''ښځې تر ۳۸ ساعتونو ډېر پټ راز نه شي ساتلی''

ښځې د انځور حقوق
Image caption ۲۵ سلنه پوښتل شوو ښځو ویلي چې هېڅ راز نه شي ساتلی.

یوې نوې علمي څېړنې ښودلې چې د نارینه په پرتله ښځې ډېر پټ راز نه شي ساتلی.

څېړنې ویلي چې په نړۍ کې تر ټولو ډېرې مصرۍ ښځې تر ۳۸ ساعتونو ډېر پټ راز نه شي ساتلی.

دا څېړنه چې د لبنان په "السفیر" ورځپاڼه کې خپره شوې وايي، چې پټ راز نه ساتونکې ښځې راز ډېر ژر هغو کسانو ته وايي، چې هېڅ تړاو نه ورسره لري.

د امریکا میشیګن ایالت د پوهنتون یوه ډاکټره او د ټولنیزو چارو کارپوهه مارګریت پاول په یوه اوږده مقاله کې ویلي چې "ښځه د نړۍ تر ټولو پخوانۍ رسنیزه سرچینه ده. مصرۍ ښځه تر ۳۸ ساعتونو د ډېر وخت لپاره پټ راز نه شي ساتلی".

دا څېړنه چې پر ۵۰۰ مصري ښځو ترسره شوې، په ډاګه شوې چې د ۱۸ او ۶۰ کلونو ترمنځ عمر لرونکو مصرۍ ښځو ۲۵سلنې منلې ده چې په هېڅ ډول پټ راز نه شي ساتلی.

دوی دا هم ویلي که پټ راز ډېر خطرناک او یا هم د ډېر خطرناک سړي په اړه وي، دو یې ډېر نه شي ساتلی.

په څېړنه کې دا هم راغلي چې مصرۍ ښځې غالباً پټ راز داسې یوه کس ته وايي چې هېڅ تړاو نه ورسره لري.

خو له ۱۰ ایله نهو نجونو ویلي چې دوی پټ راز ساتلی شي، خو درېیمې برخې یې بیا ویلي چې د پټ راز په افشا کولو یې د ګناه احساس کړی دی.

څېړنه کاږي، چې تیلې فون او انټرنېټ په پراخه کچه د پټ راز په افشا کولو کې رول لرلی، خو په کلیوالو مصري سیمو کې بیا کروندې او کورنۍ راشه درشه د پټو رازونو په افشا کولو کې ډېر رول لري.

بل خوا، د حلوان پوهنتون استاده مروه الرفاعي وايي، د پټ راز په افشا کولو کې د نارینه او ښځینه ترمنځ هېڅ توپیر نه شته.

هغه وايي چې "انسان له کوچنیوالي د پټ راز په ساتلو او یا افشا کولو روږدی کېږي، او ادا کار د هغه پر روزنې پورې اړه لري.

که چېرې ماشوم له کوچنیوالي په ډېرو خبرو او بې ځایه خبرو روږدی شي، نو پټ راز ژر افشا کوي."

نوموړې زیاتوي چې "د پټ راز افشا کول په غالب ګمان هغه مهال رامنځ ته کېږي چې موږ پخپل نفس کې د ساتلو لپاره ځای ونه لرو، او یا دا چې یوڅوک د پټ راز ساتلو توان ونه لري، حیرانوونکې خو دا ده چې ماشومان تر لویانو د ډېرو کالو لپاره پټ راز ساتلی شي، خو که ورته وویل شي چې دا پټ راز افشا نه کړي، هغه ژر افشا کوي."

ورته مطالب