ستاسو غږ : افغانان څنګه خپلو مسووليتونو ته اوږه ورکولی شي؟

د خپريدو وخت: 13:34 گرینویچ - چارشنبه 23 می 2012 - 03 غبرگولی 1391

ناټو د شيکاګو ‍په سرمشريزه کې پرېکړه وکړه، چې د راتلونکې کال ‍په نيمايي کې به په افغانستان کې ټول امنيتي مسووليتونه افغانانو ته وليږدول شي او ۲۰۱۴په کال کې به يې جګړه ييز ماموريت ‍پای مومي او خپل عسکر به له افغانستانه وباسي.

خو له دې سره جوخت ناټو دا پرېکړه هم وکړه، چې د افغان ‍پوځونو روزنې، سمبالولو اومالي تمويل ته به تر ۲۰۲۴ کال ‍پورې دوام ورکړي.

څنګه چې ولسمشر اوباما وويل، دوی غواړي چې په افغانستان کې خپله جګړه پای ته ورسوي، خو د ده ‍په ټکو چې د ابه مسولانه پای وي.

د چارو ځيني شنونکي باور لري چې کېدای شي دا به د ناټو لپاره د جګړه پای وي، خو د افغانستان لپاره به د نويو ننګونو ‍پيل.

تاسو دغه ننګونې څومره سختې ګڼي او افغانان څنګه کولی شي چې خپله د خپل هېواد د دفاع او ساتنې مسوولیت ته اوږه ورکړي اوپرې نږدي چې د تېرو لسو کلونو لاسته راوړنې له لاسه ووځي.

که غواړﺉ چې ‍په ‍پروګرام کې برخه واخلﺉ نو د پنجشنبې ‍په ماښامنۍ خپرونه کې په دې شمېره زنګ راته ووهي.

۰۰۴۴۲۰۷۸۳۶۰۳۳۱

په دې شمېره ايس ميس هم کولی شﺉ

٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨

همدارنګه ‍په دې ‍پته ‍په ايميل کې هم خپلې ‍نظرېې او پوښتنې راليږلی شﺉ.

Pashto@bbc.co.uk

نظر او پوښتنه مو په فيسبوک، ټوېټر او گوگل کې را سره شريکولى شئ.

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .