ستاسې غږ: لوړې زده کړې په بهرنیو ژبو په کار دي؟

د خپريدو وخت: 14:52 گرینویچ - چارشنبه 27 جون 2012 - 07 چنګاښ 1391

ځينې په دې باور دي چې په انګریزي ژبه کتابونه زیات دي او دا به د زده کوونکو لپاره د څېړنو او زده کړې په برخه کې مرسته وکړي.

ولسمشر کرزي ویلي د افغانستان په پوهنتونونو ، په ځانګړې توګه طب او انجینرۍ کې دې زده کړې په انګریزي یا نورو نړیوالو ژبو تر سره شي.

نوموړي وویل، د طب او انجنیرۍ پوهنځي باید په انګریزي ژبه شي، چې په وینا یې له دې سره د تحقیق لا ډېره زمینه برابرېدلی او د دغو پوهنځیو زده کړې پر نړیوالو معیارونو برابرېدلی شي.

په کابل کې یوه علمي کنفرانس هم د دې نظریې ملاتړ کړی او اوس به د وزیرانو شورا په خپله غونډه کې د دې پریکړې تایید کوي.

ځينې په دې باور دي چې په انګریزي ژبه کتابونه زیات دي او دا به د زده کوونکو لپاره د څېړنو او زده کړې په برخه کې مرسته وکړي خو نور بیا انګېري چې دا به د دې سبب شي چې د افغانستان کورنیو ژبو ته پاملرنه کمه شي.

ستاسو په ګومان د دې ګام ګټې او تاوانونه کوم دي؟

که په دې اړه نظر يا پوښتنه لرئ په غږ ،ويدو يا ېې هم په ليکلې بڼه pashto@bbc.co.uk راولېږئ.

د ويډيو راليږلو اسانه لاره

د ويډيو، غږ او عکس راليږلو فورمه

دغه راز د پنجشنبې په ماښام مخامخ د ستاسې غږ پروګرام ته پر دې شمېرې: ۰۰۴۴۲۰۷۸۳۶۰۳۳۱ زنگ يا هم د اس ام اس له لارې په دى شمېرې خپل پيغام رالېږلی شی : ۰۰۴۴۷۷۸۶۲۰۸۸۸۸

زمونږ په ټولنيزو پاڼو کلېکاږل فیسبوک او کلېکاږل ټويټر کې هم خپل نظر پرېښودلى شئ.

Virtual keyboard

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .