د بشر نويد کالم پښتونخوا: کراچۍ کې د پښتو قلمونه او حرفونه!

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption دا وخت د کراچۍ په حالاتو کې ټول پښتون افغان د ګولۍ نه هم ځان ساتي او د ډوډۍ د ظالم شرط نه هم!!

کراچۍ په اورکې سوزي. د لسانياتو په نوم په کې د ژبو جنګ دی. د سياست په نوم په کې د بېلا بېلو قومونو جنګ دی. د مذهبي او مسلکي اختلاف په نوم په کې د يو خدای د مخلوق او د يو پېغمبر د منونکو وينې تويږى.

د مقامي او غېر مقامي په نوم په کې د مودو مودو يو شکور ته د ناستو ولسونو وينې يو بل ته ګرمې ګرمې کيږي. د بد معاشۍ او بهته خورۍ دښمني په دغه انداز کې چې دا هم زما او دا هم زما او هر څه زما!!

د کراچۍ د جنګ او کلاشنکوف دود پخواني سر لښکر ضياء الحق کرلی فصل دی. اوس يې په بېلا بېلو نومونو او شکلونو ټول قومونه ريبي.

په کشمير او افغانستان کې دا فصل د جهاد په نوم وه. په کراچۍ کې د پښتون مهاجر د مقامي او غېر مقامي، د قاچاقي او ترهګر په شکل کې دا ګولۍ او ډوډۍ د يو بله پېدا کيږي.

په ګولۍ د ډوډۍ لپاره د کرايې قاتلان نور خلک مړه کوي چې ''ټارګټ کیلېنګ'' ورته ويل کيږي او ډوډۍ په کراچۍ کې د وطن د نورو برخو نه لا ډېره ظالمه ده!!

دا وخت د کراچۍ په حالاتو کې ټول پښتون افغان د ګولۍ نه هم ځان ساتي او د ډوډۍ د ظالم شرط نه هم!!

د پښتنو کورونو ته په وينو سره کټونه راروان دي او دا پوښتنه په وچه خوله کې پاتې ده چې دا چا!!؟؟

حکومتي چارواکي هم دا وايي چې دا چا؟؟

څه د حيرت مقام دی چې استخباراتي ادارې هم د بې وسۍ څرګندونه کوي.

په دغه شان نامعلومه واقعياتو کې د پښتو قلمونه او حرفونه، شاعران، اديبان، فنکاران د غټ دشمندار په نامه ياديږي، ځکه چې هغوى سره قلمونه دي، د قلمونو په ژبه کې حرفونه دي او په حرفونو کې د پښتو يو غږ دی چې وايي:

موږ ټول پښتون افغان د کراچۍ په خونړۍ لوبه کې په غلطو سپکو ماناګانو ياديږو. زموږ مانا د دې ښار د مالګينو هواګانو څخه معلومه کړئ چې موږ دلته څنګه راغلي یو؟

څنګه مو دا ښار اباد کړی دی؟

بيا ورشئ زموږ د غريب وطن د بې روزګاره لارو کوڅو او د غربت ځپلو کورونو نه پوښتنه وکړئ، چې دا مهاجرت او مسافرت موږ ولې وکړــ بيا موږ د پښتو په دې لنډۍ کې وګورئ:

څوک په رضا د ملکه نه ځي

يا ډېر غريب شي يا د يار د لاسه ځينه

په کراچۍ کې د پښتو د قلمونو او حرفونو دا معجزه ده. هر څوک مني چې هغوى د وطنونو په جنګونو او د کورونو په ويرونو، په مهاجرت کې هم ځان ژوندي ساتي.

د افغانستان نه را واخله د پښتونخوا د جنوب ـ شمال او د کراچۍ غوندې په سختو حالاتو کې هم د پښتو ښاغليو د قلم او حرف په عقيده ټينګ ولاړ وي.

د وطنونو نه بهر په امريکا، اروپا او عربو هېوادونو کې چې د نړۍ په کوم ګوټ کې هم د پښتو شاعر او د قلم خاوند ورغلى دى پښتو يې پاللې ده.

خو زه چې په خپل وطن کې د پښتون حالت ته وګورم د پښتو د ليکونکي او خپرونکي ګزران را واخلم نو دلته غمِ جانان او غمِ روزګار د يو بل په ضد دي.

په کراچۍ کې د غمِ جانان او غمِ روزګار مثال داسې دی:

په سينه يو لالی ځایيږي

زه پرې تعويز او جانان دواړه ځنګومه

زه چې د پښتونخوا په غږ کې نن د کراچۍ د قلم او حرف د قبيلې خلک يادوم نو بلها نومونه، څېرې، ډېر قلمونه، د هغه قلمونو پښتو کتابونه، شعرونه، لفظونه، او سلامونه زما په نظر کې دي.

ما ته هلته د پښتنو شاعران، د قلم خاوندان، د پښتو د ټولنو، جرګو او تنظيمونو ملګري په سخت بحراني حالت کې ښکاري.

هسې خو ټول پښتانه د جنګ په حالت کې دي خو په کراچۍ کې هر پښتون افغان په نامعلومه جنګ کې مري.

د هغوى د مړو د شهادت انعامات نه په لفظونو کې شته او نه د نوټونو په شکل کې!

په پښتونخوا کې پوليسو څخه د نامعلومه مرګونو، د غلا او د نورو پټو جرمونو لپاره چې هيڅ نه وي نو افغان مهاجر باندې دعوه راشي، چې د محرم الحرام يا د نورو مذهبي ورځو د لمانځنو موقعه راشي نو چارواکي د امن په نوم اعلان وکړي چې افغان مهاجرين به ښار ته دننه نه راځي.

دغه شان حالت په کراچۍ کې له پښتنو سره روان دی. هغوی چې په خپلو کې په برخه وران شي نو د پښتون مهاجر د جنګ نوم ورکړي.

چې داخلي فشار کې سياسي، مذهبي، مسلکي، لساني، مقامي غېر مقامي، د خفيه ادارو په استادانو، شاګردانو او نورو پټو عواملو کې څه ګړبړ راشي نو د پښتون طالب خبرو ته هوا ورکړل شي.

دغه خلکو ته به هر سور ږيری شاګل ښکاري، خو هر پښتون افغان خو طالب نه دی!!

زه د پښتونخوا په غږ کې د کراچۍ د پښتو قلمونه او حرفونه ځکه يادوم چې دا قلمونه او حرفونه نه سور ږيري شاګلان دي او نه طالبان!!

نه ترهګر دي، نه قاچاقيان، فقط مزدوران دي، او په مزدورۍ کې هم پښتو پښتو کوي.

معاشى طور مړه دي خو په ژبه ژوندى دي. په قلم او حرفونو کې ساه اخلي، د پر اسراره مرګ قاصد ته په اردو ژبه کې وايي!

مجھ کو سولی پہ چھڑانی کی ضرورت کیا ہی

میری ہاتھوں سی قلم چھین لو مر جاؤں گا

ورته مطالب