د بشر نوید کالم پښتونخوا: قومي جرګه، که سياسي جلسه؟

Image caption خان لاله د خپل ګوند لپاره د خپلو ملګرو د خفه کولو او د هغوى د ګوښه کولو لويه قرباني ورکړه.

پښتون قوم پرست مشر افضل خان لالا يو ځل بيا د مۍ ۲۹ او ۳۰ مه دوه ورځنۍ قومي جرګه په پېښور کې جوړه کړې وه.

د خان لالا د تېرې يوې جرګې نه دا دوېمه قومي جرګه هغه وخت متنازعه، شکي او مبهمه وګڼل شوه چې نېغ په نېغه په کې عوامي نشنل گوند (ای اين پي) د پارټۍ او د حکومت ترحده ښکاره شول.

نورو سياسي ګوندونو ترې انکار وکړ او مولانا فضل الرحمان ورته خپل نکات کېښودل.

مولانا فضل الرحمان په کې بيا هم په خپله ګډون نه درلود خو د ګوند استازي يې راغلي او وېنا ګانې يې وکړې.

د نورو قوم پرستو سياسي ګوندونو او شخصياتو غېر حاضري د جرګې نه صفا انکار دا خبره څرګنده کړه چې هغوى په داسې حالاتو کې د قومي جرګې د بنسټ سره اختلاف درلود.

د عوامي نشنل گوند (ای اين پي) او پښتونخوا کې ورسره متحد ګوند پيپلز پارټۍ ځکه ګډون وکړ چې د روان حکومت د سول (ولسي) او پوځي ادارې دغه اجنډا ده چې هغوى د افغانستان نه د ناټو د ځواکونو او بشمول د امریکا ټوله کډه نغاړل غواړى چې افغانستان کې دې بېرونى لاس وهنه بنده کړې شى.

تر کومه چې په داسې حالاتو کې د قومي جرګې د اجنډا او په روانو حالاتو کې د پاکستان، افغانستان، ايران او هند سره د امریکا کوم رول جوړيږي نو دا ډېر نازک صورت حال منځ ته کوي.

په دغه اتحاديه کې د حېرانتیا خبره دا ده چې پاکستان، افغانستان او امریکا درې واړه اتحاديان هم دي او په کې په پاکستان ناباوري، شک، ګمان اوس د يقين ترحده هم رسېدلی دی.

دا داسې تعلق دی چې نه د يو بل نه بغېر ګزاره کولی شى او نه د يو بله قرار مومي.

په دغه رنګ حالاتو کې د قومي جرګې رابلل او د قومي مشرانو د بحث په رڼا کې يوه شريکه نتيجه را ايستل ضروري ده خو قومي خبره، قومي جرګه، قومي مشران ځان ته د قومونو د استازي توب حېثيت او ارزښت غواړي.

دغه د قومونو مشران په خپلو کې کښېني او يوه شريکه صلاح کوي، اختلاف راې ورکوي.

د يو بل خبره په زغم، صبر، برداشت اوري، مني يې او بيا يوې نتيجې ته د رسېدو نه پس شريکه اعلاميه لاس ليک کوي.

ولسونو ته يې وړاندې کوي، چې په کې د فريقينو ناسته او شريکه صلاح ضروري وي.

په بنيادى ډول جرګه د فريقينو تر منځ کيږي. دلته فريقين نه وه. دوه سياسي ګوندونه ای اين پي او پيپلز پارټۍ په کې موجودې وې.

ای اين پي په ټوله د ستوره کې په هر څه ځکه حاوي پاتې شوه، چې د خان لالا او د ای اين پي تر منځ دا معاهده شوې وه، چې خان لالا دې بل چا سره يعنې د ای اين پي ياغيانو سره په جرګه کې د "پښتون قوي وحدت" په نوم نه کښېنى.

خان لاله د خپل ګوند لپاره د خپلو ملګرو د خفه کولو او د هغوى د ګوښه کولو لويه قرباني ورکړه.

دا هغه ملګرى دى چې د زړه او ذهن په لاره خان لالا ته نژدې دى خو د ای اين پي د مشرانو لپاره دا خلک ياغيان دي.

خان لالا د يو څو لېونیو یاغيانو په مقابل کې د خپل ګوند تش په نوم تعلق په قومي جرګه اعلان تازه کړ.

خبره دې حد ته را ورسېده چې هر څو که ای اين پي ته د خان لالا جرګه وايي خو په سټېج او د وېنا ګانو کې د رسنيو سره د خبرو او د اعلاميې پورې هر څه په پټو او ښکاره لاسونو کې پاتې شوي او د خان لالا غوندې قوم پرست مشر قومي جرګه په سياسي جلسې بدله شوه.

په پښتنو کې هسې هم داسې د ټولنيز ژوند لپاره فېصله کول، کار کول او بيا د جرګې غوندې دروند کار او د هغې نه نتيجه راايستل ډېره ګرانه مرحله ده.

خو له بده مرغه موږ په جنګونو کې پاتې شوي يُو، جنګونو کې دوه قوتونه بېرته تللي دي، خو دا دعوه لوی پښتون افغان نه ده کړې چې دا جنګ په موږ چا وکړ؟؟

په دې جنګ کې زموږ تاوان ولې وشو؟

ګټه يې بله ولې حاصله کړه؟؟

او موږ د جنګ نه، سبق حاصل نه کړ، او نه مو په جنګ کې تاوان چا ومنه!!

خان لاله د قومي جرګې په نوم د ۳۰ لکو افغانيو دعوه کړې ده. بايد چې دا دعوه هغه وخت شوې وای چې سور او سپين خپل خپل ځاې ته رسېدلي وو.

د نوي افغانستان د ودانۍ لپاره د جنګ په لاره بيا هم لوی افغان خپل سوزېدلي وطن ته روان و.

يا په زوره ورانو کنډوالو، ورانو بورجلونو ته په دې خيال کې د پښتونخوا نه سره د خپلو مړو بېرته روان و.

زموږ مشرانو د لوی پښتون افغان دعوه شل کاله پس ولې کوي؟؟؟

اوس خو فريقين هم ډېر دي، پاکستان، عرب ملکونه (چې مشري يې سعودي عرب کوي) چين، ايران، هند، دا ټول ښکاره هغه فريقين دي، چې په دغه دعوه کې راځي.

په دې وختونو کې نور فريقين هم شته چې هغه 'پيريان' دي.

په دغه جنګ کې نه ښکارېدونکي پېريان له ټولو خطرناک فريق دی.

د ټولونه مهمه خبره او مهمه پوښتنه دا ده چې بايد له افغانانو پوښتنه وشي چې هغوى څه غواړي؟

اۤيا د افغانانو موجوده لس کلن ستراټيژيک تړون د دې خبرې غماز نه دی؟؟

چې هغه دلته ناټو ته وخت ورکول غواړي، او د دې ځای نه يو وارې بيا هغه زوړ تاريخ تکراريږي چې د پېښور او اسلام اۤباد د ړندو معاهدو حکومت دې بيا په کابل قابض کړي.

د قومي خبرې يا د سياسي جلسې وېناګانې او اعلاميه په ځان کې مبهم سوالونه په خپله واضحه ځوابونه کړل.

پښتانه مشران، افغان ته د خود مختارۍ او قومي وحدت يا په بل شکل د خپلو فېصلو اختيار اخلي نو دا ضمانت به څوک ورکوي چې د افغانستان نه د سپينې پيشو د وتو نه پس به افغانستان نه تور موږکانو ته څنګه لاره نيسي!!؟؟

څه ضمانت دی چې افغانستان ته به د سپينې پېشو نه پس تور موږکان نه ورننوځي!!؟؟

ورته مطالب