چې دی سبا چې دی، زموږه دی زموږه دی''،

بيا به دې ورته څه موده وروسته وويل:

مورې زموږ جنډه بدله شوه، اوس زما نوې جنډې ته دعا کوه، جنډې بدليږي خو ستا د مور دعا هم هغه ده،

اخر يو ورځ درته مور وويل:

ځويه!!

زما نه خو دې د دعا چل هېر کړ، زه کوم څه دعا درته وکړم''؟؟؟

ستا په شان ډېرو انقلابيانو خپلو مېندو باندې د دعا عجيبه عجيبه مشقونه کړي دي، ځکه خو ټول رنګونه په خپلو کې ادل بدل شوي.

موږ خپلو خپلو مېندو د خپلو تيارو نه د رڼا په خوب پسې لېږلي وو.

موږ ټول عمر او اوس هم د رڼا خوبونه وينو، خوبونه موږ وينو، تعبيرونه يې زموږ د نجوميانو استادانو، باباګانو په حق کې محفوظ دي.

اوس د رڼا خوبونه قاتلان دهشت ګرد دي.

د رڼا خوب خو په کلي کور کې هم ليدل کيدلی شي.

اصلي خبره خوب ليدل نه دى بلکې د خوب معنا کول دي.

ورته مطالب