د بشر نويد کالم پښتونخوا: شک حرام دی که د پوليو څاڅکي!؟

د انځور حقوق AP
Image caption انتها پسندۍ ، يو اخري حد ته رسولي يو. په هر څيز کې راته کفر ښکاري.

دا حقيقت، شکيان او وهميان خلک هم مني چې د شک او وهم علاج نه شته. دا په خپله بيماري هم نه ده. يوه نفسياتي کمزوري ده.

په کومو وطنونو او قومونو کې چې وحشت، دهشت، غربت او د لويو طاقتونو زبردستي وي يا پرې تېره شوې وي نو هلته نفسياتي بيماري پېدا کيږي.

د يوې سروې له مخې معلومه شوې ده چې په سوات کې د نشه یيزو درملو استعمال زيات شوی دی. دا درمل مېرمنې ډير خوري. دلته اوس هر حساس بنيادم سائيکو (دماغي ناروغ) دی او که نه!؟

ټول خلک رواني ناروغان دي او که نه!؟

د حالاتو ځپلي انسانان د شائزوفرينګ ښکار دي که نه؟

شائزوفرينګ هغه نفسياتي بيماري ده چې د ناروغ په د ماغو کې اوازونه راځي خو هغه څه نه وي چې ناروغ يې محسوسوي.

دا زموږ حالت د شائزوفرينګ نفسياتي بيماري ده. زموږ په دماغو کې د وېرې اوازونه راځي او مونږ د فوبيا (وېرې) ښکار شوي یو.

د مرګ وېرې د ژوند له حرکت نه ايستي يو ځکه نو موږ د شکونو، وهمونو او غلطو ګومانونو په شکنجه کې ښکېل يو.

انتها پسندۍ ، يو اخري حد ته رسولي يو. په هر څيز کې راته کفر ښکاري.

سړک، سکول (ښوونځی)، هسپتال (روغتون)، علاج، معالجه او په ټولې انساني همدردۍ کې اول هم شک او اخر هم بدګماني!!

دا شکونه، بدګمانۍ او نفسياتي بيمارۍ د پښتنو په برخه رسېدلي دي. واضحه مثال يې دا دی چې څنګه په وجود کې د مدافعت قوت کم شي نو هره ناروغي په انسان باندې په اسانه حمله کولی شي.

دغه شان چې د کوم قوم لارښود نه وي، نو هر څوک پرې خپله خپله خبره په اسانۍ منلى شي.

په اوس وختونو کې د پښتنو په کلو بانډو، لېرې پرتو علاقو او حتى په لويو ښارونو کې هم اوس د پوليو څاڅکي، ماشومانو ته نه ورول کيږي.

په پوليو واکسین باندې خلک شک کوي چې د دې سره به يې نسل شنډ کړل شي. دا شکونه په دې خاطر کيږي چې دا د بهرنيو هېوادونو پروګرام دی او هغوي يې مالي مرسته کوي.

۴۰ـ ۵۰ کاله اګاهو د غټو ننکو يو کمپاين د صحت وزارت روان کړی وه. ډېر ماشومان به د غټو ننکو نه مړه کېدل.

پخواني مشرانو به ورته حقې ننکۍ ويل او ويل کېده به چې دا به په قبر کې هم راخيژي، ځکه يې ورته حقې ننکۍ ويلې.

هغه کامياب شو، غټې ننکۍ چې ټول مخ به يې څاڅکي څاڅکي کاوه اوس نه شته.

بيا د ماشومانو د شپږو بيمارو د مخ نيوي لپاره واکسين عام شول.

فارمي يا ماشيني چرګان

د سپټمبر يولسمې نه وروسته چې په دې سیمه کې په هر څيز او هر چا شک او ګمان شروع شو نو غېر ملکيان يې ووژل.

د غېر ملکيانو امدادي ادارو کې، د کار کوونکو وژل هم جهاد ياد شو، د پوليس او پوځ کې تنخادار حلال شول.

موسيقي حرامه شوه، سندر غاړي ووژل شول، نايې خانې په بمونو والوزول شوې.

ډېر حلال علاجونه حرام وګرځېدل چې په هغې کې يو هم د بهرنیو هېوادونو نه مرسته شامل وه.

د ماشومانو په شپږو بيماريو کې يو هم د پوليو څاڅکي ول چې حرام وبلل شول.

د پوليو د څاڅکو په ضد فتواه ورکوونکي، په خپلو سترګو په خپله هغه ماشومان هم ويني چې په يو لاس يا پښه معذوره وي اوس که د هر چا د شک ختمولو لپاره په هر يو کور کې يو يو پوليو ضد ضروري شو نو ټولنه به څومره رنځوره، معذوره او بې کاره شي!؟

د پښتنو لپاره دا شک په ځان کې څومره بربادي لري.

اوس خو يو بل شک هم کيږي. ځېنې خلک فارمي چرګان نه خوري.

په فارمي چرګانو چې ماشيني هغه هم ورته وايي دا شک نه دی چې ګنې د حلالولو په وخت کې پرې کلمه نه ويل کيږي بلکې دا دى چې د دغه چرګانو خوراک د بهر نه راځي او په دغه خوراک کې حرام توکي شته.

د انتها پسندۍ نه راپېدا شوو شکونو زموږ ژوند، ژواک هر څه څومره ګران کړى دى او دا ټول شکونه، وهمونه، ګومانونه، نفسياتي بيمارۍ يې د جهالت او ناپوهۍ په نامه د پښتنو په سيمو کې عام کړي دي.

ټوکه

يو سړى د بره غرنۍ سيمې نه سمې ته پېښه وکړه. ډېر وږی شوی و. د سمې يو کوربه چې پوه شو مېلمه له بره راغلی او وږی هم دی، نو ورته وې ويل:

له بره راغلى يې وروره!

زه به درته يو ښه ښکلی کورنی چرګ را ونيسم او درته حلال به يې کړم. بيا يې در ته په سوچه غوړو کې ښکلې شوروا پخوم. د چرګ په کټوې برغولى کلک ږدم چې ښه دم شي. بيا در ته دوه ښې خميره ډوډۍ په خپل کور کې په تنور پخوم، چې ډوډۍ يخې سړې شي، نو د چرګ شوروا او هډوکي په کې په يو غټ لوښي کې اچوم او خميره ډوډۍ په کې ماتوم. لږ صبر به ورته کوو چې دا خميره ډوډۍ په شوروا کې ښې بړبوکۍ ووهي او نرمه شي نو بيا به پرې له پاسه نرۍ نرۍ شوروا نوره واچوو. لږ انتظار به ورته کوو!

له بره راغلي مېلمه چې ښه وږی و، صبر تمام شو او کوربه ته يې وويل!

د سمې کافره د لوږې دې ووژلم!

دلته اوس د سمې مسلمانانو له ځانه کافران جوړ کړي دي.

کوم څيزونه چې حرام و هغه يې حلال کړي دي او کوم چې د انساني ژوند لپاره ورته اړتیا ده، په هغه د حرامو شک کوي.

ورته مطالب