د بشر نويد کالم پښتونخوا: د سندرې روح!

Image caption غزاله جاوېد د سوات د پېريانو نه را وٴتښتېده خو د پېريانو لارې چا بندې کړي دې.

د سوات بڼ نومي سیمه کې دوو نازکو پښو ته درانه ګنګرو شنړېدل يو چورلک خورېدو او شونډې رپېدې، ځمکه درزېده، يوه تماشه وه د حوا د لور په مېدان کې.

لکه چې سندره وه خو روح په کې نه و!

لکه اواز چې ګنګروګانو رانيولى وي!

لکه کشمالو چې پېريانو قبضه کړى وي!

ناڅاپه په سوات کې د کشمالو نه پېريان را ووتل، په ټوله وادۍ کې زړونه له وېرې و درزېدل. د بڼ په تماشه کې ګنګروګان هم غلي شول.

د ګنګروګانو ګوګل خاموش شو لکه چې سينه کې یې د زړه درزا چوپ شوى دى. د طبلو مرۍ بوغه شوه، سازونه د پېريانو نه ويرېدل.

ټول ولسونه د سوات د موسيقارې نغمه ګرې هوا نه د پېښور، چارسدې، نوښار، مردان په ګرمیو کې پناه واخیسته.

په سرکاري ژبه کې ورته "ای ډي پيز" ويل کيږي.

د جهاد او مهاجرت لفظونه د افغانانو لپاره استعمال شوي وو.

د سوات د خلکو لپاره ای ډي پيز" لفظ استعمال شو.

په دغه متاثرينو کې د سوات د بڼ ګنګروګانو هم وژړل.

په پېښور کې د پښتو د سندرې نا قراره روح د بڼ په يو ښایسته وجود کې ننوته.

د پښتو سندره د سوات د متاثرينو په ژړا کې د يوې ښکلې غاړې نه په شونډو را بهر شوه، خلکو وپېژنده چې دا غزاله جاوېد ده.

پېښور له جنګونو، جهادونو، بربادیو، تباهیو، مهاجرت په ژړا کې ښکلي اوازونه ورکړي دي. موږ په دريو لسيزو کې هم دغه شان په ويرونو کې د پښتو سندرې موندلې دي.

که اباسين راغلى نه وای

په ګنګړو کې به چا موندل ټيکونه

د سوات په جنګ او سېلاب کې د پېښور د بڼ غزاله جاوېد د پښتو د سندرغاړې په نوم وموندله.

د هغې د پښو نه ېې ګنګروګان کوز کړل او د هغې شونډې ېې په سندره باندې وسپړلې، د هغې په وجود کې د سندرې روح ووېل!

څه نری نری باران دی باران

خو پېښور لکه د مصر د سوداګرو بازار دی، ښایستونه، اوازونه په بیه اخلي.

قمرګله هم د وران کابل نه راغله او پېښور د پناه د همدردۍ په نوم د واده په زندان کې بندي کړه.

قمرګله د پېښور له بنده د خپلې سندرې سره ایله شوه. خو د زاخېل روح نن هم دا ازار کوي:

په ما دې وکړه په تا وه شه

واړه دې مړه شه لوې دې وغواړه خېرونه

ښکلى پېښور هر ځل لکه د مصر د سوداګرو په شان په سودا کې ښایستونه په بیه اخستي دي.

د بڼ سوات غزاله جاوېد يې هم په قيمت واخیسته، هغه لکه چې د پېښور د واده په سورسالو کې، د پېريانو په ډولۍ کې د قاف غره تورابان ديو ته وديږي.

غزاله جاوېد د سوات د پېريانو نه را وٴتښتېده خو د پېريانو لارې چا بندې کړي دې.

لکه څنګه چې د پښتو د سندرې روح د غزالې په وجود کې ننوت او د هغې د پښو نه يې ګنګرو لرې کړل، دغه ډول پېريان په پېښور ور ننوتل او هغه ېې په قيمت واخیسته!

پلار خپله ښایسته لور خرڅه کړه، پلار سوداګر او پېښور خريدار!

خو يو پلار فقط خپله لور خرڅه نه کړه، د پښتو د سندرې روح ته د ټول عمري بند سزا ورکړه.

ساز په خپل اواز پسې وژړل، لکه څنګه چې د سوات بڼ خپلو ګنګرو پسې ژړلي وو.

د پښتو د سندرې روح ته ګوره او د غزالې لږ عمر ته فکر وکړئ. نهو مياشتو کې خو د واده بنارسۍ هم نه خيرنيږى. نهه مياشتې پس هغې د خپل خاوند نه په عدالت (محکمه) کې طلاق واخیست.

د هغې په خيال، هغې د پښتو بنده سندره ازاده کړه خو د طلاق وروسته چې غزالې د سندرې د روح اواز بيا د سازونو په پردو کې واړول نو هغه د جون په ۱۸ مه د خپل پلار سره ووژل شوه.

هر څو که د غزالې قتل د موسيقۍ په ضد د پېريانو د هغه عمل نوم نه دی چې د پښتو ثقافت د فحاشۍ په نوم وژل کيږي خو د دې په بنسټ کې د پښتو د سندرې روح ضرور دی.

که غزالې په بڼ کې ګډا نه وای کړاې، پېښور ورته د سندرې روح نه وای ورکړای ، مينه والو ورته په خواږه نظر نه وای کتلي. نو پلار به ولې خرڅوله؟

خريدار به په بیه څنګه اخیستله ؟

او بيا به يې وژله په څه؟؟

د سوات بڼ نه غزاله د متاثرينو په څادر کې راغلې وه، او د پېښور په کفن کې د سندرې د شهيد روح سره بېرته لاړه. د خاورو لاندې په ابدي خوب ویده شوه.

په پېښور د شهيدې سندرې دعوه کې دا لنډۍ نن هم د بڼ د خاموشه بې وسۍ څخه غږ کوي:

په لاره ځم ټوله شرنګيږم

ستا د تهمت زنځير په غاړه ګرځومه

ورته مطالب