د شيکاگو سرمشريزه او افغانستان

ډاکټر زلمى رسول
Image caption د افغانستان د بهرنيو چارو وزير د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته پر شيکاگو سرمشريزه ځانگړې ليکنه کړې ده.

له یوې خوا د نړۍ کوچني کېدا او د نړۍ د هېوادونو متقابل یووالي او له بلې خوا د لویو ګواښونو په وړاندې د هېوادونو د مبارزې د وړتیا محدودیت د نړۍ د بیلابېلو هېوادونو ترمنځ همکارۍ ته زمینه برابره کړې ده.

څرګنده ده چې په دې نړۍ کې د نړیوال ثبات او امنیت په ټینګښت کې د افغانستان ونډه له نورو هېوادونو کمه نه ده. ځکه نو د افغانستان د حکومت له نظره له هند، فرانسې، ایتالیا، برتانیا، متحدوایالتونو، جرمني، ناټو او د نړۍ له نورو لویو هېوادونو سره د افغانستان اوږد مهال ستراتژیک اړیکي د ارزونې وړ دي.

د شیکا ګو سرمشریزه چې د یکشنبې او دوشبنې په ورځو( د مى ٢٠ او ٢١) د ناټو دغړو هېوادونو ترمنځ په شیکاګو کې ترسره کېږي، د دوی ترمنځ د خپلو مسالو پر بحث سربېره، د نا ټو او افغانستان ترمنځ د اوږد مهالو ستراژيکو اړیکو او همدا راز پر وسلو او مهماتو د افغانستان د پوځ بسیا کول په پام کې لري.

په ۲۰۱۰ م کال کې د ليزبون په غونډه کې د افغانستان حکومت او نړېوالې ټولنې موافقه وکړه چې تر۲۰۱۴ کاله وروسته افغانستان په دې بریالی شي چې د خپلو شته امکاناتو په پام کې نیولو سره د خپلو وګړو امنیت وساتي.

له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ملي امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو لېږد یا سپارل یو نه ستنېدونکى بهیر دی. د دې بهیر دریم پړاو څه موده مخکې بشپړ او د افغانستان د ولسمشر له خوا اعلان شو.

اوس د افغانستان د وګړو په سلو کې ۷۵ امنیتي مسولیتونه افغان ځواکونو ته سپارل شوي دي. موږ پوره تیاری لرو چې تر ۲۰۱۴ ميلادي کاله وروسته د خپلو هېوادوالو امنیت تر لاسه کړو او له بلې خوا له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو بل ډول پیل کړو او هغه له ۲۰۱۵ کاله تر ۲۰۲۵ کاله پورې د اړیکو مهال دی.

د شیکاګو په کنفرانس کې به د افغانستان او ناټو دا ګډه ژمنه کیږي چې افغانستان به هېڅکله د تېر په څېر یوازې نه پرېښودل کیږي، په راتلونکي کې به هیڅکله ترهګر د ځان لپاره د امن اډې ونه لري.

دا طرح د ترهګرۍ ، بنسټ پالنې او نورو ګډو ګواښونو په وړاندې د یوې متقابلې اړتیا په توګه ده چې زموږ ژوند، د سیمې او د ناټو دغړو هېوادونو ژوند یې له ګواښ سره مخامخ کړی ده.

همدا شان به له افغانستانه د ناټو د ځواکونو تدریجي وتنه زموږ د هېوادونو د اړتیاوو او شرایطو له مخې د ناټو د مشرانو په بحث کې ده.

هغه ځانګړي شرایط چې موږ په خپل هېواد کې ورسره مخامخ یو، زموږ د سیمه یيزو ملګرو او نړیوالو اړیکو د بهرني سیاست پر څرنګوالي دروند اغېزکوي.

دا هغه اساسي ټکی دی چې له ناټو سره زموږ د اړیکو تعریف ټاکي.

د افغانستان اقتصادي حالت له همدغو ټکو څخه دی. په تېرو ١٠کلونو کې په افغانستان کې سیاسي بدلونونه او بریالۍ حکومت جوړونه، د هېواد د ديموکراتیزه کولو ترڅنګ د بشري حقونو مساله او په ځانګړې توګه د ښځوحقونه، د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې ګډه لاسته راوړنه ده.

خو لاهم زموږ په هېواد کې اړین اقتصادي بدلونونه ندي رامنځ ته شوي.

افغانستان د داسې هېواد په توګه چې په تېره لسیزه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په نړیواله جبهه کې و له هر بل هېواده زیاتې قربانۍ ورکړې دي او نړیوالو مرستو ته همداسې اړتیا لري.

د هېواد اقتصادي بنسټونه نورې ودې ته اړتیا لري او ترانزیتي لارې چې د ملي او سیمه يیزې سوداګرۍ اسانتیاوې برابروي او په سیمه کې به د افغانستان وړتیا ته لاره برابره کړي لاهم نه دي جوړې شوې.

د هېواد ډیر کانونه لا نه دي لټول شوي او نه دي را اېستل شوي

په داسې حالاتو کې طبیعي ده چې افغانستان نړیوالو مرستو ته اړتیا لري. دا مرستې په ځانګړې توګه د ۲۰۱۵ نه تر ۲۰۲۵ کال بدلونونو کې خورا ارزښت لري.

خو دا اړتیاوې دوه اړخیزې دي. نړیواله ټولنه په دې پوهیږي چې افغانستان له داسې اقتصاده پرته چې په طبیعي زیرمو ولاړ وي، نه شي کولی له ترهګرۍ سره وجنګیږي او له نورو ګواښونو سره چې نړیوال او افغانان ورسره مخامخ وي مبارزه وکړي.

له همدې امله ترڅو چې افغانستان په خپلو پښو دریږي، سږکال په جولای کې به د توکیو په کنفرانس کې له افغانستان سره په پراخیتایی مرستو او بیا رغونې مسالو بحث وشي او لازم تصمیمونه به ونیول شي.

د شیکاګو غونډه هم د افغانستان له اوږد مهال ثبات او امنیت سره د ناټو او د ایساف د هېوادونو او نورو دوستانو بله کلکه ژمنه ده .

د دې موخې لپاره به له ۲۰۱۵م کاله وروسته تر ١٠ کلونو پورې په کال کې ۴.۱ میلیارده ډالر د افغانستان بودجې ته ورکوي.

په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې مرسته په حقیقت کې په سیمه او نړۍ کې د ثبات او امنیت په برخه کې پانګونه ده.

موږ هیله من یوو وکولی شو د خپلو کورنیو عوایدو په زیاتولو سره تر ۲۰۲۵ کاله پورې په کال کې خپله ونډه له اوسنیو ۵۰۰ میليونو ډالرو نه سل په سلو کې لوړه کړو او نور په دې برخه کې نړیوال مالي ملاتړ ته اړتیا ونه لرو.

ورته مطالب