ستاسې برېښنالیکونه: حکومت، طالبان او ولس څرنگه ښوونځي ژغورلى شي؟

د خپريدو وخت: 14:29 گرینویچ - سه شنبه 29 می 2012 - 09 غبرگولی 1391

ستاسې برېښنالیکونه: حکومت، طالبان او ولس څرنگه ښوونځي ژغورلى شي؟

عطاالله عمر له کندهار

د دولت د وسلوالومخالفینو دا خبره سمه ده چې وایي د ښوونځیوساتنه به کوي خواصلي ستونزه اومشکل په دې کې دی چې په لیرې ولسوالیو کې

ښوونځي شتون نه لري اوکه وي هم هغه یوازې د کاغذ ترمخه فعالیت لري .

که څه هم ځینې ښوونکي لوړمعاشات د ولسوالیو د ښوونځیو د ښوونکوپه صفت اخلي خو

هلته هیڅ هم په عمل کې نه لیدل کیږي مهمه خبره دا ده چې په دولتي چوکاټ په خاص ډول دې د پوهنې وزارت دی د مکلفیت دوره تیر په ځیر رامنځ ته کړي

او په موسساتو او- اين- جيو-ګانو کې دې د ښوونکو د استخدام د مخنیوي په برخه کې

جدي او کوټلي ګامونه واخلي .

محمد اصغر, جده

د ملت په ملاتر ښوونځي ساتلی شو که د ملت ملاتړ نه وي نه دولت او نه طالب ښوونځي ساتلی شي .

زلمى لودين

د غزني په اندړو کې خلک د طالبانو پر ضد راپورته شول چې ښوونځي پرانيزي، طالبانو د خلکو زور نه درلود نو د هغوى غوښتنه يې ومنله، دا يوازې خلک دي چې که طالب او بل هر هغه چا ته چې د مکتب مخالف دى، راپورته شي نو څوک به يې زور ونه لري.

د فيسبوک ځينې تبصرې

بشير احمد ساحل

تر څو چې امنيت رانه شي او بنيادي کار ورته ونه شي ښوونځي خو پريږدئ چې کورونه به مو هم وسوځوي.

تورى طفر

د ښوونځيو سوځول يوه سياسي لوبه شوې ده هر لورى غواړي چې خپل سيال پرې ووهي.

بشیر الله شمشاد

زما په اند د ښوونځیو د ساتلو یوازينۍ لاره د قومونو یووالی دی ، که چیرته قومونه او ولس ښوونځي غواړي نو باید د قومونو ترمنځ د ښوونځیو سوځونکو او ورانونکو ته په عام محضر کې سزا ورکړل شي، دا به لپاره یو عبرت وي او ولس ، ‌طالبان او حکومت د مکاتبو د خوندی ساتلو له فکر څخه به دوامداره توګه خلاصى ومومی.

کليم الله احمدزى

که دواړه سره لاس ورکړي نو د وطن بچيان به مو تعليم وکړي

زاهد الماس له خوسته

بايد هماهنگي سره پيدا شي

رحيم امين

سوځونکو ته دی غوڅه سزا ورکړي لکه طالبان یې چې ورکوي ..!! په افغانستان کې مجرم همیشه په دې هیله تشویقيږي چې بیا له زندان نه بغیر له کومې ستونزې خلاصیدلای شي .. په شمال کې د ښوونځیو سوځول او د بې ګناه نجونو مسموم کول ماته د ايران له لاسه ښکاري،په پکتیا کې چې طالبان په ډیرو سیمو کې واکمن دي هیڅ ستونزه د زده کوونکو او ښوونځیو لپاره نشته ..آن ماته ښوونکو وویل چی دلته طالبان زده کوونکي هڅوي چې ښې زده کړې وکړي.

ابو جاويد کټوازى

طالبان وايي موږ ښوونکي ته معاش نه ورکوو او له حکومته دې هم نه اخلي کليوال دې خپله معاش ورکړي خو کليوال وايي موږ خپله په نس نه يوو ماړۀ نو له کومه معاش ورکړو؟

احمد ضيا سبا

د جنګ ټولې خواوې او ټولې په جګړو کې ښکیلې ډلې باید د خپلو اولادونو آینده په پام کې ونیسي. که جگړه د بل هر مقصد لپاره کوي خو د تعلیم مخه نیول به یوازې د افغان ولس د ناکامي سبب شي نو ټول باید د ښوونې په پرمختګ کې لاس سره ورکړو. افغان ولس باید هغه څوک خپل دښمن وګڼي چې زموږ ښوونیزو چاروته خنډ ګرځي.

احمد شاه څوکيوال

په دې نه پوهيږم چې ښوونځي څوک ورانوي او په دې هم نه پوهيږم چې طالبان او حکومت يې ژغورلى شي که نه يا يې غواړي او که نه خو په دې پوره ډاډه يم که ولس وغواړي نو خپل ښوونځي ساتلى او ژغورلى شي ولس ئدې د ښوونځيو د ويجاړونکو په وړاندې جهاد اعلان کړي.

حافظ بشیر له باجوړه

دلته ځينې ډلې غواړي چې د پښتون افغان بچى د خپل لاس ډبره کړي او هغه خوا يې وغورځوي چې دوى يې غواړي.

هوسۍ افغان :

پاکستان نه غواړي چې افغانستان کرار شي. دا د دوى کار دى.

محمد يونس ميوند:

"دلته ځينې ډلې غواړي چې د پښتون افغان بچى د خپل لاس ډبره کړي او هغه خوا يې وغورځوي چې دوى يې غواړي."

دا په دې چې په تېرو ٣٠ کلونو کې ښوونځي سوځوونکي واک ته رسيدلي دي نه ښوونځي ته تلوونکي.

وحيد الله سليمانخيل:

تر اوسه زموږ مخالف وروڼه د پاکستان تر کنترول لاندې دي او په خپل واک کې نه دي. پاکستان هيڅکله نه غواړي چې افغان تعليم وکړي.

اسد الله هډيوال:

پاکستان او ايران يې نه غواړي.

ثنا خاکريزوال:

ايران او پاکستان يې نه غواړي.

عبدالله مياخيل:

بې تعليمه خلک د ترهگرۍ په چارو کې کاريږي، ترهگر ډاريږي چې کسان يې کم نه شي. که تعليم نه وي د دوى لپاره مفت کسان ډير دي.

کريم خوستى:

پاکستان او ايران مو نه پريږدي.

حبيب الله :

طالبان خپل وطن ته کار نه کوي پردو ته غوږ دي.

سيف پښتون:

يوازې تعليم دى چې افغانستان پرې خپل وطن کې امن راوستلى شي خو بهرنۍ کړۍ نه غواړي چې افغانستان جوړ شي له ځکه ښوونځي سوځوي چې افغانان بې تعليمه پاتې شي.

محبت:

دا ټول گاونديان دي چې نه مو پريږدي.

نصير روکى:

د افغانستان دښمنان دي.

گل محمد نوري:

د تعليم په نشتوالي هيواد بې اتفاقه کيږي نو څوک يې زغم نه لري.

محمد وسيم:

دا کار د افغانستان او اسلام دښمنان کوي.

نجيب سميع:

د استعمار او په نورو د حکومت کولو يوازينۍ لار همدا ده چې خلک بې سواده وساتل شي او له حقايقو او د ښه او بد ترمنځ د فرق کولو نه ليرې وساتل شي.

صابر خان:

ايران او پاکستان يې نه پريږدي.

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .