د بشر نويد کالم پښتونخوا: زما د مينه وال ليک او زما تاثر!

Image caption زه خو يو ړوند تاثر يم، کله ستا نه او کله د بل نه اثر اخلم. زما غوندې سرتور سړی د ټوپو او پټکو په مهذبه اشرافيه کې مه ګوره.

زما يو مينه وال ډاکټر همدرد يوسفزی، د اېبټ اباد په هسپتال (روغتون) کې ډاکټر دی. هغه په يو ليک کې ماته په ډېرې همدردۍ ليکلي دي چې د اېوارډونو (انعامونو) په يوه دستوره کې مې ستا په غیر حاضرۍ ډېر زړه خفه شو. بايد تا ته هم اېوارډ (انعام) درکړاى شوى وای.

د هغه ليک د جذباتي عقيدت نه ډک دى. زه عقيدت ته، جذباتي کيفيت ځکه وايم چې په عقيدت کې هيڅ دليل کار نه کوي. دا د يو مينه وال دننه يوه مينه وي. ډاکټر همدرد هم په مينه کې ما سره همدردي کړې ده.

د اېوارډونو (انعامونو) او مډالونو، تعريفي اسنادو ورکول، ځان ته د مينې يو څرګندونه ده. د دې وطن دغه شان مينې او عقيدتونه په ځان کې نورې ډېرې کیسې لري.

ما د ډاکټر همدرد دغه ليک نه يو تاثر واخیست او هغه دا دی:

د پښتو همدرد ډاکټره!

ډاکټران هسې هم د هاوٴس جاب او د ډاکټرۍ په نویو ورځو کې همدرد خلک وي. ډاکټران چې څومره زړيږي نو همدردي ترې وځي. بيا د خپل مېز له پاسه د انسان د ژوند قيمت لکه د جوارګرو د دوا لګوي. خو ته فقط ډاکټر نه يې. يو شاعر هم يې، په سينه کې دې د يو شاعر همدرد زړه درزا کوي. په ذهن کې دې پښتو څړيکې وهي. د انسان د وجود په بيمارۍ هم پوهيږئ او د ټولنې بيماري خو دې قرار ته نه پرېږدي. خدای دې ټول عمر د همدرد په مانا پاتې کړه.

تا په خپل ليک کې دومره همدردي کړې ده، چې ما ته ځان رنځور او اېوارډ (انعام) ورکوونکي، مسيحاګان ښکاره شول. خو نه زه رنځور يم او نه د هغه مسېحا په لاس کې شفا وينم چې، په جعلى ډګرو کې د عدالتونو نه فېصلې راځي، پنځه کاله پس به دغه مسيحا په خپله رنځور وي، لکه لقمان حکيم د خپل رنځ په علاج به نه پوهيږي.

تا په مردان کې د اېوارډونو (انعامونو) په دستوره کې زه و نه ليدم. زړه دې خفه شو، همدرد يې ځکه!؟

زما مينه وال يې ځکه!؟

زه درته د ماضي يو زوړ سور پرپرکی ښکارم ځکه!؟

اېوارډونه (انعامونه)، مراعات، بندې لفافې دا ټولې مهربانۍ په سياسي ټوپۍ ورکول کيږي. زما غوندې سر تور سړى په دغه کتار کې، دا مثال لري لکه د جومات د لمونځ په کتار کې، بې ادبه سر تور لمونځ ګزار!

څه عجيبه ده، زه په لمونځ سر تور سر خدای ته ولاړ يم او ادب رانه د جومات د ټوپو او پټکو لمونځ ګزار غواړي!!

اوس که د اېوارډونو (انعامونو) لپاره سړی، شنې او برګې ټوپۍ ضروري وي، نو زموږ غوندې سر تور سړي به ته چېرې په کوم کتار کې دروې!؟

موږ تل وايو او ليکو چې رياست او مذهب یو له بله ازاد ساتل په کار دي، ځکه چې په رياست کې د هر مذهب د هر مسلک خلک ژوند کوي. دغه شان سياست په رياستي ادارو باندې ولې اثر کولی شي چې په رياست او ادارو کې مختلف الخيال خلک وي. په دغه اړه فنون د چا تابع نه دى.

زما مينه واله!

د دې وطن سرکاري، سياسي، ادبي، جانبدار او غېر جانبدار ټول اېوارډونه (انعامونه) به په خپل ځان کې ډېر معتبر او ډېر محترم وي. ما سره دا هر څه پراته دي. زنګ وهلي دى، د پاکستان تمغه امتياز هم شته خو د دې يو اېوارډ (انعام) يوې تمغې هيڅ مانا نشته، بلکې د امتياز په تمغه مې، په ځان شک راپېدا شو چې زه څه يم!؟

خو بيا ځانته ځواب ورکړم چې زما په جېب کې شناختې کارډ او دا تمغه يوه مانا لري. زما په جېب کې د شناختې کارډ په شتون کې هم زه په دې وطن کې داسې يم لکه چې د جرم په ''شناخت پرېډ'' کې ولاړ يم. او د تمغه امتياز سره هم زما څه امتياز نشته، ځکه چې ژبه مې نشته، لکه چې ما د “چاړا” قوم امتياز حاصل کړى وي.

ای د پښتو سندرې تا ته ډېر ملامت يم.

زما په شونډو د بادار د ښار مچۍ ناستې دي.

خو زه هر چا ته وايم چې زه نه ډيوه يم نه لالټېن. که د چا دا خيال وي چې زه ډيوه يم، په پردو تېلو به بلېږم او پتنګان به ځانته راغونډوم بيا به د هغوى وزرې سوځم. نو زه هغوى ته وايم:

هو زه په اجرت ليکل کوم خو په اجرت رڼا نه کوم.

که د چا دا خيال وي چې زه به لالټېن يم د پردۍ ډولۍ، د پردۍ ناوې سره به روان يم او ما به څوک د پردۍ ناوې لپاره د ښه بخت رڼا جوړوي نو په غلطه به وي. زه فقط قلم يم، هم د پښتنو اواز، هم د خپلو بچو معاش!

زما د تاثر ګرانه مينه واله!

تا يوه ننداره وليده. ما بلها نندارې ليدلي دي. دلته سياسي بنجاريانو سره اۤيينې دي، د ړندو مخونو ته يې نيولي دي. ړانده په دغه اۤيينو کې څه وګوري!؟

يوې لحظې ته دې دغه اۤيينې خپلو مخونو ته ونیسي او په کې و دې ګوري!

فیصله په بنجاري او اۤيينې!!

زه خو يو ړوند تاثر يم، کله ستا نه او کله د بل نه اثر اخلم. زما غوندې سرتور سړی د ټوپو او پټکو په مهذبه اشرافيه کې مه ګوره.

ما د سایل د پخواني شعر په احساس کې وګوره:

ما د وطن د جاروکشو صف کې مه دروه

زه نر مزدور يمه د ورځې دوه روپۍ ګټمه

ورته مطالب