د بي بي سي د ډرامو په سيالۍ کې برخه واخلئ

ډرامه
Image caption په سيالۍ کې د گډون وروستۍ نېټه د جولاى ٣١ مه ده

د بي بي سي نړيواله څانگه او د برټش کاونسل له خوا د همگټو هيوادونو د ليکوالانو په ملگرتيا د راديويي ډرامو سيالي پيلوي.

دا سيالي د هر هغه ليکوال لپاره ده چې په برتانيا کې ژوند نه کوي.

ليکوال بايد د ٥٣ دقيقو راديويي ننداره وليکي چې شپږ څيرې يا کرکترونه په کې وي.

دا سيالي په دوو کاتيگوريو کې جلا شوې ده، يوه د هغو لپاره ده چې مورنۍ ژبه يې انگريزي ده او بله هغو ته چې مورنۍ ژبه يې انگريزي نه ده خو دا ډرامه په انگريزي ليکي.

د دې سيالۍ گټونکي به لندن ته بلل کيږي چې په راديويي توليد کې يې برخه واخلي.

بريالۍ ننداره به د بي بي سي نړيوالې څانگې په څپو خپريږي.

د سيالۍ گټونکې يا گټونکى به دوه زره برتانوي پونډه د انعام په توگه ترلاسه کوي.

ډرامه بايد په انگريزي ژبه وي او کوم بل ځاى نه وي خپره شوې.

د راديويي نندارې د سپارلو وروستۍ نېټه د ٢٠١٢ کال د جولاى ٣١ مه نېټه ده.

د نورو معلوماتو لپاره او د سيالۍ د قوانينو لپاره دا ځاى کېکاږئ.